سراج الاخبار

سراج الاخبار د افغانستان له لومړنیو ورځپاڼو څخه وه چې د عبدالرووف خان په مدیریت چې د افغانستان د شاهي ښوونځي ښوونکی وو، د امیر حبیب الله خان په پېر کې یې په خپرونو پیل وکړ.

دا ورځپاڼه په افغانستان کې د لومړنۍ پېل شوې ورځپاڼې، شمس النهار، چې په ۱۲۸۲ هجري کې بنده شوې وه، تر بندېدو پوره ۲۸ کالو پورې په هېواد کې د ورځپاڼې چاپېدنې هڅه چا ونه کړه. په وروستیو کې د امیر حبیب الله خان په پېر کې یو شمېر روښاندو د ۱۹۰۵ ز کال د سراج الاخبار ټولنې (انجمن سراج الاخبار) او له حکومته د رسمي غوښتنلیک په وسیله د (سراج الاخبار افغانستان) په نامه جریدې چې د هېواد دویمه جریده یې بللی شو، د چاپونې غوښتنه وکړه.