سيد رسول رسا (زوکړه ۱۹۱۰ زېږدي کال، پېښور - مړینه د ۱۹۹۰ زېږدي کال د اکتوبر ۱۴) (په انگرېزي: Sayed Rasul Rasa) يو نامتو ليکوال، ویاند، څېړونکی، کره کتونکی او شاعر وو.

مخينه

سید رسول رسا پر ۱۹۱۰ زېږدي کال د پېښور ښار د بدرشو په کلي کې زېږيدلی دی. پلار يې ميا محمد سعيد نومېده. په ۱۹۳۷ زېږدي کال کې د پېښور های سکول کې د انگريزي ژبې ښووند (استاد) شو او بيا يې په هري پور کې استادي کوله. په ۱۹۴۲ ز کال کې په آل انډيا راډيو کې ژباړن او وياند شو. بيا يې د ريډيو منځني ختيځ برخې کې کار کاوه. ميا سيد رسول رسا د پېښور پښتو اکېډمی دويم ډايرکټر هم پاتې شوی دی.

ښاغلی رسا په پښتو کې ډېر منثور او منظوم آثار لري، چې چاپ شوي دي.

چاپ شوي‌ نښيرونه يې

۱- ادبي تنقید.

۲- ارمغان خوشحال.

۳- باغ وراغ.

۴- پښتو ژبه (قاموس).

۵- خودکشي (ناول)، د ۱۹۶۳ زېږدي کال چاپ.

۶- میخانه (ناول).

۷- د ژوند دوزخ.

۸- رنگا رنگ گلونه (ډرامې، مضمونونه).

۹- شمۍ (ناول).

۱۰- مامونۍ (ناول).

۱۱- مفرور (ناول)، د ۱۹۶۳ ز کال چاپ.

۱۲- نوی رنگ (شعرونه).

۱۳- شاعر اسلام علامه اقبال.

۱۴- د بېدیا گلونه. د ښاغلي رسا د نظمونو او غزلیاتو ټولگه ده.

۱۵- نوی ترنگ. دا هم د نظمونو ټولگه ده.

۱۶- د قرآن پيغام. دا د مسدس په شکل یو اوږد نظم دی.


اخځليک

۱- https://tatobaynews.com/archives/50958 Archived 2020-10-29 at the Wayback Machine.

۲- https://morpashto.org/sayed-rasul-rasa/ Archived 2021-01-29 at the Wayback Machine.