عبدالقادر خان خټک

عبدالقادر خان خټک (زوکړه ۱۰۶۳ سپوږميز لېږدي کال -مړینه ۱۱۲۸ س ل کال) د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی شاعر، ليکوال، ژباړن او د خوشحال خان په زامنو کې تر اشرف خان هجري وروسته دويم زوی دی.

عبدالقادر خان خټک


مخینه

عبدالقادر خان خټک هم د (۴۷) کالو په عمر کې داسې شعرونه وویل، چې د هغه په اندازه هم ډیر کم شاعران پیدا کېږي او د خپل پلار پیروي یې وکړه. هغه د نقشبنديه طریقې له پیروانو څخه وو او د تصوف څلور طریقې یې تیرې کړې وې. د هغه په شعرونو کې د تصوف څرک په څرگند ډول لیدلی شو او د عشقي شعرونو تر څنگ یې د اتلولۍ د تورې او زړورتوب روحیه په ښکاره غبرگون مومي. عبدالقادر خان خټک هغه شاعر دی چې ظلم یې غندلی، محکوم کړی او د هغه پر ضد یې شعرونه ویلي؛ ټولنيزه برخه یې په څومره ښکلي انداز کې راوړې، لکه چې وایې:

ځوانمرد هغه دی لــــــــــکه شمع

د ځان په سوزولو مجلس کـــــا جمع

عبدالقادرخان خټک (۱۰۶۳- ۱۱۲۸ ل س) د خوشال خان خټک د ادبي بڼ دويم خوږ ژبی بلبل دی. خوشال خان د هغه د زیږدنې کال له کلمې څخه راایستلی، په دې مانا چې عبدالقادرخان د ‍۱۰۶۳ لېږديز سپوږميز کال د لوی اختر د میاشتې پر ۲۵ (پېنځه ویشتمه) زیږیدلی دی. عبدالقادرخټک د خوشال خان د ادبي کورنۍ د ښوونې او روزنې نه پوره برخه اخیستې ده. د عبدالقادر له اثارو دا جوتۍږي چې نوموړی لوی عالم او د شاعرانو په لومړي کتار کې شمېرل کېږي. همدا ډول هغه د دیوان له شعرونو څخه دا هم مالومېږي چې هغه په هندي، عربي او پارسي ژبو ښه پوهیده، ځکه چې هغه په خپلو شعرونو کې د قافیې د برابرولو لپاره د دغو ژبو له ويیونو (کلماتو) کار اخیستی دی.

سربېره پر دې، عبدالقادر خان د شاعرۍ تر څنگ د لیکوالۍ او ژباړې پوره استعداد درلود. لکه څنگه چې ورښانه ده، د روښانیانو او خوشالانو غورځنگونو په پښتنو کې په شعوري توگه سیاسي بیداري راپیدا کړه، قومونه او ولس یې خپل ملي او کلتوري گټو ته راوبلل. په دغه وخت کې عبدالقادر خان خټک هم په دغه چاپیریال کې ژوند کاوه او د خپلو خیالاتو او جذباتو څخه یې خپل قوم ته په شعوري توگه خدمت وکړ. دغه وخت چا د تورې، چا د قلم په مټ خپله ملي هاند و هڅه (مبارزه) د ځمکواکو (فیوډالو) مغولو پر ضد پر مخ بیوله او د ښکېلاک له جغ نه د ازادولو پر لور هڅې روانې وې چې د هغوی په رڼا کې سړی کولای شي د هغه د ټولنيز او سیاسي ژوند اړخونو باندې و غږیږي.

عبدالقادر خان خټک د پوهانو له ليده

د خټکو له سرسري تاریخه دا څرگندیږي چې عبدالقادر نه یوازې شاعر، بلکې د خپل ننگیالي پلار او وروڼو غوندي د قلم په څنگ کې د تورې خاوند هم وو. اوڅار ختیځپوه انگریز میجر راورټي د عبدالقادر په اړه داسې لیکي: «عبدالقادر د تورې هم دومره مېړنی وو لکه د قلم او شاعرۍ چې وو. دا هغه شاعر دی چې د پېښور ضلعي د مغولي ښار څخه د نوښار گیلا د درژ میلتو څخه وروسته ونیول او ۳۰۰۰ مغول یې مات کړل... همدارنگه عبدالقادر له خپل پلار سره د کال ۱۰۸۵ د گنبت په جگړه کې د حکومت پر ضد له شیر محمد بنگښ سره جنگیدلی دی. په دې جگړه کې عبدالقادر خان ټپي شو او ډیر خلکو ته زیان ورواوښت. دغه پېښې ته خوشال خان داسې نغوته (اشاره) کړی ده»:

ښه ځوانان چې د گنبت په میدان ومړ - د هر ځوان په زړه کې ننگ افغاني ده

همگي ځوانان زما د زړه ارمان دی - پکښې بیله د عبدل تانده ځواني ده

د غلیم سره په اس غاړه غړۍ شو - د عبدل په مړنتوب بخره کاندې ده


رواړتي بل ځای کې لیکي: «عبدالقادر د بنگښو ښه شهرت بیامند. سره د دې چې ژوبل شو، خو بیا یې هم فتح وکړه او دغه بری د هغه په نامه یاد کړای شو.»

د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک د عبدالقادر خان خټک په اړه د نواب محمد اندړ له خولې روایت داسې نقل کړی دی: «د خوشال بیگ خټک تر مرگ وروسته عبدالقادر په ۱۱۱۳ هـ س کابل ته د خټکو د قوم لخوا تللی او د کاروانونو د تېرېدلو خبرې د بنگښو پر خوا کړې دي. عبدالقادر غښتلی او گړندی ځوان وو، د خټکو خانان یې تابع وو.» د پټې خزانې ليکوال زیاتوي: «نواب محمد اندړ له کابل څخه له سلو غزلو سره کندهار ته راغلی وو. عبدالقادر په خپله د کابل یادونه داسې کوي:

له خپله بخته و چا ته زاړ کړو - د چرخ ناسزا یې و چاته شمار کړو

له ښکلیو ډک دی د کابل شهر - هومره څه نشته چې یو ترې یار کړو

د عبدالقادر د شعر او شاعرۍ په اړه ځینو شاعرانو او لیکوالانو خپل الواکونه (نظریې) څرگندې کړې دي. په دې ډول اشرف خان هجري یې بحر بولي:

قادرخان که بحر بولم دروغ نه دی - چې فکر د اصلی دره مصدر دی

سعید خټک پخپل دیوان کې د عبدالقادر یادونه داسې کړې ده:

د حلوا يې خبیص لږ دی پخوني هم اکل نان پزان اکل یې ډیر دی دا پټ ندی د عاقل دلته یو عبدالقادر دی د خبیص حلوا مايل پير محمد کاکړ: د عبدالقادر او د شرف خان د شهر په کالب کې، رنگین او سوځونکي بللی دی.

بیا رنگ شعر بیان عبدالقادر کړ - د اشرف دی هم تر ده نه سوزان شعر

قاسم علي خان اپريدي د نورو سترو شاعرانو په ډله کې د عبدالقادر یادونه کړې ده:

تیر شو وخت د رمان اوس دی زما - که دولت و که خوشحال و که میزا

میرعلی عبدالقادر که سکندر و - که اشرت که ارزني، مخلص جدا

استاد عبدالحی حبيبي د عبدالقادر خان خټک د دیوان په سریزه کې داسې ليکي: «عبدالقادر د شعر او ادب د صنایعو او بدایعوو په ادا کې ښه استاد دی او په کلام کې يې لومړی مزيت دا دی چې پيچلي مضامین په ساده گۍ او سلاست سره ادا کوي، او په شعر کې يې د ژوندانه ټول اړخونه مومدل کیږي.»

استاد صدیق الله رښتین د پښتو ادب تاریخ کې د دغه لوی شاعر په اړه داسې لیکي: «عبدالقادر یو خوږ ژبی او نقطه سنح شاعر وو؛ هغه عشقي، تصوفي، اخلاقي او اجتماعي اشعار ویلي دي، خو په شعر کې يې د تصوف رنگ غالب دی. شعر یې ساده او خوږ دی.»

دوست محمد خان کامل مومند هم د عبدالقادر د شاعرۍ ځینې خصوصیات په گوته کړي او وایې: «عبدالقادر د خپل ستر پلار خوشال خان شاگرد او د شاعرۍ ټول ډولونه لکه: غزل، مثنوي، قصیده، رباعي، قطعه او... په خپل اشعارو رانغښتي دي.»

همېش خليل د عبدالقادر د دیوان په سریزه کې داسې یادونه کړې: «عبدالقادر د خپل دور د شاعرانو په لومړي سبک کې د داسې یو مقام څښتن دی چې نن یې موږ په ډیر فخر او ویاړ سره یادولی شو او د هغه شاعري یو منل شوی حقیقت دی، ډیر شاعران او څېړونکي د هغه په جامعیت یوه خوله دي.»

دیوان

د عبدالقادر خان حټک دیوان لومړی ځل پر ۱۹۳۸ ز کال په کندهار کې د استاد حبیبي په سریزه او سمونه چاپ شوی دی. دويم ځل په پېښور کې د همیش خلیل لخوا په ۱۹۶۷ ع. کال کې چاپ شوی دی. درېیم ځل په ۱۹۶۹ ز کال کې د انورالحق په زیار د چاپ میدان ته راوتلی دی. څلورم ځل پر ۱۹۷۲ ز کال په پېښور کې بیا چاپ شوی. په دیوان کې ۲۶۹ غزلي، ۲۳۳ څلوریزي، او ۱۱ بوللې راغلې دي. پېنځم ځل د پروفیسور پروفیسر جهانزیب نیاز له خوا پر ۲۰۰۲ ز کال چاپ شوی دی.

گلدسته

دغه اثر د سعدی د (گلستان) کټ مټ پښتو ژباړه ده چې په خوږ او روان نثر یې ليکلې او د گلدستې نوم يې ورکړی دی. دغه ژباړه پر ۱۱۲۶ هـ کال پای ته رسېدلې ده. گلدسته پر ۱۹۶۱ هـ کال په پېښور کې چاپ شوې ده.

یوسف او زلیخا

دا کتاب د جامي له پارسي مثنوي څخه، چې هغه هم له عربي څخه په نظم اړولې او بیا په پښتو خفیف بحر ترجمه شوې او د اورنگ زیب په وخت کې په ۱۱۱۲ هـ کال نظم شوی دی. عبدالقادر د یوسف زلیخا په پای کې داسې ویلي دي:

په خفیف بحر ویلی - کل دقت ځنې وتلی

چې خفیف بحر شرین کا - هغه کس سحر مین کا

ما شیرین بخر خفیف کړ - بې جوابه مې حریف کړ

د یوسف زلیخا کيسه لومړی ځل پر ۱۸۷۱ ز کال، دويم ځل پر ۱۸۸۰ ز کال د ډیلي په یوسفي چاپخونه کې چاپ شوې ده. درېیم ځل پر ۱۸۹۷ ز کال د کابل په دارالسلطنه چاپځای کې او څلورم ځل پر ۱۹۲۲ ز کال په لاهور کې چاپ شوې ده. د یوسف او زلیخا له کيسې څخه پروفیسور ډورن په خپل نښير (د پښتو منتخبات) او راوړتي په خپل اثر (گلشن روه) کې خوښونې رانقل کړې دي.

حدیقه خټک

دا نښير پر ۱۱۱۰ هـ کال په نظم لیکل شوی دی. د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک د (خټکو حدیقه) کتاب په نظم لیکل شوې بڼه پر ۱۱۴۰ هـ کال د پښتونستان په ډېره اسماعيل خان کې لیدلی دی. دا کتاب پر ۱۹۶۹ ز کال د سید انورالحق په سریزه او زیار په پېښور کې چاپ شوی دی.

نصیحت نامه

دا اثر هم منظوم دی او د تجنیس صنعت په اساس د دوه ييزې (مثنوي) په فورم کې لیکل شوی دی. د دغه نښير یوازې پېنځه بیتونه میندل شوي او د استاد حبیبي له خوا د عبدالقادر خان په دیوان کې ورزيات شوي او چاپ شوي دي.

د بردې بولـلې ژباړه

دا د عربي مشهور قصیدي ژباړه ده. د بردې بوللـه (قصیده) پز ۱۳۴۵ هـ کال په لاهور کې چاپ شوې او په ۱۳۵۳ هـ کال په پيښور کې هم له چاپه راوتلې ده.

څلویښت حدیثه

دغه اثر له یوې پنځه سوه بیتیزې مجموعي څخه عبارت دی چې د څلويښتو حدیثونو ژباړه ده. په دغه اثر کې دیني او اجتماعي مسایل راغونډ شوي دي.

د عبدالقادر د شعرونو بېلابېل اړخونه: د عبدالقادر د دیوان له څېړنې دا څرگندیږي چې هغه یو خوږ ژبی او روان شاعر دی. دی د روانۍ او اسانۍ په سبک کې د رحمان بابا د ښوونخي ملگری دی او ادبي استعارو او نورو رنگینیو کې د خپل پلار د پوهنځي شاگرد دی. هغه ليکي:

هر غزل مې مبرا دی له تکلیفه - په ساده پښتو ویل شیرین کلام یم

د عبدالقادر په اشعارو کې هغه عشقي، ټولنیز، اخلاقي، سیاسي او تصوفي مسایل لیدل کېږي چې په ټولنه کې شته دي.

عشقي: عبدالقادر په عشقي مسایلو کې ډیرې چیغې او نارې سورې وهلې او د رښتونې عشق د ژوندانه د ټولو څانگو اساسي بنسټ گڼي:

ستا په زلفو کې هرگوره زړه پریشان شو - مسلمان دې نه کا خدای په هندوبار گډ

سرو لبانو یې قیمت د لعلو کم کړ - سپینو غاښو یې بې اب گوهر هم لا

یار مې تله د باغ په لور کاندي پوهیږم - کل په حسن ځینې پور کاندي پوهیږم

ډیر هوښیار به لیوني کاندي پوهیږم - کرشمې د پریوارې بې څه نه دي

ښه چې ژبه دې قلم شوه په مجلس کې - شمعي تا چې د خپل سوز قصه ویله

ساقي مې چې راکوې په قهقه خانده - زده کړه دا د صراحیو له قلقله

له مستۍ مې ښیښه پرېوته له لاسه - ساقي قهر راته مه کوه ځواني ده

مخ لکه افتاب د خپل مین ته ځلوه - زړونو د غمازو لکه موم پرې ویلوه

زور د غاښو مکړه مخ یې صاف تر ایینه دی - زخم به پرې وشي په ورو ورو یې ښکلوه


د عبدالقادر د شعر ټولنيز اړخ

عبدالقادر د یوې ټولنې په برخه کې داسې نظر لري او وایي چې نیکمرغي د هغه چا په برخه ده چې د نورو په زیان کې خپله گټه ونه لټوي، او د نورو لپاره بله شمع شي.


د خټک د شعر سبک

عبدالقادر خان د خوشال خان د ادبي مکتب شاگرد او پيرو وو، خو په کلام کې يې د تصوف او زهد رنگ زيات ليدل کېږي. د هغه کلام له لفظي او معنوي تعقيد څخه خالي دى، د هر ډول تخيل پر ادا کولو مقتدر دى، هر ډول پېچلي او مشکل مضامين يې په ډېره ساده او سليسه پيرايه ادا کړي دي. تمثيلونه يې طبيعي او مثبت دي، د ادبي صنايعو په کارونه کې يې کلام پېچلی کېږي نه او خپل سلاست له لاسه نه ورکوي. د طباق صنعت يې څومره ښه راوړى دى:

چې يې تللم په خندا خندا ديدار ته - اوس يې درومم په ژړا ژړا مزار ته

هر سحر سترگې د گل په اوښکو ډکې - په دا باغ کې بې ژړلو خندا نسته

د تجنيس بېلگه يې

سل زخمه که وخوري ترې به يو څاڅکى پرې نه وزي - هسې رنگ وچه د صورت کا مينه وينه

خوب به يې بدل په بيدارۍ خوشي په وير شي - هر چې يې په زړه کې د دلبرو مينه وينه

د شاعرۍ په فن کې د يو شاعر کمال دا دى چې شعرونه يې پاخه، متين او د مطلب ښه والى پکې ساتل شوى وي. په دې رباعي کې يې د مطلب ټولې ښېگڼې ساتلې دي:

باران ورېږي څڅواکى څاڅي - نسيم راوالوت سنبل پرې ناڅي

اسباب د عيش واړه موجود دی - ساقي ته گورو که دى راپاڅي

اندونه (افکار) يې

د عبدالقادر خان په آثارو کې پر عشقي شعرونو سربېره، اخلاقي او ټولنيز مضامين هم شتتون لري. خټک د تصوف په نړۍ کې استادانه افکار لري، ځکه چې هغه په کړن کې په اجتماع کې ورگډ وو، په عرفان او تصوف کې د شيخ سعدي لاهوري معتقد وو.د ساري په توگه په لاندنيو بيتونو کې د قدرت د جمال تماشا په څه صراحت او سلاست ښيي:

دلبر مخ راته ښيي په هر آئين کې - که په تور کې جلوه گر شي که په سپين کې

که په زلفو کې ځاى وکا زړه راکاږي - که په سترگو په رخسار او په جبين کې

په څراغ کې تجلي وکا پتنگ ته - بلبلانو ته ښکاره شي په نسرين کې

په هر څه کې گوره يار عبدالقادره - که دې نشته شک گومان پخپل يقين کې


د شعر بېلگه يې

په ښوره مځکه کې کله زراعت شي - د امېد تخم هرگز پرې ضايع مه کړه

له بدانو سره ښه بدي له ښو شي - دا وينا ده و هر چا وته کره

عاقبت به د حرمان ورغوي ژوي - يو زمان دې بدان نه شي چا کره

خر که هر څو بې تمېز دى - چې بار وړي هسې عزيز دى

اوښ غڅکى چې باربردار وي - له ظالمه بزرگوار وي

دد چې ومري ترې ددي ځي - دى و دوزخ ته په بدي ځي

چې قانع په يوه څاڅکي - شو صدف قيمتي گوهر يې ځي


مړينه

چاپ شوي نښيرونه يې

عبدالقادر خان تر ۶۰ شپیتو زیات نښيرونه کښلي، خو پرته د شپږو او د معما څخه د نورو اثارو نومونه اوس چاته نه دي معلوم. د عبدالقادر خټک هغه اثرونه چې د زماني د سیلاب څخه خوندي پاتې او چاپ شوي دي او موږ ته معلوم دي، هغه دا دې:


۱- دیوان، د ۱۹۳۸ ز کال لومړی چاب، کندهار.

۲- گلدسته.

۳- یوسف او زلیخا.

۴- حدیقه ی خټک.

۵- نصیحت نامه.

۶- د بردې بوللې (قصیدې) ژباړه.

۷- څلويښت حدیثونه.


اخځليک