اشرف مفتون

اشرف مفتون (زوکړه د ۱۹۱۵ زېږدي کال شاوخوا - مړینه؟) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر وو.

مخينه سمول

اشرف مفتون په اول داپرېل د نهې (منګل) په ورڅ په ۱۹۲۴ زېږديز کال د پښتونخوا د چارسدې په سیمه کښې په رځړوکښې دقلندرخان په درنه اوپښتنه کورنۍ کښې زېږېدلے وو.قلندر خان د هشنغر د مخورخان اوغټ جاګيردارنورمحمد خان ځوے وواشرف مفتون په څلورم پښت کښې د خان ميرعالم خان په اولاد کښې راځي اؤپه قبيله (محمدزے ) کعنان خيل دے مير احمدخان دخان ميرعالم خان مشرځوے وو د ميراحمدخان دوه زامن وو نورمحمد خان اوفيض محمد خان ، نورمحمد خان د قلندرخان پلاراوداشرف مفتون نيکه وو. قلندرخان په کال ۱۹۵۸ کښې وفات شوے وو

فضل محمودروښان په خپل یو کالم ، روشني ، کښې داشرف مفتون په حواله ليکي هغه دچارسدې یوغټ جاګيرداردرهبرتحریک خان عبدالولي خان د ترور(دپلارخور)ځوئے اودپروفېسرجهان زېب نیازهم دترور(دمورخور) ځوئے وو(۲)

اشرف مفتون د شپږوخويندونيازبين اونازولے ورور وو درې خويندې امتري بي بي. محمدي بي بي. اونورجهان بي بي د اشرف مفتون نه مشرانې وې اومحل آرا بي بي. پکهراج بي بي او وجاهت بي بي د اشرف مفتون نه کشرانې وې

قلندر خان پخپله نالوستے ووولې د باچا خان بابا سوبت او خدایي خدمتګار تحريک ورته د شعور چينې پرانستلې وې نو په خپل ځوي اشرف مفتون ئې سبق ويلواشرف مفتون  د اسلاميه کالج نه څوارلسم پاس کړو په ايم اے فلسفه کښې ئې داخله هم واخستله ولې د ماسټرۍ  ډګري ئې نيمګړې پریښوده .اشرف مفتون د سکول د زمانې نه د شاعرۍ پېل کړے وو او چې کله  یې په اسلاميه کالج کښې داخله واخيسته نو يوه د شاعرۍ مجموعه ئې چاپ ته تياره وه اشرف مفتون يو شاعر ادیب اوډرامه نګاروو په ريډيو پاکستان کښې د پروګرام اسسټنټ په څير نوکرشو بیا وروسته ئې ترقي وکړه او د ريډيو پاکستان ريجنل اسسټنټ ډاريکټر شودويشت کاله وروستویې دغه نوکري پرېښوده

اشرف مفتون د خپل ترۀ شير محمد خان دلور حسندارې سره واده کړے وو حسن داره په صورت اوسیرت دواړوښائیسته اوتعليم يافته وه د حسن دارې نه د اشرف مفتون اووۀ اولادونه وويوخوراو ورور په ماشومتوب کښې مړۀ شوي وواو څلورخويندې فوزيه مفتون. نګينه مفتون. نئيرمفتون. زر څانګه مفتون او يو ورور زرک خان مفتون ژوندي وودبده مرغه زرک خان ځواني مرګ شواوداشرف مفتون دژوند نه خوږوګډه وکړه .اشرف مفتون د اتوارپه ورځ د مارچ په څوارلسمه نېټه په ۲۰۰۴م کښې په پېښورکښې د تل لپاره ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې روح یې ښاد اوګوریې رڼا

زما د معلوماتوترحده داشرف مفتون دشاعري اته کتابونه چاپ دي ۱، د شاعر دنيا ۲، د ژوند سندره ۳، تړمې اوښکې ۴، وږمې ۵، ترخې شکرې ۶، کاواکې ۷، څړيکې ۸، لوخړې، چې بیا په ، سکونډارې ، کښې ټول راغونډ کړے شوي دي.دغه کلیات اول ځل په ۱۹۸۱ کښې اوپه دوېم ځل په ۲۰۰۴ کښې د یونیورسټي بک ايجنسي له خوا په ۵۶۸ مخونومجلدچاپ اوخورشوے دے ،  ژوندي کردارونه ، د اشرف مفتون د ليکلوډرامومجموعه ده دپروفېسرجهانزېب نیاز دزیارسره په ۲۰۰۹ کښې چاپ ده ۱۲۰ مخونه لري (۳) دنثر یوبل کتاب ، دليل خبرې کوي ، یې په ۲۰۲۱ کښې چاپ شواوفکرکوم ډېراثاربه یې اوس هم ناچاپه وي

یو فلسفی شاعر دی. هغه د پښتو ادب د شلمې پېړۍ یو له سترو شاعرانو څخه دی، او په تېره بیا د دې پېړۍ په دوهمه نیمایي کی یې داسې آثار ولیکل چې د پښتو د شعر له تاریخ سره به د تل لپاره ژوندي پاته وي. د انسانیت، د غرور او عظمت مین دی. په پاکۍ او ایماندارۍ پسې سرې سترگې گرځي او د احساس په دنیا کې به داسې موضوع نه وي چې هغه د خپلو شعرونو قالب ته راوړې نه وي، او ورباندې غږېدلی نه وی. په دې سلسه کې یې هغه شعر د توجه وړ دی چی د بېلتون په نوم یې لیکلی دی.

میا سيد رسول رسا، چې پخپله هم شاعر او مشهور محقق لیکوال وو، د اشرف مفتون «د شاعر دنیا» په نوم شعري مجموعې باندی د مقدمې په ترڅ کی لیکي چې د مفتون صاحب دنیا د خوبونو دنیا ده. هغه د دې حقیقي زړه چاودي او زهره چاودي دنیا مردم ازار مخلوق نه بېزاره دی او چېرته خیالي دنیا کې په جنتي او معصومو خوبونو کې غرق، د دنیا له خلکو پټېدل غواړی، او د حسن او عشق په رڼینیو کې د آسماني نړۍ د دلفرېب منزلونو ترمنځ، د زړه د پټو ارمانونو پوره کېدل غواړی. دا یو کیفیت زموږ شاعر په شل رڼه رڼینو مختلفو شکلونو بیا بیا پېش کړی دی.

په هغه غزل کی چې اشرف مفتون خپل ځان د هر څه مالک بولي او فکر کوي او یا یقین لري چې د خوشالۍ انتها او هغه صحرا له ده سره ده چې ټوله نړۍ یې تلاښ کوي او یا په ډېر غرور سره وایي چی د خیال پرواز د زړه گداز او د ژوند ساز ټول له ده سره دي. د اشرف مفتون د کلام زور له ورایه ښکاري. هغه موږ ته نه وایي چی دا غزل یې کله لیکلی دی، خو څرنگه چې میا سید رسول رسا په دغه وخت کی هغه ته زلمی شاعر وایي، نو موږ ویلای شو چې دا به یې د پاخه زلمیتوب کلام وي. پوخ زلمیتوب هم ځکه ورته وایو چی هغه خپل کلام د مجموعې په توگه چاپ ته سپارلی او مشهورو لیکوالانو او څېړنکو د یوه ښه شاعر په توگه پېژندلی دی.

د اشرف مفتون شاعري د یوه ویښ وجدان ږغ دی. هغه د شعر په قلمرو کې هیڅ مسله نه ده پرې ایښې او چې په زړه کې یې هر سوال گرځېدلی دی نو هغه ته یې په ډېره بې پروایي د خپلې خوښې سره ځواب ورکړی دی. دی پخپله د «کاواکۍ» په نوم مجموعې په نوم مقدمه کې لیکي چې زه ژوند پرست او انسان پرست یم. زه انساني ژوند د هر قسمه غیر ضروري قید و بند، ظلم زیاتي نه ازاد او بې نیازه غواړم. که د انسان په سترگو مذهبي تعصب پردې خورې کړې وي، نو ما به یې ورته پام کړی وي. که په ده د خپل اقتدار د خاطره چا د مشرۍ کوښښ کړی وي، نو ما به سکونډلی وی. که ته په ځای د سپورو ریشتیاوو، ښایسته دروغو خوند ورکړی وي، نو ما به یې تعریف کړی وي. که دې د زر لالچ شمکوره کړې وي، نو ما به ورته د مینې ډېوه بله کړې وی. که دی مې د غلطو رسمونو رواجونو په زولنو کی لیدلی وي، نو ما به ورته د زولنو د شلولو تلقین کړی وی. او هم د دغو جذباتو احساساتو په رڼا کې ما کاواکي لیکلی دی او گرانو لوستونکو همدغو جذباتو احساساتو په رڼا کې به یې لولي.

د اشرف مفتون د شعر یو کمال کی فلسفی رڼ او ژور توب دی او بل کمال یې د ښایست سره سادگي ده. د هغه کلام د پښتو ژبې د نورو لویو شاعرانو په څېر هم له مفهومه ډک دی او هم یې پوهېدل نږدې هر لوستونکي ته اسان دی. د هغه شاعري فطري او طبیعي ده. هغه پخپله د وږمې په نوم ټولگه باندې د مقدمې په ترڅ کې لیکي چې زما په خیال شاعري د زور څیز نه دی؛ دا د تاثر څیز دی. د دې لپاره ما د وږمې په هر غزل باندې تاریخ لیکلی دی، ځکه چې لوستونکو ته مالومه شي چې نن کوم شعرونه ما لیکل هغه هفته وړاندی ما ولې نه لیکل. یا سږ کال چې زه څه لیکم دا دوه درې کاله مخکې ما ولې نه لیکل. خو تاثر او الهام نه وو، ځکه دا شعرونه هم نه ول. د اشرف مفتون شعر الهام دی او هغه له خلکو سره د دغه الهام په شریکولو کې هیڅ بدنیتي او تنگ نظري نه ده کړې.

مدني اکر سمول

د شعر بېلگه يې سمول

څوک له وبا، څوک له طوفان ویرېږي

څوک لکه ما غوندې له ځان ویرېږي

ویره د خر زړۀ کې له خره نشته

دا خو انسان له بل انسان ویرېږي

وړاندې شېطان نۀ مسلمان ویرېدۀ

اوس خو شېطان له مسلمان ویرېږي

زۀ منافق نۀ یم چې اویرېږم

خدایه! دوزخ نه به شېخان ویرېږي

کۀ څه احساس، پوهه، اصول ولري

نۀ به په زر نۀ به په ځان یرېږي

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

داشرف مفتون دشاعرۍ اته کتابونه یوکلیات اودنثردوه کتابونه چاپ دي

۱، د شاعر دنيا  ( شعري ټولګه )

۲، د ژوند سندره ( شعري ټولګه )

۳، تړمې اوښکې ( شعري ټولګه )

۴، وږمې ( شعري ټولګه )

۵، ترخې شکرې ( شعري ټولګه )

۶، کاواکې ( شعري ټولګه )

۷، څړيکې ( شعري ټولګه )

۸، لوخړې ( شعري ټولګه )

۹،سکونډارې ( کلیات )دغه باندې اته واړه شعري ټولګې پکښې راغونډې کړے شوي دي

۱۰،ژوندي کردارونه ، دډراموټولګه

۱۱،دلیل خبرې کوي ، نثر



اخځليک سمول

۱- https://www.tolafghan.com/articles/20220

۲- https://pashtonwriters.webs.com/ Archived 2020-10-31 at the Wayback Machine.