آرنۍ غورنۍ پرانيستل
سيد بهاوالدين مجروح يو افغان فيلسوف و
سيد بهاوالدين مجروح يو افغان فيلسوف و
سيد بهاو الدين مجروح
سيد بهاو الدين مجروح

ډاکټر سيد بهاؤالدين مجروح (۱۲ د فبروري، ۱۹۲۸ ز. - ۱۱ د فبروري، ۱۹۸۸ ز.) (په انگرېزي: Sayed Bahauddin Majroh) يو افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه وه.

نيوليک

مخينه

بهاودين مجروح د سيد شمس الدين مجروح زوى و، چې په ۱۹۲۸زېږيز کال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينکوړک د کلي په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې دى.

زده کړې

لومړنۍ ښوونې يې د شينکوړک د کلي په جومات کې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته کابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د ديارلس کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل شو. په ۱۹۵۰زېږيز کال ددغې لېسې د ادب او فلسفې له څانگې څخه په لومړۍ درجه فارغ او د هغه وخت ددولت لخوا د لوړو تحصيلاتو لپاره فرانس ته ولېږل شو. د ۱۹۵۲ز تر ۱۹۵۸ز کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د (مونټ پليه) په پوهنتو کې خپل لوړ تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانگه کې د مافوق لسان تر درجې سرته ورسول. په همدې دوره کې يې وکړاى شوه چې د الماني ا و انگړېزي ژبو ادبيات په غربي الماني او انگلستان کې سرته ورسوي.

دندې

کله چې په ۱۹۵۸ز کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او بيا رييس شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په خدمت کې تېرکړ. هغه د افغانستان په ځينو نورو رسمي دندو هم پاتې شوی چې د دغو دندو له ډلې د پارلمان غړی او د کابل او کاپيسا ولايتونو ولسوال، همداراز له ۱۹۵۰ ز. تر ۱۹۷۳ ز. پورې هغه په مصر کې د افغانستان سفير پاتې شوی. د ژوند په وروستيو کلو کې چې کله پاکستان کې مهاجر شو نوخپل علم او قلم يې د مجاهدو او مهاجرو په خدمت کې په کار واچاوه

ليکلي آثار

  1. اژدهای خودي
  2. ځانځاني ښامار
  3. د جبر او اختيار ډيالکټيک
  4. د اجتماعي احساس د الفرد ادلر په روانشناسۍ کې د ماسټرۍ تيزېس
  5. د ځان تربيه زموږ په روانشناسۍ
  6. دشمن را بشناسېد
  7. صوفي او نوې دنيا
  8. زردشت ووييل داسې
  9. پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰
  10. بودا چنين گفت
  11. سيد جمال الدين و برخورد شرق و غرب
  12. منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنايي
  13. نا اشنا سندرې
  14. Afghan Intellectuals in Exile: Philosophical & Psychological Dimentions
    (افغان پوه اندي په جلاوطنۍ کې: فلسفي او ساپوهنيز ابعاد)

مړينه

 
د سيد بهاوالدين مجروح هديره

کله چې مجروح په پېښور کې کډوال و او خپل فرهنگي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارگرې ادارې آی اس آی نظر ورباندې و. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پياوړی کول و، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی گواښ و، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل چې په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي نو په همدې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يوځای د سيد بهاوالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د ۱۹۸۸ز. کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د جمعې په شپه چې کله سيد بهاوالدين مجرو له خپل دفتر نه راوواته د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېده.

باندنۍ تړنې