عبدالاکبر خان اکبر

عبدالاکبر خان اکبر (زوکړه ۱۲۶۹ لمريز لېږدي کال - مړینه ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال)، (۱۸۹۰-۱۹۷۷ زېږدي کلونه) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی، لیکوال، شاعر، ملي مبارز او د خدايي خدمتگارو غورځنگ غړی وو.

مخينه سمول

عبدالاکبر خان اکبر پر ۱۲۶۹ ل ل (۱۸۹۰ زېږدي) کال په اگسټ مياشت کې د چارسدې د سیمې په عمرزیو کلې کې د عبدالقادر خان کره دې نړۍ ته سترگې غړولې وې. هغه د سخي ارسلا خان لمسې دی. لسم ټولگی يې د پېښور په اسلاميه کالجېټ سکول کې پای ته ورساوه او د پېښور په اسلاميه کالج کې څوارلسم ټولگی نيمگړی پرېښود او په عليگړ کې د خلافت تحريک د مولانا محمد علي جوهر څنگ ته ولاړ. د ۱۹۲۰ ز کال په هجرت کې له باچا خان سره افغانستان ولاړ او له هغه ځايه بيا له ځينې ملگريو سره روسي تورکستان ته په مسافرت وخوځېد. نوموړی له فضل محمود مخفي صيب سره د تورنگزو حاجي صېب د مرستيال په توگه په لکړو او غازي اباد کې دېره وو، چې د باچا خان په وېنا د اصلاحي او سياسي کار لپاره بېرته خپل کلي ته راستون شو. په دغه وخت کې باچا خان په اتمانزو کې يوه لومړنۍ ازاده مدرسه پرانستې وه.

اکبر صېب د پښتنو د معاشرې په کمزورو اړخونو خوږمن وو. د هغه دا گروهه (عقيده) وه چې د ښو حاصلاتو د اخيستو لپاره بايد ځمکه ښه جوړه شي؛ ښه توخم کرل او ښې زميندارۍ ته بډې راکښل ډېر اړين دي. د هر انقلاب نه وړاندې ذهني انقلاب ضروري دی.

هغه په خپل ژوندليک کې ليکلې دي چې روسې انقلاب د سلو کالو د ذهني کار او زيار په اوږو راغلې دی. هغه پوهېده، که چيرې د پښتنو د بې علمۍ، معاشي بدحالۍ او د بې اتفاقۍ د رنځونو درملنه ونه کړی شي، نو هيڅ گټه نه شي تر لاسه کېدی. د دې موخې لپاره هغه د باچا خان او نورو ملگريو په ملگرتيا د ۱۹۲۱ ز کال په اپرېل کې د «انجمن اصلاح افاغنه» اېره کېښووه او پر ۱۹۲۲ ز کې د انجمن او د جرگې مشر وټاکل شو.

اکبر په خپل سوانح حيات کې دا ليکلې دي چې پښتون يو ايډيال قام دی چې يو مذهب يو ټاټوبی او يوه وينه لري. د قامولي ټولې فطري نښې پکې پېدا شوې دي، خو د يوې ساهو مشرۍ لاندې په يو قامي سنگر راغونډول غواړي.

د دغې موخې لپاره دوی د باچا خان غوندې يو پياوړې شخصيت راوړاندې کړ او د انجمن او خدايي خدمتگارۍ پټکی يې ور په سر کړ. اکبر له انقلابي او قامي شاعرۍ سره سره اصلاحي او ولسي ډرامې لکه «تربور، خدايي خدمتګار، درې يتيمان، جونګړه» وغېره ليکلې دي چې د اتمانزو د ازادې مدرسې په کليزو کې په سټېج وړاندې شوې دي. د اصلاح او انقلاب لارې يې هوارې کړې دي. د هغه په «تربور» ډرامه کې خان خان عبدالولي خان هم د يو يتيم کردار لوبولې وو.

د هېواد د خپلواکۍ د دغه توتي وزرونه څو څو کرته د جېل په پنجرو کې تړل شوي دي! خو غېرتي پښتون غږ يې چړې هم مړزپن شوی نه دی.

کله چې به خدايي خدمتگارو په کچهرو پکټنگ کولو او پښتانه اهلکار به يې د تحريک په مرسته هڅول، نو د عبدالاکبر اکبر دا نظم به يې په خوږ اواز ويلو، چې دلته يو څو کړې تري وړاندې کېږي:


سپاهي، که تهانېدار، که تحصيلدار دی، زموږ ورور دی - په ملک بل شوی اور دی

زموږ د قام بچې دی، هم د ملک يو نمکخور دی- په ملک بل شوی اور دی

تل سر ورکئ! سپاهيان د خپل وطن په پاکه زمکه - موږ دلته راغلو ځکه

چې ځان ترې نه خبر کړو! په وطن کې شرو شور دی - په ملک بل شوی اور دی

موږ خلاص کړو پېرنگيانو هم له زمکې، هم له ماله - موږ ځکه راغلو تا له

دا شرم غلامي زموږ د ټولو لوی پېغور دی - په ملک بل شوی اور دی

راځئ! چې ځان تيار کړو جرمني او جاپاني ته - دا نه چې ورور ملکي ته

په خدايي خدمتگار مه کړه ښکاره؛ د تورو زور دی - په ملک بل شوی اور دی

پېرنگ به کور ته ولاړ شي، ته به دلته کې مېشته يې - د مخکې نه به ښه يې

کړه فکر اديرې ته څرنگ څنگ په څنگ مو کور دی - په ملک بل شوی اور دی


مړينه سمول

د خدايي خدمتگارو دا سرخېل او لیکوال پر ۱۳۵۶ لمريز لېږدي (۱۹۷۷ ز) کال له دې نړې په ابدي مسافرت ولاړ. په گور يې نور شه! اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- تراخه خواږه (شعري ټولگه)، د ١٩٥٨ زېږدي کال پېښور چاپ.

۲- مثنوی رومی، د مولانا جلال الدین رومی د نښير پښتو ژباړه.

۳- د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه.


اخځليک سمول

۱- http://thepashtunexpress.com/ps/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A7%DA%A9%D8%A8%D8%B1-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%A7%DA%A9%D8%A8%D8%B1-%D8%AF%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%AF-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88%D9%86-%D9%85%D8%B5%D9%84%D8%AD-%D8%A7/ Archived 2021-01-19 at the Wayback Machine.

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-10&cl=CL5.24&d=HASH1ca632e87e4eee62765080&x=1

۳-سرمحقق زلمی هېوادمل، فرهنگيالى مبارز مولانا فضل محمود مخفي، ۳۷ مخ، د ۱۳۹۳ ل ل کال چاپ.

۴- سرمحقق زلمى هېوادمل، فرهنگيالى مبارز مولانا فضل محمود مخفي، ۸۲ مخ، د ۱۳۹۳ ل ل کال چاپ.‎