ميا وکيل شاه فقيرخېل

ميا وکيل شاه فقيرخېل (زوکړه ۱۹۵۷ زېږدي کال د فبرورۍ ۱۴، (۱۳۳۶ لمريز لېږدي کال) پښتونخوا مردان) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او شاعر دی.

مخينه سمول

مياوکيل شاه فقيرخېل د گلرنگ شاه فقيرخېل زوى، د ١٩٥٧ زيږدي کال د فبرورۍ د مياشتې پر ١٤ نېټه د پښتونخوا د مردان په ساول ډهیر نومې کلي کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستې دي. نوموړي په پېښور پوهنتون کې زده کړې کړې دي او اوسمهال د مردان په پوسټ آفيس کې سرکاري دنده لري.

ښاغلي مياوکيل شاه فقيرخېل د کورنۍ او نسب له پلوه د ستر خوشال په کورنۍ پورې اړه لري. ميا وکيل شاه فقيرخېل خپله د نسب آره (ونه) په اتم پښت کې د خوشال بابا د مشر ورور جمیل بیگ، جميل خان (جمال خان) ته، چې يو روحاني شخصيت وو، رسوي او وايې چې د جميل خان (جمال خان) د مشر زوى محمد صديق په لمسيانو کې راځي. جمال خان هم د خپل ورور خوشال خان په څير د خپل ټبر (قبيلې) مشر او سردار وو، خو کله چې له شيخ کستير گل نه، چې په کاکا صاحب خټک سره يې شهرت درلود، د ولايت پوړۍ (درجه) تر لاسه کړه، نو کاکا صاحب ورته د فقير نوم غوره کړ او تر دې وروسته په همدې نامه سره اوڅار شو.

جمال خان (فقير بابا) يو ډير ستر عالم، صوفي، د چشتيه او سهرورديه طريقو له لارويانو او پيروانو څخه وو. نوموړى پر ١١١٦ سپوږميز لېږدي کال مړ شوى دى. هغه شاعر او ليکوال هم وو. د پارسي قلمي نسخې يې تذکرة الاوليا او نور (محمد صلی الله علیه واله وسلم) يې د پېښور په پښتو اکيډيمۍ کې شته دي. بله قلمي نسخه يې د کابل په ملي ارشيف کې خوندي ده چې تذکره شيخ رحمکار نومېږي. همدارنگه د ده بل سجاده نشين او مريد، چې محمد صديق نومېږي، لوى شاعر او عالم وو چې شعري ديوان يې د صديق ديوان په نامه د افغانستان د پښتو ټولنې له خوا په کابل کې چاپ شوى دى.

د ښاغلي ميا وکيل شاه فقيرخېل کورنۍ ته د جميل خان (جمال خان)، چې په فقير بابا سره يې شهرت درلود، د نامه له کبله فقيرخېل مياگان وايې.

ميا وکيل شاه وايې، د پښتو ادب او تاريخ سره د ده مينه د هغه ستر او دروند ليکوال ارواښاد ميا فردوس شاه فقير خېل برکت دى، چې د فقيرخېلو آره (ونه) يې ترتيب کړې وه او د ميا شمس الدين مناقب فقير جميل يې چاپ کړي دي او ستر کار يې کړى دى.

په پوهنغونډو (سیمینارونو) کې برخه اخیستل سمول

ښاغلي ميا وکيل شاه فقيرخېل په ځينو علمي سيمينارونو کې گډون کړى دى او هم يې خپلې مقالې پکې لوستلې دي چې دلته وړاندې کېږي:

  • د افغانستان په جلال اباد ښار کې د ښاغلي زلمي هېوادمل په وياړ جوړ شوي سيمينار کې.
  • په جلال اباد کې د ښاغلي ډاکټر عبدالروف رفیقي په وياړ جوړ شوي سيمينار کې مقاله اورولې.
  • په ۲۰۱۵ ز کال کې د پښتو اکيډمۍ کوټه په نړيوال سيمينار کې په پښتو ادب کې د څېړنې عصري تقاضې په عنوان سره مقاله اورولې.
  • په جلال اباد کې د ختيزو سيمو د ژورنالسټانو د انجمن د گولډن جوبلي سيمينار کې د نوموړي محقق ډاکټر لال پاچا ازمون په سفرنامو مقاله اورولې.
  • د ۲۰۱۸ ز کال په ډيسبر کې د علومو اکيډمۍ کابل له خوا د نابغه خوشال په نړيوال سيمينار کې گډون کړی.
  • په لغمان کې د لغمان فرهنگي مرکز له خوا په مختلفو سيمينارونو کې يې گډون کړی، مقالې يې اورولې او د مشر ميلمه په حيث يې هم شرکت کړی دی.
  • په کابل کې پرې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا په مياوکيل شاه فقيرخېل او نامتو انقلابي شاعر رحمت شاه سائل يو ورځنې سيمينار شوی.

اړينه ده وويل شي چې ميا وکيل شا فقيرخېل يو لوى ځاني کتابتون هم لري، چې د ۱۰۰۰۰ لس زره په شااوخوا کې ډول ډول علمي کتابونه په پښتو،اردو، پاړسي او انگريزي ژبو پکې خوندي دي. په دغه کتابتون کې ډيرې قيمتي قلمي نسخې هم خوندي دي.

د شعر بېلگې یې سمول

انتظار او تورې شپې دي ځکه ژاړم - د دروغو دې وعدې دي ځکه ژاړم

ته به څنگه زما خواله اشنا راشي - زمونږ منځ کې فاصلې دي ځکه ژاړم

خدای دې خېر کړي علامې بدلې ښکاري - د اسمان لمنې سرې دي ځکه ژاړم

دا په تا چې څه تېريږي زه خبر يم - دا زما د ژوند قيصي دي ځکه ژاړم

هغه لاړل چې پښتو به يې ژړله - اوس ولاړې پرې خازي دي ځکه ژاړم

ما وې ډکه به جولۍ د مينې راوړم - راته بندې ستا کوڅې دي ځکه ژاړم

په ژړا ژړا کې ووې وکيل شاه ته - ستا غمونه اندېښنې دي ځکه ژاړم

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

١- د تحقيق په رڼا کې.

٢-د ميا حمدالله فقير خيل ديوان.

٣- خدمتگار د فقيرخېل په کتبخانه(کتابتون) کې.

۴- د احمد بن طالب کليات.

۵- د معاذالدين خټک ديوان.

۶- د صديق ديوان.

۷- د کامگار خان خټک کليات.

۸- د سکندر خان خټک کليات.

ناچاپ کتابونه يې سمول

۱- تذکره جمال خان (فقير بابا).

٢– د تاريخ څو پاڼې.

٣- د جمال د بڼ گلونه (تذکره).

۴- د پښتونستان د تصور گمنام خالق.

۵- د پښتو منظوم داستاني ادبيات.

۶- د امام الدين قيصه جمجمه.

۷- د ميا تجمل شاه فقيرخېل منظوم طبي لغت.

۸- د ميا محمد سعيد د بنگال او اسام منظومه سفرنامه.

د ميا صاحب نورې څېړنيزې ليکنې د پاکستان، پښتونخوا او افغانستان په لاندېنيو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي:

١ - د کراچۍ په پلوشه کې.

٢- د کراچۍ په جرس کې.

٣- د کراچۍ په روشن اخبار کې.

٤- د پېښور پوهنتون په پښتو مجله کې.

٥- د پېښور په درې مياشتينۍ تاتره کې.

٦- د مردان په گلبڼ مجله کې.

٧- د افغانستان په ننگرهار مجله کې.

٨- د افغانستان په ژوندون مجله کې.

٩- د خانه ايران په پیغام اشنا مجله کې.

١٠- د کوټې په هېواد ورځپاڼه کې.

١١- د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې.

١٣- د مردان په ننگ ناموس مجله کې.

١٤- د مردان په پاڅون کې.

۱۵- د زلمي هېوادمل په ادارت شمشاد مجله کې.

۱۶- له ننگرهاره د عبدالله بختانی خدمتگار په اداره ننگرهار مجله کې.

۱۷- د نوميالي شاعر ارواښاد عبدالطيف وهمي په پښتو اوونيزه مهالنۍ غازي کې.

۱۸- د اديب شاعر سردار خان فنا په پښتو اونيزه مهالنۍ امن کې.

اخځليک سمول

۱- د ليکوال لطيف ياد قېسبوک پاڼه.

۲- ليکوال او شاعر مياوکيل شاه فقيرخېل خپل ژوندليک د پښتو برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته رااستولی وو. ‎