عبدالمالک فدا
عبدالمالک فدا (زوکړه ۱۸۹۷ زېږدي کال چارسده - مړینه د ۱۹۵۷ زېږدي کال د اپرېل ۲۱) د خدايي خدمتگارو غورځنگ غړی او د لوی افغانستان يو شاعر وو.
مخينه
سمولخدايي خدمتگار او شاعر عبدالمالک فدا پر ۱۸۹۷ زېږدي کال د چارسدې د پړانگو په ياسين خېلو کې زېږېدلی وو. هغه رسمي زده کړې نه وې کړې، خو کله چې د باچا خان له غورځنگ سره ملگری شو، نو په پښتو ژبه يې ليک لوست زده کړ. هغه له ولسي ستونزو څان خبر کړ او د غورځنگ له ملگریو سره په ناسته پاسته کې يې دا شعور خپل کړ چې خپل قلم د خپل ولس د بیدارۍ لپاره وکاروي.
د هغه د ژوند د لومړیو وختونو په اړه ليکوال او څېړونکی ازاد اشنغری وايي: «شاعر عبدالمالک فدا يو ولسي شاعر وو. هغه چې د پښتون ولس کوم قلمي او کړنيز خدمت کړی، تاريخ به يې هېر نه کړي. عبدالاکبر خان اکبر صيب ليکي، چې په خدايي خدمتگارو کې تر شاملېدو دمخه يې د کاليو گاډۍ گرځوله، خوږ غږی او خوږ مزاجه شاعر وو.»
فدا صيب څو ځلي پيرنگیانو بندی کړی وو...
اسفند یار ولي خان وايي: «اگر چې زه وړوکی وم خو د بابړې په هکله چې به بیا کله عبدالمالک فدا خپل نظم باچا خان ته اورولو، نو ښه راته یاد شي چې د بابا په سترگو کې به ورته اوښکې راغلې.»
د شعر بېلگې يې
سمولنن په قفس کې د توتيانو شر و شور وينمه - خو عجيبه ده چې وطن ترې نه پېغور وينمه
* * *
کفن په سر د ازادۍ ميدان ته ځمه ـ مرگیه مه راځه درځمه
مړينه
سمولعبدالمالک فدا دا وصيت کړی وو، کله چې مړ شي، نو مړی دی يې باچا خان کېڅ (قبر) ته ښکته کړي. کله چې يې د ۱۹۵۷ ز کال د اپرېل پر ۲۱ نېټه له دې نړۍ سترگې پټې کړې، نو باچا خان يې هم د وصيت درناوی وکړ او د غورځنگ له زرگونو پلویانو سره يې د هغه په جنازه کې گډون وکړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.