صدیق الله رښتین

دپوهاندصديق الله((رښتين))لنډه پېژندنه:

سمول

ښاعلى پوهاندصديق الله ((رښتين)) دمرحوم مولوي تاج محمد زوى په خټه سلېمان خيل دپښتو ژبې پوخ ليکوال اونامتو شاعر په [١٢٩٨ه ش] کال دمومندودسيمې په سره کمر [غازي اباد]کې زيږ يدلى دى . دده دژوند زياته برخه دپښتو ژبې په ادبي څېړنو او علمي پلټنو کې تېر شوى اوپه پښتو اوپښتنولۍ رښتين مين او صادق خدمتګار دى په تېره بيادپښتوژبې په ګرامر اوفقه اللغه [فلا لو جي ]کې ښه لوى لاس لري اوداستاذۍ مرتبې ته رسېدلى دى . دښاعلي ((رښتين ))صاحب سره چې څوک پوره اشنانه وي اودزړه نه يې نه پېژني نو دده دظاهري کړو وړو څخه به ورته پوهاند((رښتين )) صاحب يو سخت طبيعته او بې مهره انسان ښکاره شي ،خوتر کومه ځايه چې ورته ځير شې ،ښاعلى ((رښتين )) لکه څومره نا اشنا خلکو ته په ظاهره بې مينې او سخت زړه غوندې سړى ښکار ي په همغه اندازه اشنا يانو ته دپا ک زړه خاوند دى او زړه يې مل؛ملګروته دمينې ځاله ده . دابېله خبره ده که څوک دده دمينې سره مينه ونه لري اويا دده سپېڅلې مينه په مينه استقبال نه کړي ،البته دا خبره رشتيا ده چې ښا على ((رښتين ))دتظاهر طرفدار نه دى ،بلکې غواړي لکه څنګه چې دى هغسې ځان وښايي . لکه څنګه چې استاذ پو هاند صديق الله ((رښتين )) دخپل ژوند نو ر حالات په خپل قلم داسې بيانوي .

زماژوند:

سمول

زما په ژوندانه کې چې ما ته کوم په زړه پورې شى ښکاري هغه زما د تعليم دوره او زما بې اسرې ژوند دى ، زه دشپږو اووکالو له پلاره پاتې شوم ،بې د دوو ماشومانو وروڼو او يوې مورنه په غير مې بل څوک نه لرل ، پلار مې مولوي تاج محمد و،او په مهتمم صاحب مشهور و، دى په پخواني صوبه سر حد کې دټولو اسلامي مدرسو ريس او مهتمم و. د ده تعليمي معيار ډېر اوچت او د انګريزي او عربي ژبو لوى فاضل و ، او په نورو علومو کې يې د ( بي ، اى ) درجه اخېستې وه ، لس کاله يې په هند کې د عربي علومو په زده کړه تېر کړل او په اخر کې ترې د خپل وخت يو زبر دست سياسي عالم ، مبلغ ، مجاهد ، مدرس او زاهد جوړ شو ، زمونږ په نژدې کورنۍ کې نور څوک عالمان او پوهان نه دي تېر شوي يو ازې زما پلار نه وروسته دا سلسله شروع ده ، ده په خپل وخت کې د نورو عالمانو او ملګرو په مرسته ډېر ديني او مذهبي تبليغونه کړي دي او دملک او قام لپاره يې ډېر لوړ خدمتونه کړي دي . زما پلار د مومندو په ( سره کمر ) کې استوګنه لرله او څه زمانه په کمانګو کې اوسيده ، په ازاد سرحد کې هم د ده ديني ، مذهبي او قومي خدمتونه به ترلمر ښکاره وي ، دى بيا د منګلو د بغاوت په کال ( ١٣٠٣ هــ - ش ) چې د ترنګزو حاجي صاحب سره هغلته تللى و ، د غوږ د درد له امله په خوست کې وفات او هم هلته د عسکري چوڼۍ تر څنګه په يوه باغچه کې خاورو ته وسپارل شو . دمو مندو په هغه وچ کړس وطن کې زماغوندې ديو بې اسرې او وړوکي هلک لپاره ژوند تېرول ډېر مشکل و، مګر زمادپښتنې مور غيرت او پوهيا لي پلار روحانيت موږپه دغه وطن کې ټينګ کړو او دوړکوټوالي دوره مې تېره کړه ،البته په دې وخت کې ډېرې سختې او تکليفونه مو ليد ليدي ،مګر هر څه چې دي سخته وي که راحت ټول په سړي تېريږي ،ما قران کريم دحپل پلارنه لوستىو. اود هغه تر وفات وروسته مې نورتعليم په خپل کاله کې له محصو صو استاذانو څخه کړى دى ،زما وروڼو هم په دې وخت کې په سبق لاس پورې کړ او په وطن کې چې هلته تعليم يو نا اشنا نوم دى مونږ کار او شغل دزده کړې نه په غير بل شى نه و ،زمونږ ه مور هم زمونږپه تعليم کې ډېر کو ششونه او زخمتونه تېر کړي دي . اودهغې لويه ارزو يوازې زمونږ تحصيل و ،ما په دغه وطن کې بل څوک مشر نه لاره يوازې مور نه چې هغه هم په کوردننه زما پوره رو زنې او پا لنې ته نه رسېده ،هو ،يوازې قدرت زه تر بيه کړى او روزلى يم ،او کله کله د تر نګزو د حا جي صا حب دشفقت نظر هم زما سره کومک او مر سته کړ ېده . همداوه چې زه دابتدايي تعليم نه وروسته په [١٣١١هـ -]کال د ننګرهار د( هډې )په (نجم المدارس )کې داخل شوم . ددې وخت نه زما د ژوند نوې مر حله شر وع کيږي ،ددې وخت نه وروسته زه له تعليم سره اشنا کېږم او زما طبعي شوق او ذوق په خپل لاس پورې کوي زما طبيعت هيڅکله په هغه محدود تعليم نه بسيا کيده ،بلکې نورې پلټنې به يې هم کولې ، په دې ډول درې کاله ما په ( نجم المدارس ) کې تېر کړل وروسته په [١٣١٥هـ ] کال کې زه کا بل ته راغلم او په عربي دا رالعلوم کې داخل شوم ، په کابل کې زما د معلوماتو داېره ورو ورو پراخه شوه او دعربي تعليم نه پرته نور نوي معلومات مې هم لږ و ډېر پيدا کړ ل. مګر افسوس چې زما عصري تعليمات په صحيح ډول سرته ونه رسيدل ولې چې زما په رسمي تعليم کې دا شيونه و،يوازې زما خصوصي کوشش و ،چې څه نا څه معلومات مې لاس ته را وستل ،په دې باب کې زما لوى استاذ د (( اصلا ح )) اخبار و، زما ټول نوي معلومات ددغه بختور اخبار مر هو دي . زه په دارالعلوم کې استاذانو داخبار له کتلو منع کولم ولې زما طبيعت هيڅکله دې ته غاړه نه کېښوده ،که په پټه به وه او که په ښکاره خو خپل کار به مې کاوه ،دمجلو ،اخبارونو او جريدو سره زما زيات شوق پيداشو او په دغه واسطه زه دنوې دنيا سره اشنا شوم .





دپښتو سره مينه :

سمول

کوم يو بل شى چې زما په ژوند کې د فخر سبب ګڼل کيږي ، هغه زما له پښتو سره علا قه پيدا کيدل دي ،که څه هم زما تعليم ،پالنه ،تربيه ټوله په پاړسي او عربي کې وشوه ،ولې چې دا مرض په هغه وخت کې عام و ،مګر دقدرت رضاوه ،چې په وطن کې دپښتو دژوندي کولو او تر وتج تحريک پيداشو او دپښتو ژبې دپاللو انګازې په هر ځاى کې پورته شوې . په [١٣١٥هـ-ش]کال کې چې زه کابل ته راغلم ،نو په دې وخت کې د پښتو هنګامه توده وه ،زه که څه هم په دې وخت کې متعلم وم مګر بيا هم دپښتو دغه عمومي هنګامې په ما کې هم اثر وکړ او دپښتو کتابونه ،مجلو او اخبارونو سره مې مينه پيدا شوه او په يو نيم شعر ويلو مې شروع وکړه . زما لومړى شعر د [١٣١٦هـ-ش ]کال دجشن په اصلاح کې نشر شو ،تر دې زما علاقه او مينه ورځ په ورځ په زيا تي کيدوکې وه ،پښتو مقالې به مې ليکلې ،ښې به وې که بدې ،چا چاپولې او که نه خو زما زړه به غو ښتل چې دا سلسله ټينګه کړم ،په دې باره کې چې کوم شي ما سره لويه مرسته کړې ده هغه يوازې زما حوصله او سړه سينه وه . اخبارونو ته مې کقالې ورکولې ،زياتې به که چا چاپولې هم نه مګر ما د خپل کار نه لاس نه اخېست او نه په دې خبروزماشوق سړېده ، په دې ډول زه دپښتو سره اشنا شوم او دپښتو د ټولو لارو سره بلد شوم ، د اردو او عربي نه به مې تر جمې کولې او شعرونه به مې هم ويل کوم وخت چې په شعر ويلو مې شروع وکړه ،نو د تخلص خيال هم راته پيدا شو او په ړومبي فکر کې مې (( رښتين ))تخلص غوره کړ . په حقيقت کې دا زما دنا مه پښتو تر جمه ده ،نو ځکه مې دا تخلص خوښ کړ او خلکو په رښتيني وپېژندم هر کله چې زما تعليم ټول په عربي کې و ،نو په عربي کې مې هم پوره لاس درلود، ماځينې عربي مقالې هم ليکلې دي ،چې يوه نيمه يې په اصلاح اودکابل مجله کې نشر شوې ده . که څه هم دا يقيني وه چې که ما دغه لاره ټينګه کړې واى نو په عربي کې به مې ښه لاس پيداکړى واى ،مګر خبره داده چې د پښتو هنګامه غالبه شوه اوزه يې دې خواته راوګرځولم ،دغسې مې په دارالعلوم کې يو اندازه تعليمي دوره پا‌ئې ته ورسوله او بيا په [١٣١٨هـ-ش] کال کې له دارالعلوم څخه ووتلم د متوسطې دورې اعلى درجه شهادتنامه مې واخېسته .په دغه وخت کې څه هم د دارالعلوم د يو فارغ دپاره ټا کلې دا وه ،چې يادې قاضي (مفتي ) شي او يا دې چېرته معلم شي ،مګر د پښتو هغې زياتې مينې چې زما په زړه کې يې ځاى نيولى و، بلې خوا ته پرې نښودم او د پښتو دحدمت خواته يې راوهڅولم ، هغه و چې په همدغه کال د سنبلې په اول تاريخ زه پښتو ټولنې ته راغلم او دلته په ابتدايې عضويت ومنل شوم . پښتو ټولنې ته زه په ډېر شوق او مينه راغلم ولې دا هغه ځاى و ، چې د يو مين او رښتين پښتون ارزوګانې په کې پوره کېدې له دې وخت څخه زما دژوند بله دوره شروع کيږي ، يعنې دپښتو مسلک مې رسميت مومي او دپښتو په خدمت عملاً لاس پورې کوم ما په پښتو ټولنه کې يو کال دابتدا‌‌‌ئې عضويت په توګه کار وکړ ،په دويم کال انتهاي عضوه شوم ، په همدغه کال کې دقواعدودڅانګې مدير شوم ،بيا دپښتو ټولنې معاون شوم . ډېره موده مې په دغه نامه دخپل وس سره دپښتو په علمي خدمت کې برخه واخېسته ،په [١٣٣٠هـ-ش ]کال کې دپښتو ټولنې لوى مدير او بيا ريس وبلل شوم ،پنځه کاله په دغه خال وچلېدم تر څو چې د [ ١٣٣٥هـ-ش ]کال په سر کې مغارف مشاور او د ادبياتو د پو هنځي رسمي استاذ شوم او اوس خپل وخت په استاذۍ تېروم ، په دې شل کاله کې چې ما د پښتو لپاره کوم خدمت کړى اوما غزه مې خوړلي دي ، هغه هر چا ته څر ګند دي ،ما تر اوسه پورې دپښتو په بېلو بېلو موضو عا تو کې لکه ګرا مر ،د ادبياتو تاريخ ،اشتقاق ،تاريخ او نورو کې دېرش واړه او غټ اثار ليکلي دي . چې څه يې چاپ شوي هم دي ،زما د علمي او قلمي اثارو سربېره پر دې دومره موده کې مې تخميناً اته [٨٠٠] مقالې هم ليکلي دي . عمر مې د ا وخت څلويښت کالو په شاوخوا کې دى ، زما د ما مو ريت د دوروپه باره کې که څوک څه معلو ما ت اخيستل غواړي نو په وروسته کر ښو کې به ورته معلوم شي .



ښاغلىاستاذصديق الله (رښتين )خپلودندوته داسې اشاره کوي :

سمول

ښاغلىاستاذ په [١٣١٨هـ -ش] کال کې دادبي انجمن ابتدائي عضوه. په [١٣٢٠هـ ش]کال کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانګې مدير . [١٣٢١هـ ] کې دپکتيادوړانګې دجريدې موسس اولومړى خپروونکى په [١٣٢٢هـ]کې دپښتو داېره المعارف دترجمو دڅانګې امر . [١٣٢٥هـ]کې دمطبوعاتو درياست دنشر ياتو داولې څانګې مدير . [١٣٢٦هـ]کې دفرا دسيستان دجريدې موسس اولومړى خپرونکى . [١٣٢٧هـ]کې دپښتوټولنې عمومي معاون اودپښتوداېره المعارف امر . [١٣٢٩هـ]کې سر بېره پردغو وظيفو دهيواد اخبار چلوونکى . په [١٣٣٠هـ-ش]کال کې دپښتو ټولنې لوى مدير . په [١٣٣١هـ-ش]کې دزېرې د دويمې دورې موسس . په[ ١٣٣٤هـ-ش]کال کې دپښتو ټولنې ريس . [١٣٣٥هـ ش ] کال کې دمعارف دوزارت پښتو مشاور اودادبياتودپوهنځي استاذ . [١٣٣٦هـ ]کې اولې رتبې ته ورسيدم اودماموريت کومه بله رتبه نه وه. ماد[١٣٢٥هـ ش ] کال نه را په دېخوا په مسلسل ډول دادبياتو په پوهنځي کې داستاذۍ وظيفهاجراکړې ده ، اود دغې سابقې په وجه داستاذانو په امتيازي درجو کې دپوهاند لقب را کړشوى دى ،ماتر اوسه پورې دويمه او درېمه درجه تقديرنامې اخېستې دي او دپو هنې مډال هم راکړ شوى دى ،زه په څو هيئتونو کې خارج ته تللى يم او د هند ، ايران ،پېښور ،مصر او بمبي سفرونه مې کړي دي . په [ ١٩٥٧م ]کال د روسي دسو سيا لستي انقلاب په څلو ېښتم جشن کې مې دافغا ني ثقافتي هئيت په مشرۍ ګډون کړى و ،دمسکو ،مصر ، او پېښور په ؟؟؟ ټولنو کې مې دپښتو په باب کنفرانسونه هم ور کړي دي .(١)





دپوهاند زيورالدين ((زيور ))اثر دپښتو ادبياتو اوسۍ دوره د دريم او څلورم ټوګي درسي کتابو نوکې دپوهاند (( رښتين ))دندو ته داسې اشاره کوي :

سمول

استاذپوهاند (( رښتين )) دادبياتو په پوهنځي کې دپخوانۍ استاذۍ او زياتو اثارو له کبله اول پوهنوال او بيا په [١٣٤٠هـ ش ]کال دپوهاند لوړې او علمي درجې ته ورسېد . پوهاند (( رښتين )) په [ ١٣٤٢هـ ش] کال کې په دوهم ځل بيا دپښتو ټو لنې ريس وټا کل شو او لس (١٠) کاله سر بېر ه دپښتو ټو لنې په مشرۍ دادبياتو په پو هنځي کې ديو پوخ استاذ په توګه دګرامر ، اشتقاق ،ليکوالۍ ،متون او ادب تاريخ درسونه هم ورکړي او ډېر مسلکي شاګردان يې روزلي دي . پوهاندصديق الله (( رښتين )) ته په [ ١٣٥٢هـ ش ] کال کې د محمدداودله خوا جبراً تقاعد ورکړشوى دى . استاذ (( رښتين )) په عر بي ، اردو ،پاړسي ،ژبو ډېر ښه پوهېده اوپه دې ژبو کې دده مقالې هم خپرې شوي دي . پوهاند صديق الله (( رښتين )) په ابتدا کې شعرونه هم ويل خو وروسته يې دنثر خواته مخه کړې اود پښتو ژبې دعلمي کولو له پاره يې په دې ليار کې دځان ستړ يا غوره بللې ده . ده په سختو شرايطوکې په [ ١٣٢١هـ ش ]کال په ګردېزکې د( وړانګې ) اوپه [ ١٣٢٦هـ ش ] کال په فراه کې د( سيستان ) داخبارونو لومړنۍ ګڼې راوستلي او دغلته يې په ړومبي ځل چاپخانې په کار اچولي دي ،ده څه موده دهيواد اخبار او دکابل مجله هم چلولې ده . پوهاند صاحب (( رښتين )) سربېره په مطبوعاتي ،ادبي .ژبني اوګرامري ،تاريخي اونورعلمي ليکنو ډېرنوي ليکوالان او ځلميان له ليکوالۍ سره اشنا کړي دي . استاذ((رښتين )) يوازې تشه جذباتي او احساساتي ليکنه نه خوښوي ، بلکې هغه غواړي چې دعلم ، منطق ،تاريخ په رڼاکې پښتو ليکوالي پر مخ ولاړه شي اوژبه په علمي سودمنو اثرونوخوږه،خوندوره پښتو ښايسته اوبډايه شي . استاذ (( رښتين )) په نثري ليکنو کې اصلا حي ،فکر اوتنقيد صخنې هم شته خو دچړاوځوړوبي په شان شور اوزوږنه لري بلکې دسيند په شان په کلاره غلى روان وي ،اولوى لوى خټونه اوکمرونه رانړوي . (( رښتين )) صاحب دلکنو په برخه کې ډېر و داخلي اوخارجي پوهانو خپلې نظر يې څرګندې کړې دي ،چې دلته به د دوو تنو (کورنيو او بهرنيو )پوهانو نظر يې رانقل کړو : ((تږي )) صاحب په خپل يو مضمون ( معاصر افغاني ادب ) کې داسې يو نظر څرګند کړى دى : (( پو هاند صديق الله (( رښتين )) د خپل وخت نو ميالى ليکوال او قوي نثر ليکوونکى دى چې اثار يې په متفرق او مستقل ډول سره د هيواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي نظم او نثر دواړه لري مګر د نثر خوا يې له نظم څخه ډېره قوي او برجسته ده . حتى د خپلې دورې يوازينى ليکوال دى چې د نثر خوا يې څو څو ځله تر نظم قوي ښکاري ، د ده د نثر ډېره ستره مميزه دا ده چې د ده الفاظ تل قالبي برېښي . د نظمونو مجموغه يې خپره شوې خو په نثر کې يې مستقل اثار زيات چاپ شوي دي . زما په عقيده ( د هند سفر ) د پوهاند صديق الله (( رښتين ) صاحب شهکاراو په خپله دوره کې د نثر له مخې د پښتو يو ډېر قيمتي اثر دى ،ځينې ترجمې هم لري چې په دې لړ کې يې ( د مينې هنداره ) ډېر ښه مستقل اثر دى . شوروي ختيځ پوه ګيرس هم د پوهاند صديق الله (( رښتين )) په باب خپل نظر داسې څرګند کړى دى : ( لوى استاد پوهاند صديق الله (( رښتين )) په پښتو نثر کې د بديع او هنري اثر څښتن دى ، مګر د ده ژبنۍ څېړنې ، تاريخ ليکل او شعر ويل د ده نثر نه سبقت لري . د ده د هند سفر يو په زړه پورې اثر دى .).

پوهاند صديق الله (( رښتين )) د پښتو فرهنګ په پرختيا کې ډېرې هلې ځلې کړي او ډېر کتابونه او مقالې يې ليکلي دي چې دلته به وښودل شي :

سمول

١- پښتانه شعرا دوهم ټوک . ٢- پښتو کلى شپږم ټوک . ٣- پښتو لومړى ليار ښوونکى . ٤- د پښتو ادب تاريخ . ٥- دپښتو اشتقاقونه او ترکيبونه . ٦- د پښتو لوى ګرامر ( په پاړسي ژبه ) . ٧- نوى ژوند ( د پښتو نستان په باب ) . ٨- د پښتنو مجاهدې ( تاريخي ) اثر دى . ٩- پښتو قصې . ١٠- دهند سفر . ١١- پښتو نيار . ١٢- دمعارف ددوهم ټولګي لوستنه . ١٣- د معارف د دريم ټولګي قرائت . ١٤- د مينې هنداره ( له عربي نه ) ترجمه ده . ١٥- د معارف د شپږم ټولګي دنيات . ١٦- پښتو ژبښودنه . ١٧- دژوند سندره . ١٨- دپښتو مصدرونو لارښود . ١٩- د مومند عبد الحميد د ديوان چاپونه سمونه . ٢٠- د خوشال د باز نامې چاپونه ، سمونه او سريزه . ٢١- د خوشال طب نامه : چاپونه ، سمونه او کتنه . ٢٢- د حميد نيرنګ عشق چاپونه ، سمونه او سريزه . ٢٣- د مياشرف عروض : چاپونه ، او سريزه . ٢٤- د دولسم ټولګي د پښتو قرائت . ٢٥-پښتو عروض . ٢٦- د پښتونستان پېښې . ٢٧- د پښتو ادبيات . ٢٨- پښتو نثر. ٢٩- د پښتو ادب درې کورنۍ . ٣٠- ګرامري اصطلاحات . ٣١- د پښتو او سانسګريت نزديوالى . ٣٢- د خوشال خټک دستار نامه ( ١٣٤٥ ) . ٣٣- د پښتو او سانسګريت لغوي نزديوالى رساله . ٣٤- د ژوند وظيفې .

دلوى استاد (( رښتين ) صاحب نوي چاپ شوي کتابونه :

سمول

١- نوميالي شاعران . ٢- د پښتو نثر هينداره . ٣- دپښتو شعرونو ډولونه . ٤- د قلمي نسخو د څيړنې لارښود. ٥- پښتو پيژندنه . ٦- روښان ستورى . ٧- سبک پيژندنه . ٨- دهيواد نندارې . ٩- ادبي اوتاريخي سمونې . ١٠- نوميالي پوهان اوغازيان . ١١- پښتنې لارښود . ١٢- دهند کتاب خانې . ١٣- دپښتو قلمي نسخې . ١٤- د مهتمم ژوند . ١٥- دخپلواکۍ هڅې . ١٦- دپښتوتاريخي څيړنه . ١٧- تاريخي ليکونه .

١٨- دفکر پلوشې .

١٩- داشعارومجموعه خوږې وږمې . ٢٠- پښتوګرامر ( دويم ټوک ) فغل ،قيود ،ادوات ،نحوه ،لويه نحوه . ٢١- نړۍ وال کنفرانسونه . ٢٢- رنګارنګشاعران . ٢٣- پښتې تورسرې . ٢٤- تاريخچه ادب پشتو . ٢٥- سوري شيرشاه . ٢٦- خپلواک ژوند . ٢٧- دپښتو تاريخي سيمنار . ٢٨- دارياناداېرة المعارف . ٢٩- دعلي خان پيژندنه . ٣٠- دننګرهار ننداره . ٣١- دقطغن سفر . ٣٢- دالماتا سفر . ٣٣- دشوروي سفر . ٣٤- دژوند پلوشې . ٣٥- د مصر سفر . ٣٦- د عشق اباد سفر . ٣٧- د بدخشان ننداره . ٣٨- د الينګار او اليشنګ ننداره . ٣٩- د خوست ليدنه . ٤٠- نوې څيړنه . ٤١- پښتو ادبي مکتبونه . ٤٢- ادبي ليکونه . ٤٣- دښکلا وږمه . ٤٤- په هند کې پښتو کتابونه . ٤٥- دپښتو ننى ليکوال . ٤٦- دجلا ل الدين (رومي )تذکره . ٤٧- افغانها و ازادي هند . ٤٨- دپښتو ادبيا تو تا ريخ . ٤٩- پياوړي شاعران . ٥٠- وزم پو هنه . ٥١- غوره کتنه . ٥٢- نوې کتنه . ٥٣- دجلا ل اباد تګ راتګ ( نا چاپ ) . ٥٤- زما ژوند او هلې ځلې ( نا چاپ ) . ٥٥- درښتين دژوند پېښې ( نا چا پ ) .(١)








ادبي ليکونه :

سمول

ادبي ليکونه هغه ليکونه دي چې په ځانګړي هنري اوادبي بڼه ليکل کيږي ،دغه ډول ليکونه اوس دهنري نثر دځانګړي فورم په توګه پيژندل شوي دي . په ادبي ليکونو کې يو لړ مهم انتقادي ، سياسي ، فلسفي او ادبي مسايل ليکل کيږي ، خو ژبه يې هنري او دتخيل رنګ پرې غالب وي ،له استغارو،کنا يو ،تشبهاتو اونوروادبي صنعتو نو څخه په کې کار اخيستل شوى وي ،ژبه يې خوږه او د ليکنې طرز يې دومره ښکلى وي چې لوستونکى يې پر لوستنه نه مړيږ ي . ادبي ليکونه ادبپوهانو په دوو کتګوريو وشلي دي . (١)- هغه ليکونه دي چې د فرضي مخاطب په نوم ليکل کيږي . (٢)- هغه ليکونه دي چې په عامه توګه د اديبانو (شاعرانو او ليکوالانو ) تر مينځ تبادله کيږي .(١) دا چې استاذ رښتين صاحب په پښتو ادب کې يو منل شوى شحصيت د دې ګلبڼ يو جراره طوطي او په خپلوهمزمانو کې د ښه قلم خاوند و.د وخت په تيريدو سره د نورو ملګرو لخوا رښتين صاحب ته ډير زيات ادبي ليکونه راستول شوي دي او د ده دژوند مهم اجتماعي ،سياسي ،تاريخي ،اخلاقي او ټولنيز مسايل يې په ادبي ژبه انځور کړي دي چې دلته ترې د بېلګې په توګه يو څو ادبي ليکونه را اخلو .


==پوهاند عبدالحى حبيبي صاحب لخوا راغلى ادبي ليک :==

زما ګرانه وروره رښتينه ! نن په پوسته کې ستا کتاب د پښتو ادب تاريخ راورسيدئ سترګې مې روښانه شوې زه تا ته تبر يک وايم ،چې داسې يومفيداثردې ليکلىدى ،خداى (ج) زده چې ډېر خوښ شوم ربدې عمر اوږدکا ،چې پښتانه ستاله زخمته ګټه يو سي . وروره! له پښتو ټولنې څخه ستا په انفکا ک ډېر خپه سوم ،ته به وائې چې ته نو ولې لاړې ؟ وروره ! دا د پښتو ټولنې بدبختي ده ،چې ياران ټول سره متفرق شول . خير : خداى (ج) به تللي ياران بيا سره راټول کا

                     تورې   خاورې   به  په  سر  د  ر   نتبو ل کا.

زما عزيزه ! هر چېرې چې، يې ، تمنا لرم چې ته به دپښتو خدمت وکړې ،پښتو غريبه څوک نه لري ،خداى (ج) دې تا غوندې ځلمي ژونديث لري ، نه پو هېږم چې اوس دې صحت څنګه دى ،زه له خداى(ج) څخه غواړم چې تا ته کا مل صحت عطاء کړي ، ځکه ته د پښتانه د کهو ل يو څراغ يې ! وروره دپښتو ټو لنې په تشتت غمجن شوم او بيا خو ښ شوم ، چې ته د مطبو عاتو په شوق کې پاتې شوې اود باندې ونه وتې ! ددنيا سير او تحولات کله په زړه پورې مينان هم بيلوي ،زه که څه هم له تاسې څخه ليرې يم ،خو زړه مې ستاسې سره دى ستا کتاب مې وکوت ډېر ښه دى د پائې فهرستونه يې ډېر غنيمت دي . زه خو اوس له مطالغې او کتابه لېرې يم ، اميد لرو چې ته به دغه لار نه پر ېږدې ، زه خو اوس لا ډو ( لا هو ) شوم . وروره ! دا څو کر ښې مې تا ته ددې د پا ره وکښلې ،چې دپښتو سترګورخلق ستا قدر کوي . مه مايوس کيږه . د دنيا ډګر د ونې پراخ دې ، چې هيڅ عمل بې نتيجې نه پاتي کيږي !ستا کار او زخمت ډير قدر لري . زما ته نه هيرېږې .دخداى (ج) هير مه شې .

ستاسې ورور عبدالحى ((حبيبي)) اول قوس١٣٢٥هـ.ش قندهار


دقيام الدين ((خادم )) صاحب لخوا راغلى ادبي ليک :

سمول

په مونږ ګرانه رښتينه روکيه ! خط دې په داسې حال کې چې زه د نا روغتيا په کټ پروت وم راورسيد ،ستا ليک د مشرقي د خلکو په شان لوڅ لغړ و ،په ما يې تاثير واچوو ليکلي دې وو (( دکابل مجله او د پښتو ټو لنه به نه هېروې – اوريدلي مو وو چې دغلته دکلوب سره کومه مجله هم ملګرې ده ،مګر په پته يې پوه نه شو . چې څو تاسو خوزېږ ئ نو په هرات کې خو ادبي پارسي مجله راووته او مزار کې به هم راووځي ،هغه بله ورځ خبر نه شوې چې تجارو غونډه وکړه او دمجلې دنشر دپاره يې يو لک افغانۍ غونډې کړې . په کابل کې لطيفې له مرستون څخه دبرګ سبز په نامه يوه پارسي مجله په ګستتز چاپ راوويسته . مونږ ويده يو چېغې وهو ، نور ويښ يو او په خپله حرکت هم نه کوو ، خداى (ج) دې زمونږ عاقبت ته خير پېښ کړي !)). روکيه ! دکابل مجله او پښتو ټولنه که څوک پو هيږي ،دګردو پښتنو او پښتونخوا مشترک دولت دى ، دې دولت ته ترقي ور کول يا ورسره کومک کول په کوم (( رښتين )) يا کوم (( بېنوا )) يا کوم يو بل باندې احسان بارول ،ددغه شخص په بې ذوقۍ او کوتا ه بينۍ محموليږي ! ددې ځاى دکلوب او مجلې په باب خو تر اوسه څه نه دي شوي ددې ځاى ژمى خو تېر شو ، په ثور کې ټول خلک تالا تر غۍ کيږي . نو که ژوندي وو .بيا بل ژمي کې د دغو شيونو پوښتنه کوه ،هيله ده چې دا خبره به په اسانۍ تر ستوني تيره کړي . ځکه چې ته پښتون يې او پښتنو ته نن د صبر او سکون تربينت اود سبا وعدى ورکولى شي . مقنغ ځواب دادى .چې ته خو ټينګ مسلمان يې نو چې مساجد شته نو کلوب ته څه حاجت دى ؟ د مجلى په باب خبره دا ده چې دغه موجوده اخبارونه او مجلې چا سم کړل ، چې لا نور هم غواړې!که ته وايې چې اتحاد مشرقي د کولب او مجلې په باب ليکلي وو ،نو خبر ه داده چې اتحاد مشرقي خو هم اخر اخبار دى او بيا د همدغو خلک چې ته ترې شاکې يې !د لطيفې په برګ سبز او د مزار او هرات په ادبي او مطبوعاتي پيشرفت مې شکر وويست . خداى دى توفيق ورکړي ،مګر د سيستان هديا او دميمنې تحفه چې اوله راوتلې ده او دويمه راوځې تاسو نه دى ياد کړى !او ريدلي مې دي چې په طلوع افغان او بيدار کې هم حرکت پيدا شوى دى .په هر صورت تا غوښتى دى ،چې مشرقي دهرات او مزار سره مقايسه کړي ،مګر ستا هير شوي دي ،چې هرات يو مدني مرکز لري ، چې په عصري اصولو توسعه او تعمير شو ، مګر جلال اباد په لوى لاس خلکو وران کړ ! په دې لس دولس کاله کې روسيا ،اروپا ،جاپان وران شوى وو، بيرته اباد شول ،ستاسو جلال اباد لا هما غسې کندوالې دى او دورانې ودانۍ نقشه يې لا هم نه ده معلومه اونه په کې څوک کناراب قدرې جوړولى شي . په هرات کې د اتفاق اسلام روزنامه او د بلديې مجله څومره پخوا په ښه درنه بوديجه منل شوى دى ،او دلته يو اتحاد مشرقي دى ، چې نه لويږي او نه ورکوټى کيږي ، هلته د معارف رياست او دلته يې مدريت دى ، مزار لا هم دغسې درواخله .! په غقرب کې ماسره چا تلفوني خبرې کولې ،ويل يې چې په مشرقي کې هر شې ډير وي راوېى ليږه .! ما ورته ويل دلته تبېډېرې دي ،ده پناه وغو ښته ،ويل يې دخداى (ج ) د پاره نه يې غواړم ، زما تو به شه .! دسرکاڼو کلى خو به تا ليدلى وي ، د درې سوو کورونو څخه به زيات نه وي لکه چې ما اوريدلي دي سږ کال منى په کې پنځه سوه مړي شوي دي ،داسې د مشرقي هر کلى درواخله ، که څوک زمونږ په چيغو وهلو او ژړلو هم قهريږي ،نو ښه ده چيغې به هم نه وهو١.


ستا سې ورور قيام الدين (( خادم )) جلا ل اباد ١٣٢٧هـ ش ٢٧ جدي .





د ګل پاچا ((الفت)) صاحب لخوا راعلى ادبي ليک :

سمول

ښاعلى فاضل رښتين صاحب خداى دى روغ جوړ لره ! مونږ له ډيروخت نه په دغاګانو اموخته شوي يو او په مکتبونوکې هم راته اول ځل دعا خولې ته راځي . دا ځمونږ زوړ عادت دى .مګردومره ښه ده چې زه دغه شان دعاګانې هغه چاته کوم ،چې د هغوى صحت او حيات .د پښتنو د پاره مفيد وي او يو کار پرې جوړ وي . له دې خوا خيريت دى او تر اوسه ژوندي پاتي يو ،مګر ډير غاښونه راته چيچل کيږي . کومه اجتماعي فايده چې ځمونږ په نظر کې ده ، هغه لاس ته نه راځي او خلق ويده دي ، مګر هغه کسان چې ځمونږ خبرې د ځان د پاره ښې نه ګڼي ، ويښ دي او په زړه کې يې راته اچوي . کاشکې د دغه نفرت او حسادت په عوض کې د څه اجتماعي مفاد اميد هم واى . په هر صورت مونږ اوس خپلې مليخوليا مجبور کړي يو ، چې څه په زړه کې لرو ، هغه ښکاره کړو او خپل هغه مسوليت چې د نن ورځې تفتيشونه يې پوښتنه نه کوي او ځمونږ په ژوند يې څوک پاڼه نه اړوي تر يوه حده رفع کړو ، مګر ګورو چې دا کار تر کله کولاى شو . هغه څه چې يو رياست يې مقابله نه شي کولى ، يو مديريت به يې څنګه وکړي . زه اوس له ډيرو مشکلاتو سره مواجه يم او که رشتيا ووايم نو د نورو مطبوعاتو په تناسب لږ غوندې افراطي شوي يو . خير دا قصه به پريږدو او تا ته به عرض وکړو ، چې اتحاد مشرقي خو ستاسې ملګرو په قلمي مرسته يو څه قدر ژوندى شوى و . يو زه خو هيڅ نه شم کولى او نه زما له لاسه څه کېږي . په دې وختو کې که د ښا غلي خادم صاحب مرسته له مونږ سره نه واى ، نو اخبار خو به دپخو او مهمو ليکوا لو له اثا رو بيخي محروم شوى و ځکه چې ستا له خوا هيڅ رانغله ،دتيرو ورځو دپاره خو ته قو ي ځواب لرې ، چې يو ډېر مهم کار درپه غاړه و ، اوس چې په خير کابل ته راعلې ، ولې دې اتحاد مشر قي هير کړ ى دى ؟ رښتين صاحب ! په مشر قي کې د ډ يرو خلقو (خلکو ) مينه او محبت ستاسې په نسبت وينم او ستا غوره مضامينو او اثارو ته دلته تلوسه او تنده مو جوده ده . اتحاد مشرقي ستا له قلمي ملګرتيا ډېر ه استفا ده کړې ده او همېشه مو ستا سې لور ته انتظار او ستر ګې وې ، نو مونږ مه هېروه او ددې ځاى علاقه مندان خو شحا له سا ته ! په احترام .



     ګل پاد شاه (( الفت )) –جلا ل اباد [١٣٢٦ هـ ش]  


استاذ عبدالروف (( بېنوا ))لخوا راغلى ادبي ليک :

سمول

زما ګرانه او مخترم وروره رښتين صاحبه ! زما يو ګران پښتون ملګرى چې تخلص يې هم (( ګران )) دى راته ناست ستا او د جرار شعرونه چې په ادبي جرګه کې چاپ شوي لولي او ډېر يې خوښوي . وروره !وا هغه ((ګران )) دى چې دده شعرونه صافي دخپل ليک سره راليږلي او تاسې په مجله کې واخيستل ، که يې ووينې فوراً به پرې مين شې ، ځکه چې دى پر پښتو ن مين دى . دده دا مينه ددې وړده ، چې په ټولو پښتنو ګران وي ، دى دباچا خان په لاس لوى شوى دى ، دډيلي درا ډيو پښتو پروګرام هم دى جو ړوي ،ده خپله معرفي زما په خوا هيش په خپله ليکلې ده . خو ښه به دې شي، عيناً يې نشر کړه دده عکس مې هم دروليږ ه .


ستاسې ورور عبدالروف((بېنوا)) نوى ډيلى ١٣٢٧هـ ش





دموسى! (( شفيق )) لخوا راعلى ادبي ليک :

سمول

زما مشر او مهربان ورور رښتين صاحبه ! ستا سې ښکلى او رنګين ليک دوخته رارسيدلى و ، ستاسې دخواږه ليک دخوږو جملو موسيقي مې هم په غوږوکې ده ، ستاسې دفکر مارغه چې دلته راعى ، ماپه ډېر و ښکلو اوښايسته ځايونووګرځاوه ،هلتهدصحراپه لمن کې دڅه کم څلور زره کالوزوړ اهرام مې ورته وښود. دا اهرام لکه دکابل دښار د غرونو دديواله غوندې دانسان په زرګونو سرونو اباد شوى دى ،ددې ابدۍ قبر شاته دانسانيت يوه دردناکه کيسه پرته ده . داد خرافاتو څلىچې دفراغنه و او کا هنا نو دخرافې ذوق دمړولودپاره د خوارانو او غريبانو په غو ښو وينو پورته شوى دى ،دبنيادم په تاريخ کې دغلا مۍ او ظلم مناره ده . په هرحال که سړى لږڅه خپل حساسيت سوړ کړي ، دعقل ځاى عاطفې ته پرېږدي اود تا ريخ په فلسفې پسې ونه ګرځي نو د سپوږمۍ په شپو کې داهرام دسطحې نه د قاهرې ننداره بالکل دخيال او خوبونو په درياب سړى لاهو کوي . تېره ورځ دپسرليااختر و، دنيل دغاړې په باغونو او چمنونو کې رنګا رنګ ګلونو چپې وهلې ، دطبعت ددې ښايسته او پيمخومنظروليدل د فوټواخيستوشوق پيداکوي ، دلته ستا دا لنډۍ را په ياد شوه ؛ حاجت دبلې کمرې نشته ؛سترګې کمره کړه پکې واخله تصويرونه رښتياده چې دې وطن له الله(ج)پاک ډېر طبعي ښايست او ډېره ښکلې مځکه ورکړې ده ،ليکن څومره چې د دوى خاوره پسته ده ، هماغومره په دوى اود دوى په طبيعت کې نر مې اښکلې ده ،چيرته دى هغه دپښتونخوا غرونه او د پښتنو زيږ طبيعت ؟! داچې تاسې زما په کاميا بۍ دومره خو ښېږئ ،زا ته نور هم د خوارۍ او هڅې قوت رابښئ ! ستاسې مهرباني هميشه ډېرى وي او رښتيا داده چې زما دا لږ وډير فکري تطور چې زه يې پخپله احساس کوم ،په دې کې رښتين صاحب ديو خوا خو ږي ورور په حيث پوره برخه اخيستې ده ، دکابل مجله رارسيږي او پوره بدلون او ښه والى يې مو ندلى دى .

                ملګرو ته هم ډير ډير سلام .

محمد مو سى!(( شفيق )) قاهره مصر [ ١٣٣١هـ ش ]






دامير حمزه شينواري لخوا راغلى ادبي ليک :

سمول

خوږه وروره رښتينه قلم دې نور هم تېز شه ! ستا ليک راورسيد ،ديو سنجيده او په کار ستړ ى اديب خيالات په کې ځليدونکي ښکارېدل . وروره! مونږ بې لا سه بې پښو يو ؛ ستاسو دترقۍاوکاميابۍ دعا کو و، زمونږ په ځلمو کې هم ستاسو له برکته دژوند اثارښکاره شوي دي . اوس په خوبولو څيرو کې دنوې غزونې اثار ښکاري دمحکومو پښتنو ځلمى ستاسو سره همدردي لري . دپښتون په وحدت او مر کزيت کې در سره ملګرىدى ،کاروان تګ تيار دى ،خو مشر غواړي ،زما اشعار به څه وي چې ته يې داورېدوخوا هيش کوې ،زما يوه د کابل سفر نامه وه ، هغه هم ( سي،ائې ،ډي ) چاپ کيدلو ته پرې نه ښوده . زما په منظومه سفر نامه کې ستا په حقله هم څه شته عرض کوم :

    بحث چې په (ى) و،لراو بر ته يې ما خيال وکړ 
   يومحمدنور او بل رښتين  په کې کمال   و کړ 
   کله  به  خادم  په  دعوه  خپله  ا ستدلا ل  و کړ 
   کله پکتياني به په بل ا ړخ   کې جنجال  و کړ 
   کله به الفت په اختلا ف کې  منځګړ ى شـــــو 
   ولونه به يې دواړه سره يو کړه جوړ به پړى شو .

هسې خو نږ دې دهرې ورځې په رويداد کې ستا ذکر دى ، خو يو شعر په کې دادى :

        ما چـې دخــادم او درښتين علم تــه پــام وکړ 
       زړه کې دپښتون وپاکې خاورې ته سلام وکړ 

کوم وخت چې مونږ دکابل نه راوتو :

    مــونــږ ســره تــردې لـکه دســوري لـګــيــدلــى و 
  کوزشو بګرامۍکې چې رښتين زمونږملګرى و
 خــدايــږوپــه پــالـنــه کــې زمــونــږه ستړى شوى و
 دى پــه حـوصـلــه کـې د فــو لاـ د و  لــکه  پــړ ى  و  
 ده پـــه ډېــر اخــلاص د رخــصتــۍ معا نــقه وکړه 
 مــونــږ  يــې دکــړاو او پــالــنــې شــکــر يــه وکــړه.

په اخر کې به دا وايم چې زه ستاسې دکاميابۍ دپاره دعا کوم .


امير حمزه شينوارى ١٣٢٧هــ ش






دميراجان (( سيال )) لخوا راغلى ادبي ليک :

سمول

ښاغلى او منلى ورور (( رښتين )) صاحب ! ډېرې ورځې وشوې چې ستاسې خبرمې نه دى اخېستى ، وبښه دځينو سببونوله کبله ډېر ناوز ګاره وم ،خداى (ج) دې وکړي چې تاسې سره دوړوغټوروغ اورمټ ياستۍ،له دې خوانه هم خواټوله لرئ دخداى (ج) په فضل زمونږ احوال هم شکر دى ښه دى . دملګرد احوال اوستاسې نه هيڅ نه خبريږو ؛ هيله ده چې کله کله دخپل احوال اودپښتو ټولنې د عمو مي وضيعت نه مونږ ته څه نا څه خبر خو را کوئ،چې خواموراټوله وي،ته پوهيږې چې زمونږ ډېرىاسرې دتاسې او دپښتوټولنې سره دي او زمونږ په هغه علاقه او مينه خو ته خبر يې نو اميد دى چې مونږ ددغه ځاى داحوال نه بې خبره پاتې نه شودلوى پښتون طباعتي وضيعت خو لږ ښه شوى دى . که خداى کول سفر نامه هم پکې نشروم ،کومې پاڼېچې نشر شوې دي دادى ددې ليک په ملتيا يې ستاسې حضور ته وړاندې کوم ،که مناسب مووګڼله نوپه کابل مجله کې به يې هم نشرکړئ،که نه نوخير- ټولوملګرو الفت صاحب ،بېنوا ،ننګرهارى ، شفيق او نورو ملګرو ته د زړه د مينې سلا مونه عرض کړه . په احترام


==ميراجان (( سيال )) کوډاخيل مو مند ١٣٣٠هـ ش دجارج مار ګنستر ن لخوا راغلى ادبي ليک :== ښاغلى د پښتو ټولنې لوى مدير صديق الله ((رښتين ))! ګرانه پښتونه وروره ! هر وخت چې دپښتو ټو لنې له خوا نه يا کتابونه يا دکابل مجلې ګڼې رارسيږي ، زما دعيد ورځ وي او زړه مې خو شحاليږ ي ، هر کتا ب يو مز بو ته رسۍ ده چې ماله پخوا نه هم زيات ټينګ له پښتنو ورونو سره په دوستۍ او مينه وتړي . زه تل ستا سو په سخاوت با ندې شکر ګذاريم ،دکابل دمجلې په هغو ګڼو کې چې بل پرون رسېدلې وې ،ما وليدل چې دپښتو قاموس دوهم جلد اوس چاپ شوى دى ، دادپښتو ژبې اود پښتو ادبياتو دمينو دپاره يوه مهمه واقعه ده او زه تاسوته ډېر تبريک وايم . مادلومړي جلدپه باب دمستشرقانو پهيوې مجلې کې يو څو دتمجيد خبرې ليکلي دي ،که تاسو مهرباني کوئ او ماته د دوهم جلد انعام کوئ ،نوزه به ډېر حوښ او ممنون شم ،اميد کوم چې تاسو زما په کچه او نادرستې پښتو وپوهيږئ او ما وبښئ ! افسوس چې دلته دپښتو داو رېدلو او ويلو هيڅ فرصت نشته . سلام عليکم .

جارج مارګنسترنه اوسلو ناروى [ ١٣٣١هـ ش ]




دبېټنۍ خور سنترې لخوا راغلى ادبي ليک :

سمول

پوه فاضل پوهاند صديق الله (( رښتين )) ! ددې دپاره چې پښتانه ځلميان دا ګو مان ونه کړي چې پښتنې بې خبره او بې پوهې دي او ددې لپاره چې دا ثا بته شي ، چې دپکتيا په لوړو غرونو کې د پښتنو پېغلو او مير منو اوازونه هم انعکاس کولى شي ؛ نوځکه مې قلم راوا خيسته البته دا زما د محترم والدفقير صاحب دين محمد خان بيټني دتربيې اوتو جو اغېزه وه،چې زه هم د پښتون او پښتونخوا دخير او سعادت ، ذلت ،اوبدبختۍ تميز پو ره کولى شم . دکابلمجله دپښتنو دازادۍ ستر او کامياب مشغل دى . ستاسو په زړه پورې او اور لګوونکي مضا مينو ماته هم پښتنې جوش راوست او له خولې څخه مې اهو نه ووتل چې تاسو ته يې در ليږم ،که نشر يې کړې ډېره مشکوره به شم . پښتنې پېغور ډېرافسوسکړم زه په دارنګه همت چې تر اوسه دې خپل سر ښندلى نه دى خوب خنداهوس پر ما حرام دى چې مې قام له درانده خوب ويښ کړى نه دى دا پېغوربه زه تر هغه در کومه له خپل ملک چې دې دښمن شړلى نه دى چې په خپله تبه مړ شې ستاکفن دى چا شهيدو ته کفن ګنډلى نه دى په عمل ايثار دنياته ځان څرګند کړه په ژړا فرياد چا قام ګټلى نه دى له حياته مه تېرېږه ځان ژوندى کړه وژوندو ته هيچا ګور کندلى نه دى

(( سنترې )) پاسه قلم ته په لاس کې واخله څو دې ځانته يو دفتر جوړ کړى نه دى .


ستاسې بېټنۍ خور سنتره له وزير ستان څخه [١٣٣٣هـ ش]









دپوهاند (( رښتين ))دخاطروپه هکله يو څو خبرې :

سمول

وختونه تيرېږي خو يادونه پاتې کيږي . د دوستانو ترمنځ هروخت په ژوندانه کې او له ژوندانه وروسته بيلتانه کې يو څه پاتې کيږي ، يا به ژوند ښه والى اويا به دژوند خراب والى وي ، چې دغه ژوند ته د ژوند ښه ياخرابه خا طره هم ويلى شو . نو ښاغلى (( رښتين )) صاحب دخپل ژوند په ډګر کې هر راز مسائيلو ته لکه سياسي ، اجتماعي ، فرهنګي او ټولنيزو ته لبيک ويلى و ،او دوستانو ، ملګرو ته يې دژوند ښې کارنا مې او ښې خا طرې پر ېښې دي . چې زه دلته دده د ژوند انه په اړه د دوستانو يو څو خا طرې راخلم ،او دمونو ګراف په شکل يې تاسې ته وړاندې کو وم ، چې ما دخپلو درنو استاذانو له خولې راخېستي او بيا مې په ليکنيزه بڼه ستاسې مخې ته اېښي دي .







داستاذ فضل ولي (( نا ګار )) خاطره :

سمول

١٣٥٦ هـ ش کال و په غالب ګو مان سره چې د سپر لي مو سم وو ، په همدغه کال او په همدغه وخت دکابل پو هنتون د کتابتون په دهليز کې دپښتو څېړنې يو علمي او بلمللي سيمينار جوړشوى و،دنړۍ دګوډ ګوډ نه ورته پوهان او عا لمان راغلي وو . چې مشهور ژبپوهاند مارګنسټيرن ، هندي عالم عرشي چې مسلمان و له ايران څخه ډاکټر حليوي جم ،اجمل خټک او ځمونږ درانده پوهاندان عبدالهادي (( داوى ))، عبدالحى ((حبيبي )) ، قيام الدين ((خادم )) ، عبدالروف (( بېنوا )) او په خپله صديق الله (( رښتين )) او داسې نو ر هم راغلي وو . ښاغلى رښتين ديو دروند او باجسامته شخص په توګه په دغه سيمنار کې علمي ونډه درلوده ،مونږدپښتو څانګې محصلين شااو خواترې ناست وو،نو رښتين صاحب په اول ځل کتو سره داسې معلوميده چې دده وجود دغښتلى او دسالم بدن خا وند و . رښتين صاحب دفصيحې ،بليغې او تېزې ژبې خاوند و، کله به چې دنظر دبيانولواو ياخبرو ( خطابې ) وخت ورغى ښايسته اوقالبي الفاظ به يېاستعمالول اوټول اوريدونکي به يې حيران کړل .



داستاذ خيالي محمد(( ياره خيل )) خاطره :

سمول

پو هاند( رښتين )دپښتو ادب دهغه ځلانده ستوروڅخه ګڼل کيږي چې تل يې د پښتو ژبې د ودې ،سيالۍ ،ملي کيدو او رسمي کيدو لپاره تر خپاې وسې هلې ځلې کړې دي چې ښکاره بېلګه يې ، په[١٣٤٣هـ ش]کال کله چې دافغانستان په اساسي قانون کې دپښتو ژبې دملي او رسمي کيدو په سر لانجه روانه وه دغه غو ښتنه د پوهاند(رښتين ) وه ده غو ښتل چې پښتا نه په افغانستان کې زيات نفوس لرونکى قوم دى ،نو پښتو دې ملي او رسمي ژبه ومنل شي ددغه لانجې له منځه وړلو لپاره دافغانستان اساسي قانون داسې پرېکړه وکړه چې ددواړو ژبو اثار دې راټول شي او ودې کتل شي چې دکومې ژبې اثار زيات وو هماغه دې ملي اورسمي ژبه ومنل شي لکه څنګه چې (رښتين )صاحب هم دپښتولپاره تل هلې ځلې کړې دي او زيات اثار يې ليکلي دي ،نو هماغه و چې د رښتين صاحب په زيار دپښتو ژبې اثار را ټول شو او يو پر بل کېښودل شو دغه باره تر دې حده ورسېده چې دانسان له قد څخه هم جګه شوه . نو ځکه پښتو ژبه دملي اورسمي ژبې په توګه ومنل شوه ،دغه ټولې هلې ځلې دښاغلي استاذ پو ها ند صديق الله (( رښتين )) وې چې پښتو ژبه يې دنورو ژبو سره سياله کړه اودملي او رسمي ژبې په توګه يې نړيوالو ته وروپېژنده .


داستاذعزيز الله (( جبارخيل ))خاطره :

سمول

رښتين په رښتيا رښتين : په [ ١٣٦٥ هـ ش ]کال کې زه د پو هاند استاذ علامه صديق الله ((رښتين )) له تکړه او د ((رښتين ))صاحب دلارې لاروي زوى ښاغلي استاذشير خان (( رښتين ))سره دجلا ل ابادپه ښار کې دهغوىکورته ولاړم . کله چې مونږ دهغوى کورته ورسيدو دپوهانداستاذ (( رښتين )) په کور باندې دغه وخت کار روان و . مذورانو خښتې اخوا دېخوا کولې زه د دروند استاذ پوهاند صاحب سره کېناستم او دزړه خواله مې ور سره شروع کړه ،دخبرو په مينځ کې دکور د کار په باره کې خبره راولوېده . ( نو لوى استاذ پو هاند (( رښتين )) صاحب وويل : چې په دې کار کې زما نه اوس هير دي په دومر ه اندازه باندې خښتې لګيدلي وي .) ماورته په حيرانتيا سره وويل : چې دومره خښتې ! په ځواب کې راته لوى استاذ پو هاند صديق الله (( رښتين )) صاحب وويل : ( چې زه رښتين يې درته وايم ) نو مطلب (( رښتين )) صاحب په خپلو خبرو او عمل کې رښتيا رښتين و، لکه څنګه چې يې تخلص (( رښتين )) و .


داستاذ عزيزالله (( جبارخيل )) خاطره :

سمول

استاذ عزيز الله (( جبارخيل )) داسې وائي : چې يوه ورځ دپښتو ټولنې د خوا نه پوهاند (( رښتين )) دخپلو ګڼو ملګرو سره پغمان ته دصياحت لپاره تللى و.چې زه هم ورسره وم ،هلته ډېره زياته ګڼه ګوڼه وه ،دشپې لحظې را په نيږ دې کيدو وې ،شپه جوړه شوه ،دري ژبو هلته يو ځانګړى پرګرام جوړ کړ چې په دې پروګرام کې دوى دټنګ ټکور تيارى نيولى و،دساز او سرود په غږولو سره ګڼ خلک ( پښتانه او دري ژبي ) ټول دسيال ځاى ته ورغلل . پوهاند(( رښتين )) سره په خواکې د ګوتو په شمار څو تنه پاتې شو ،دغه عجيب او غريب ساعت پوهاند (( رښتين )) جوپتيا ته پرې نه خود او په همغه ګړۍ کې يې وزارت اطلاعات کلتور ته ټليفون وکړو او ورته يې وويل : چې زر تر زره دپښتو ادب او هنر بلبله قمرګله راوليږه او هماعه وچې دلږ ځنډ په تېريدو سره همدابلبله راورسيده . اودمقام په ويلو سره يې دټولو حا ضرينو او سيال بينو پام ځنته راواړولو ،اوټول ننداره چيان د قمرګلې څنګ ته راغلل او د پښتو ادب مجلس ته يې ښکلا وروبخله .




داستاذ ببرک (( ميا خيل )) خاطره :

سمول

هسې خو هم د ښوونځي له دوره له ادبي څيرو او د دوى له نو مو نو او ليکنو سره پوره بلدوم خو کله چې دننګرهار پوهنتون دژبواو ادبياتو پوهنځي دروازه مې دزده کړوپرمخ خلاصه شوه او مخامخ دادب لاروى شوم دامهال مې نو دليکوالو ادځينې اديبانو ليدو ته ډېره لېوالتيا پيداشوه ،دپوهاند (( رښتين )) نوم مې چې ډېر اوريدلى وو ليدو ته يې ډېر هڅيدم ځکه دپښتو ادبياتو يواځينى ژوندى ستورى و . خو لکه چې داهيله مې ژر پوره شوه اود يو زردرې سوه او څلوراويايم ١٣٧٤هـ کال د سپر لنۍ مشاعرې پر ورځ راته وويل شول چې ګواکې نن پو هاند (( رښتين )) ننګرهار تلويزون ته راځي او هلته له ليکوالو سره ګوري . زه هم په ډېره بې صبرۍ ننګرهار تلويزون ته ورغلم چې هغه مهال يې ښاغلى ملا خيل مشر وو استاذ (( صميم )) لا ل پاچا (( ازمون )) امان الله (( نصرت )) او ګڼ نور ليکوال او شاعران له ارواښاد (( رښتين )) سره په خبرو اترو بوخت وو ، او دژبې او ادب په اړه يې ترې پو ښتنې کولې ،رښتين صاحب سره له دې چې نا روغ هم وو ،بيايې هم په سړه سينه د پو ښتونکو پوښتنې ځوابولې ، دپښتو ټو لنې دجو ړيدو له پيله يې پر ادبياتو ځغلنده نظرواچوه. يوه جمله چې زما په ياد ده ارواښاد رښتين وويل : هغه مهال چې دوى په پښتو ټولنه کې پر کار پيل وکړ نو پر دې هم ډېر نه پو هيدل چې په يوه جمله کې مبتدا وليکي که خبر ...او ګڼ نظرونه يې دادبياتو په اړه وړاندې کړل .)) په دې منځ کې مې بيا څو ځله له ارواښاد (( رښتين )) سره وليدل خو وروستي ځل ليدل مې ورسره د ليډي ريډنګ هسپتال ( روغتون ) په بو ټن ( اى) واردکې وو ، چې دى دنا روغۍ پر بستر هلته پروت وو . زه او زما شاعر ملګرى عبدالله(( پيکار )) هلته ورغلو ډاکتره صاحبه زرغونه (( زيور )) په روعتون کې ورسره وه ، مونږ يې يوه شيبه سرته ودريدو دى له خوبه يو څه را بيدارشو ډاکترې صاحبې ورته وويل : ( د ننګرهارپوهنتون محصلين اوشاعران دي ستاپو ښتنې ته راغلي دي.) سترګې يې و غړولې مونږ ته يې ستړي مه شئ وويل ،اوبيا يې مونږ نه پو ښتنې شروع کړې ، دافغانستان پر حا لاتو او بيا دلته پر مشاعرو او غونډو، دارنګه دپو هنتون پر حالا تو يې له مونږ نه ګڼې پوښتنې وکړې چې مونږ يې د هرې پوښتنې ځواب ووايه . رښتين صاحب وويل : دانن سهار مې شيرخان ته وويل چې ولاړشه دننګرهار له والي مولوي کبير نه زما له پاره دبرېښنا امر واخله ،زه غواړم پاتې عمر په ننګرهار کې تير کړم ... يوه پوښتنه يې چې له مانه وکړه هغه دافغانستان پر سياسي حالا تو وه ،چې دا حالات څنګه کابو کيداى شي . ما وويل لويه جرګه يې د حل لاره نه بولې ؟ ارواښاد رښتين وويل : څوک به يې جوړه کړي زه ناروغ يم زما په څير نور هم له صحنې وتلي... پوره يو ساعت مو سره خبرې وکړې او بالاخره رخصت مو ترې واخيست زما له ارواښاد (( رښتين )) دا وروستي ليدل وو ،او بيا مې يې په جنازه کې برخه واخيسته .















داستاذ سيدقايم (( محمودي )) خاطره :

سمول

دمحترم استاذ پوهاند صديق الله (( رښتين )) سره مې دهغوى دژوندانه په وروستيو شپو ورځو کې نا سته او ولا ړه پيل شوه دهغوى د ډېر و ناستو څخه برخمن شوم . په دغه وخت کې پو هاند صديق الله (( رښتين )) د پېښو ر په حيات ابادکې استو ګن و، چې دميلمستيا دعوت مې کچه ګړۍ کمپ ته چې زما کور په کې و ورکړ . دراتګ په وخت کې دالَهي رحمت څاڅکي ( باران ) شروع شول دزياتوخټو اودهغوى ددغې عذر په وجه هغوى نشوکو لا ى چې په مخکې پرته لاره ووهي . نو د ځاى ته رسو لو په خاطر مې پخپله شا د ناستې ځاى ته ورساوو.







داستاذ مسعود (( نيکبخت )) خاطره :

سمول

خالص رښتين : نژدې لس ( ١٠) کاله د مخه هغه مهال چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي درياست دنده راپه غاړه وه ،دعادت سره سم کله به چې له کور څخه پوهنځي ته تلم د خپل کاکا مولوي صاحب (( خالص)) څخه به مې اجازه اخېستله . يوه ورځ دنورو ورځو بر خلاف دخپل کور څخه سهار وختي روان شوم او هغه ته دالله پهامانۍ په نيت ورغلم ،دليدو سره سم ئې راته وويل : نن ولې دومره وختي ځې ؟ خير خو دى ؟ ماورته وويل :نن ورځ پوهاند ((رښتين )) غواړي چې دپوهنتون استاذانو ،محصلينو په وړاندې وينا وکړي ،وختي ځم څودپروګرام په هکله تر تيبات ونيسو ،هغه خوښ شو اوراته يې وويل :ډېره ښه ده زماسلام پرې وايه . پوهنتون ته ورسيدم دټاکلي وخت سره سم پروګرام شروع شو ،پوهاند رښتين چې ډېرضغيف او کمزورى ښکارېدلو ستيج ته راغلو او نژدې موږ ورسره کښېناستلو دلنډتعارف څخه وروسته يې راته وويل : مولوي صاحب خالص څنګه دى صحت يې ښه دى او که زما په څير کمزورى دى ؟ ما ورته وويل  : سهار مې وليدلو سلام يې درباندې ويلو، دافسوس نښې يې په څهره راښکاره شوې او بيا يې وويل  : کاشکې چې کله کله مو سره ليدلاى شواى .


دپاى خبرې:

سمول
  ددې ټا کلې اندازې ليکنې  سره زما په پوهه او تجروبه کې د پام وړ اضافه وشوه ما داستاذ پوهاند صديق الله رښتين په اړه هر اړخيز معلومات تر لاسه کړه او دهغه د پوهې له انوارو مې د خپل ژوند له پاره کار واخيست .
  د هغه د هر ډول اثارو ( تخليقي او تحقيقي ) سره مې بلدتيا وشوه او حاصاً د خپلې موضوع د پوهاند رښتين ادبي ليکونو او خاطرو په اړه مې ډيره لټونه او ټولونه وکړه او هغه مې په يو ځانګړي سر ليک کې راونغښتل او د يو مونوګراف کار مې ترې هم واخيست .

تر سو په اينده کې د ورکيدنې بچ شي او د خلکو دسينو پر ځاى مې په ليکلي ډول راتلونکې ټولنې ته وړاندې کړه دا لنډه ليکنه دا مانا نه لري چې د رښتين صاحب ادبي ليکونه او خاطرې همدومره وې مګر د ډيرو په سينو کې د هغه نه هيريدونکې خاطرې ثبت دي چې راټولونه د ټولو ډير وخت او ډيره ګرځيدنه غواړي متاسفانه زما تر وسې لوړه ده او غواړم په اينده کې پرې لا ډير کار وکړم انشاء الله نورعلي ((ځلاند ))




ليکوونکى  : نورعلي (( ځلاند ))













ماخذونه: ١- رښتين ،علامه پوهاند صديق الله ،ادبي ليکونه ،دانش کتاب پلورنځى ،قصه خوانۍ،يونيورسټي بک ايجنسي ،خيبر بازار ،مکتبة سرحدخيبر بازار ،دچاپ کال ١٣٧٣هـ ش سنبله . ٢- زرملوال ، الحاج غلام محى الدين ،دويښ زلميانو مبارزه او د استبداد عکس العمل ،دانش خپرندويه ټولنې تخنيکي څانګه ، پېښور دچاپ نيټه ١٣٨٥هـ ش . ٣- زيور ،پوهاند ډاکټر زيورالدين ، پښتو ادبياتو اوسنۍ دوره ، دساپي پښتو څېړنواوپراختيامرکز ،دچاپ کال١٣٨٥ هـ ش . ٤- ننګرهار پوهنتون دژبواو ادبياتو پوهنځي داستاذانو له خوا يو څو خاطرې ١٣٨٧ هـ ش .