محمد اسلم خان کمالي

محمد اسلم خان کمالي (زوکړه د ۱۸۸۶ زېږدي کال د جولای ۱۳، مردان - مړینه د ۱۹۶۲ زېږدي کال د نومبر ۲۳، مردان) د لوی افغانستان د پښتو ژبې شاعر او لیکوال وو.

مخينه سمول

ارواښاد محمد اسلم خان کمالي د ۱۸۸۶ ز کال د جولای پر ۱۳ نېټه د مردان د بره خانخېلو د کمالزو په درنه کورنۍ کې د سردار خان کره زيږېدلی وو. هغه لوړې زده کړې د ايډورډ کالج کې ترسره کړې.

محمد اسلم خان کمالي د پښتو، عربۍ، پاړسي انگريزۍ، فراسي ژبو په ليک لوست او ويلو کې ډيره پوهېده او په فراسي ژبه کې خو يې د هيگو انسټيټيوټ نه بری ليک (ډيپلوم) هم اخستی وو. سبربېره پر دې، هغه په ديني علومو هم پوهېده. کمالي د لندن، جرمني او هند ته سفرونه هم کړي ول. ويل کېږي چې محمد اسلم خان کمالي په لندن کې د پښتو ژبې پروفېسر هم پاتې شوی وو. ارواښاد کمالي د پښتو ژبې نوميالی شاعر او ليکوال وو. لکه څنگه چې هغه د کمالزو له کورنۍ سره اړوندي (تعلق) درلود، نو پر دې بنسټ يې د ځان لپاره د کمالي لنډنوم (تخلص)خوښ کړی وو او په ادبي نړۍ کې يې د کمالي په نوم اوڅارتيا موندلی وه.

د محمد اسلم خان کمالي شاعري سمول

شاعر کمالي په خپلو شعرونو کې په ډېره ښکلې او ساده ژبه کې د حسن و عشق، قيصې، سياسي، قومي، او ټولنيزې غوښتنې بيان کړې دي. د هغه په شاعرۍ کې ورځنۍ ترسکونې او محاورې هم موندل کېږي. ځنې مترنم بحرونه هم د کمالي صيب د شاعرۍ کمال دی.

د شعر بېلگې یې سمول

محمد اسلم خان کمالي د پښتنو د بې اتفاقي او بدحالي په(ولې) نظم کې داسې ژړلې ده:

منتشر قوم د پښتون پروت دې په ذلت کې ولې - ټولې دنيا کې پسمانده دی اخوت کې ولې

د انسان قدر په تهذيب او تمدن باندې شي - پښتون دې خوښ په افتراق او په وحشت کې ولې

د يار حسن سرخط سره داس ليکي - چې تشبيه له مې گلاب ته وکتل

ګلاب لاس په دواړو غوږو کيښودل - راته يې ووې ولې ما رسوا کوې ته

ګران دې ستا ديار د مخ هسې کيدل - چې په سترگو يې نظر د نرگس پريوت

سر يې ښکته کړو له شرم و له خجل - چې نگهت يې د گلشن لور ته رخ وکړو

په هر گل راغې هيبت او لړزيدل - قد قامت يې چې په باغ کې سروو وليد

يو په يو په ځمکه کې ننوتل - اعلی لب يې فالوده ده د دمشق

له عنابه يې رنگ زيات دی يو په سل - خرامان چې وليدی شي په گلگشت کې

له درې زرکانو هېر کړي د تلو چل - نزاکت او نفاست يې بې عديل دی

نه پوهېږم په څه ورکړمه مثل - سر تر پايه مجسم ناز کرشمه دی

هميشه ترې حسن کاندې پټېدل - د اشنا اوصاف يې نه راځي شماره کې

کمالي يې که د شمار سعي کا تل

مدني اکر سمول

د کمالي صيب نارينه اولاد نه وو؛ هغه دوې لوڼې درلودې، چې يوه لور يې سعيده شعاع نوميده او د خپل پلار په شان عالمه، فاضله ميرمن او د پښتو ژبې شاعره وه.

مړينه سمول

ارواښاد محمد اسلم خان کمالي د ۱۹۶۲ ز کال د نومبر پر ۲۳ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او په مردان کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.

ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- منتخبات کمالي (شعري ټولگه)، د ۱۹۵۷ زېږدي کال چاپ.

۲- کليات کمالي.

د ارواښاد محمد اسلم خان کمالي د شاعرۍ دوې ټولگې د « منتخبات کمالي » او « کليات کمالي » په نومونو سره چاپ شوې دي. د منتخبات کمالي يوه چاپي نسخه د شاعر او ليکوال ميا وکيل شاه فقيرخېل په کتابتون کې پرته ده. دا کتاب ۲۲۲ مخه لري او په دولسو څپرکيو وېشل شوی، چې پر حمدونو، نعتونو، مناجاتو، پښتني ملي او ادبي نظمونو سربېره، پند او نصحت، مينه، حسن او جمال نه ډک غزلونه او رباعيانې يې پکې ليکلي دي چې د ليکلو نېټه، ځای او مهال يې هم ورسره ليکلی دی. دا کتاب پر ۱۹۵۷ زېږدي کال چاپ شوی دی.


اخځليک سمول

۱- د شاعر او ليکوال ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه. ‎