همېش خليل (زوکړه ۱۹۳۰ زېږدي کال د اپرېل ۱۱) د پښتونخوا يو تکړه اديب، شاعر، کيسه ليکونکی، خبريال، څېړونکی او کره کتونکی دی.

همېش خليل

مخينه

ښاغلی همېش خليل د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل پر ۱۱ د پېښور په برتهکال کلي کې د انځرگل کره زېږېدلی دی. د ده د نيکونو ټاټوبی د جلال اباد د مېرزاخېلو کلی دی. همېش خليل تر لسم ټولګي پورې سبق د پېښور په اسلاميه کالج کې کړې دي. د اېف –اې او بي ـ اې سندونه يې د پراېوېټ امېدوار په طور تر لاسه کړله. همېش خليل ځای په ځای سرکاري نوکري هم کړې ده خو د سياسي ذهن او آزاد طبعت خاوند وو او له همدې کبله ېې ملازمت ته ډډه نه لگېده، نو ځکه ملازمت ترې نه پاتې شو.

هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د پاکستاني چارواکيو له خوا بندي شو. دی څو ځلي بندي شو، چې ټول يې له ۶ تر ۷ کالو پورې بند تېر کړی دی. په زندان کې د هېش خليل د بندي کولو گناه هېڅ مالومه نه وه. دی يوازې په دې پار بندي شوی وو چې پښتو ژبې ته يې خدمت کاوه.

څېړونکی او ليکوال هميش خليل اتلس کلن وو چې د پټ يا ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه. هغه پخپله د ماسټرۍ بريليک هم نه دی اخیستې، خو د پي ايچ ډي زده کونکو استاذ پاتې شوی دی.

همېش خليل د گڼو نوښتونو او غوره والي خاوند دی. شاعر، محقق، افسانه نگار، صحافي، مترجم او داسې نور. ښاغلی همېش داووه ورځنی انقلاب او د پنځلس ورځنی دوران مدير هم پاتې شوی دی، په شهباز ورځپاڼه کې ېې هم کار کړی دی. د ورځپاڼې انقلاب مدير هم وو. د ورځپاڼه باگرام ېې هم په همت جاري کړه. په باگرام کې ېې د افغان جهاد د مرستې سره سره ډېرې معياري گڼې هم ووېستې. نوموړی په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي. همداراز هغه په پښتو ژبې د باگرام ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم پاتې شوی دی.

هميش خليل په خپل ذات كې د پښتو يو ګرځنده اكيډمي ده، ځكه چې په لرغوني ادب او زړو شاعرانو چې هغه څومره څيړنې او لیکنې كړې، ښايي چې ساری به یې نه وي.

زده کړې

دندنې

ادبي هلې ځلې

ليکلي آثار

دهمېش خليل دکتابونو فهرست ډېر اوږد دی . هغه د نصرالله خان ناصر سره د دارالتصنيف پيښور نه :

څېړنې

  1. ديوان بېدل، د ۱۹۵۷ ز چاپکال.
  2. ديوان معزالله خان مومند، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  3. ديوان اشرف خان هجري، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ.
  4. ديوان سعيد خټک، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ.
  5. ديوان حسين، د ۱۹۵۸ ز کال چاپ.
  6. ديوان ميرزا خان انصاري، د ۱۹۵۹ ز کال چاپ.
  7. ديوان قنبر علي خان، د ۱۹۶۰ ز کال چاپ.
  8. ديوان کاظم خان شيدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  9. ديوان عبدالقادر خان خټک، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  10. ديوان رحمت داوي، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  11. ديوان فدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  12. قصه شاه و گدا، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  13. د غرب گلونه (فضل احمد غر)، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
  14. کاکاجي صنوبر حُسين، د ۱۹۹۵ ز کال چاپ.
  15. خمخانه يثرب (کامل مومند)، د ۱۹۸۷ ز کال چاپ.
  16. د فکرونو ډيوې (کامل مومند)، د ۱۹۹۳ ز کال چاپ.
  17. بازنامه (افضل خان خټک)، د ۱۹۹۴ ز کال چاپ.

خوشحاليات

  1. اخلاقنامه، خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.
  2. فراقنامه (خوشحال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.
  3. طب نامه (خوشحال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.
  4. بازنامه (خوشحال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.
  5. سوات نامه (خوشحال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.
  6. نام حق (خوشحال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز کال چاپ.

کره کتنې

  1. تول پارسنگ - چاپکال ۱۹۹۳
  2. حقيقت دا دی - چاپکال ۱۹۹۸

د ماشومانو ادبيات

څېړنې

سرچينې

۱- https://www.mashaalradio.com/a/24459418.html

۲- http://pashtoiswell.simplesite.com/424994291 Archived 2020-10-29 at the Wayback Machine.


باندنۍ تړنې