جمیل بیگ (زوکړه؟ - مړینه ۱۱۱۶ سپوږميز کال) يا جميل خان خټک د پښتو ژبې ليکوال، د ستر، نابغه شاعر او ليکوال خوشال خان خټک سکنی او کشری ورور دی.

مخينه سمول

جمیل بیگ د شهباز خان زوی او د پښتو ژبې د ستر شاعر خوشال بابا سکنی او کشری ورور دی. هغه د فقیر جمیل بیگ او میا جمیل په نامه سره هم مشهور دی. خوشال بابا په خپلو شعرونو کې د ده ستاینه کړې ده او په خپلې یوه بوللـه (قصیدې) کې یې، چې په ۱۰۸۰ لیږدي سپوږميز کال کې یې لیکلې ده، داسې وایي:

یو مې سکه ورور دی چې حق لاره یې نیولې- دوه ورونه مې نور دي یو په غم دریم بې غمه

د افضل خان خټک په تاریخ مرصع کې راغلي دي، کله چې د ده پلار شهباز خان شهید شو، جمیل بیگ هم ټپي شوی وو، نو له خپل ورور سره په اس سور شو، د خپل پلار د وینو بدل یې واخیست او تر هغې وروسته یې فقیري غوره کړه.

فقیر جمیل بیگ د کاکا صاحب شیخ رحمکار مرید وو. د کاکا صاحب خاورو ته سپارلو په وخت کې خوشال بابا او فقیر جمیل بیگ د هغه جسد قبر ته ورکوز کړ او په دې وخت کې فقیر جمیل بیگ د شیخ رحمکار په اړوند لاندینۍ لنډۍ (ټپه) وویله:

په بوی دې ټول عالم خوشبوی شو - اصلي چندڼه په تا پريوتل گردونه

په هغه دره کې چې دی اوسېده، یو جومات او یوه حجره یې جوړه کړې وه او په دغه حجره کې قرآن کریم او د فقهې کتابونه هم ایښودل شوي وو. که څه هم دی د شیخ رحمکار مرید وو، نو ده خپله هم ډیر مریدان درلودل چې له مریدانو نه یې یو هم شیخ یحیی دی چې په (حضرت جي اټکي) سره مشهور دی.

تاریخ مرصع لیکي: «جمیل بیگ به په وخت د مستۍ کې داریا او دف واهه او سندرې او سماع به یې کولې.» عبدالقادر خان خټک د فقیر جمیل بیگ د مستۍ، شور او جذبې داسې ستاینه کړې ده:

په خلفاوو کې یې مست فقیر جمیل و - صاحب حال و مستانه یې قال وقیل و

ابراهیم غوندې خاني میري یې پریښوه - په اختیار یې فقیرۍ ته غاړه کیښوه

فقیر جمیل بیگ د مستۍ او جذبې په وخت کې ځینې منظومې ټوټې هم ویلې دي چې یوه بیلگه یې قاضي میر احمد شاه په تحفة الا ولیاء کې راخیستي ده:

په دې خوړ کې سره او سپین انبار انبار دي - فقیر نه اخلي او نه یې څه په کار دي

ليکلي نښيرونه يې سمول

شیخ جمیل بیگ چې یو فقیر، صوفي او عرفاني شخصیت و په عرفان او تصوف کې یې ډیر کتابونه کښلي دي چې د ځینونومونه یې دادي:

۱- تذکرة الا ولیاء

۲- نور محمدیه

۳- خلاصة الطالبین

۴- شمس العارفین

۵- اسرار العاشقین

۶- زبدة السالکین

۷- تحفة المقربین

۸- قدوة العارفین

فقیر جمیل بیگ (تذکره شیخ رحمکار) په پاړسي ژبه لیکلی دی چې خطي نسخې یې د کابل په ملي ارشیف کې شته چې په ۱۳۶۵ لمريز لېږدي کال کې په کابل کې چاپ شوې او ښاغلي اسدالله شعور پرې په پاړسي ژبه سریزه کښلې ده.

مړينه او ارامځای سمول

د فقیر جمیل بیگ مزار د پښتونخوا د خټکو د سیمې نوښار ته نږدې دی او د ده د مزار پر ډبره لیکل شوي دي چې نوموړی په ۱۱۱۶ لېږدي سپوږميز کال کې مړ شوی دی. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

اخځليک سمول

۱-خوشال خان خټک او د ده ادبي مکتب، د ډاکټر عارف عثمان تالیف د۱۳۶۴ کال چاپ، کابل.

۲- د خوشحال خان خټک سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغیزې، د سر محقق واجد تالیف، ۱۳۸۳ کال، د کابل چاپ.

۳- د خوشال بابا پیر او مرشد حضرت شیخ رحمکار (کاکا صاحب) رحمة الله علیه، ډاکټر لطیف یاد.

۴- خوشال خان خټک، د ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند تالیف، د ډاکټر لطیف یاد ژباړه، د پېښور چاپ.

۵- د ليکوال ډاکتر لطيف یاد فېسبوکپاڼه.