بېټ نيکه (زوکړه - مړینه) د افغانستان يو پخوانی پښتو ژبی نامتو شاعر، ملي، ټولنيز او ديني شخصيت وو.

بېټ نيکه

مخينه سمول

بېټ نيکه چې د بېټني او بټن په نومونو هم ياد شوی، د پښتنو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی چې د پښتانه شعرا‌ء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دغه لوی نيکه په اړه داسې ليکل شوي دي:
«د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور وو او پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم د دې تصديق کوي.[۱] خو په مورخينو کې لومړی د دې ملي عنني تصديق ابوالفضل د گورگاني پاچا اکبر د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي[۲] مگر ددې نيکه نوم مورخينو مختلف راوړي، ځينې يې «بېټ» او ځينې يې «بېټنی» او ځينې يې «بټن» ليکي.

نعمت الله هروي او خان جهان لودي هم په مخزن افغاني کې د شېخ بېټني اولاد او د دې قوم مشاهير او اولياء بشپړ راوړي. څنگه چې آيين اکبري په ۱۰۰۶ هـ او مخزن په ۱۰۱۸ هـ کې ليکل شوی، نو دا ويلای شو چې د پښتنو د ملي دودونو او د رجالو د تاريخ لومړی ليکونکی هم دوی دي. نعمت الله په دې لړيو کې مجمع الانساب او اخباری احمدي کتابو ته هم حواله ورکوي، چې تر ده دمخه ليکل شوي او د پښتنو د انسابو ذکر يې کړی دی. په دې کې اخوند دروېزه ننگرهاری هم چې تر ۱۰۴۸ هـ پورې ژوندی وو [۳] هم د پښتنو انساب راوړی دی [۴] دغو ټولو مورخينو د شېخ بېټني ذکر پوره يا څېرمه ييز (ضمني) کړی دی.



د بېټ نيکه په اړه په پښتنو کې يو متل هم دود دی چې داسې دی.

چې خدای يې ورکوي، بټن يې يار شي

دغه متل پخپله د بېټ نيکه د سخاوت او پېرزوينې هغه کيسه راڅرگندوي چې هغه خپل زوی اسماعيل سړبنی خپل ورور سړبني ته ورکړ. خو تر دغو ټولو يو پخوانی او زوړ اثر، چې د شېخ بېټني يادونه او شعرونه پکې راغلي دي، هغه د سلېمان ماکو د بارک خان د زوی «تذکرة الاولياء» ده چې تر ۶۱۲ سپوږميز لېږدي کاله وروسته ليکل شوې ده. د دغه کتاب هغه څو پاڼې چې شته، د شېخ بېټني يادونه داسې پکې شوی ده:
«نقل هسې کاندي يارانو چې په روزگار د شېخ بېټني کې د ده ورور چې سړبن نومېده، او پر شېخ بېټني هم خورا گران و؛ سړبن نه درلود زامن، او هر کله به يې ويل خپل ورور ته؛ بيټنی خپل زوی اسماعيل ورکاوه او لوی سو د سړبن په کاله، خدای مهربان د اسماعيل په برکت سړبن ته نصيب کړه، دومره زامن چې اوس تر وس تېر شو گڼون د هغو؛ د اسماعيل مرقد واقع دی د کسې پر غره چې زه هلته تللی وم» [۵]
له دې روايته ښه ښکارېږي چې په پخوانو پښتنو کې د شېخ بېټني کرامات مشهور وو او د دې کتاب ليکونکی لکه چې پخپله وايي د کسې غره [۶] ته تللی او د دغه اسماعيل زيارت يې کړی دی.

 
بېټ نيکه

د سلېمان ماکو دغه روايت نعمت الله کټ مټ په مخزن کې تاييد کوي او داسې ليکي:

«نقل است سړبنی برادر کلان بتنی مفلس بود، و از هېچ چيز دستگاهی نداشت، باوجود آن از سعادت فرزند هم محروم بود. روزې سړبنی به خانه برادر خود که شېخ بټنی باشد آمده عرض کرد که ای برادر! دعای تو در باب جميع خلايق مستجاب الدعوات است، در باب من توجه نمی فرمايي، که در طلب فرزند و فراخي معاش کوشش بسيار دارم. حضرت شېخ بېټ فرمود که يک پسر مرا ببر و پرورش نما، که بقدم او هم دهم اسباط، و مال و منال و مواشي که لوازم دولت است ميسر آيد. آخرالامر شيخ پسر خود اسماعيل را ببرادر خود سربنی داد، و سربني برادر زاده خود را به خانه آورده پرورش مې نمود، از برکت قدم او دولت و اولاد چندان بظهور آمد که تا قيام قيامت کم نخواهد شد. چون اسماعيل بسن رشد رسيد از رياضات شاقه بمراتب ولايت رسيد و از اين شيخ اسماعيل که مقبره و گنبد ايشان بر کوه سليمان واقع است همان شيخ اسماعيل سړبنی پسر بېټ است...[۷]»

په دې ډول د سلېمان ماکو قول که څه هم تر نعمت الله ۴۰۰ کاله دمخه دی، مگر يو د بل سره پوره تړاو او نږدېوالی لري او دا ښکاره کوي چې تر اتم هجري کاله هم د شېخ بېټني لوی نيکه په اړه پښتو معنعن کلک او مستند روايات درلوده چې له هغو څخه په دغو دوو کتابونو کې لږ پاتې دي. په خواشینۍ سره چې د شېخ بېټ نيکه نور احوال مونږ ته نه دی پاتې، او نه د هغه د ژوند مهال مورخونو تصريح کړي دي. يوازې له دغو څینو مورخونو څخه يې دا هم ليکي، چې د غور د پاچاهانو معاصر وو او د غور د مشهورې کورنۍ څخه شاه حسين نومی د ده په کور کې و[۸]، نو په دې حساب که بېټ نيکه له يوه سره د لومړيو غوري مشرانو معاصر وي، نو د هغه د ژوند وخت موږ له ۳۰۰ سپوږميز لېږدي کاله تر ۴۰۰ س ل کاله پورې تخمينولای شو. سلېمان ماکو په خپله تذکرة الاوليا کې د بېټ نيکه له خولې يو شعر هم رانقل کړی دی چې د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې خورا مهم گڼل شوی دی. سلېمان ماکو د هغه شعر داسې يادوي:

«نقل کاندي چې شېخ بېټنی سپين ږيری شو نو ده به هر کله څېښتن ستايه او رب ته به يې درخواست کاوه چې زما کهول او د سړبن او غرغښت په کهول کې برکت کښېږده، بادار قبول کړ د ده درخواست او ډکه شوه ځمکه د پښتونخوا. دده په هکله نقل کاوه شي چې حضرت شېخ بېټني به ډېره ډېره دا سندرې لولولې او د کسې غره کې به گرځېده په شپې»



او بيا نو د بېټ نيکه هغه شعر داسې راوړي:

لويه خدايه لويه خدايه ستا په مېنه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوۍ کې ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي د غرو لمنې زموږ کږدۍ دي پکې پلنې
دا وگړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
دلته لږ زموږ اوربل دی ووړ کورگی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته يو بل د چا په مله تله نه يو
هسک او زمکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا د ه خدايه لويه خدايه لويه خدايه

که د بېټ نيکه دغه لوړ شعر د آريايانو د زاړه کتاب رېگويدا (Rigvida) سره پرتله کړای شي نو دا به ښکاره شي چې دا شعر د فکر او مضمون له مخې لرغونيو آريايي افکارو ته ډېر ورته دی. د ريگويدا يو مناجات داسې دی:

« لوی خدای د ژوندون واکمن دی، مالک الملک دی، دی ښاغلې کورنۍ وگړو ته ورکوي، خدايه موږ ستا مريي يو، بې اولاده بې ښېگڼې مو مه وژنې[۹]

د بېټ نيکه په هکله دا پورتنۍ ليکنه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نوميالي نه اخيستل شوې.

پايڅوړ سمول

  1. دا خبره چې بېټ نيکه، غرغښت او سړبن سره وروڼه دي، ډېره څېړنه غواړي.
  2. آيين اکبري - ۲، ۱۹۱ مخ.
  3. تذکره علمای هند - ۵۹ مخ
  4. تذکرة الابرار والاشرار، او پښتو مخزن.
  5. د سلېمان ماکو پښتو تذکرة الاولياء.
  6. پښتانه د سلېمان غره ته د کسې غر هم وايي.
  7. مخزن افغاني - ليکوال: نعمت الله هروي.
  8. ممع الانساب، تاريخ سلطاني حيات افغاني - خورشيد جهان.
  9. ريگويدا- باب ۶ - فصل ۶ - ۷ فقرې.