پروفیسر جهانزیب نیاز

پروفیسر جهانزیب نیاز (د ۱۹۲۷ زېږدي کال د جون ۲، چارسده - د ۲۰۱۵ ز کال د سيپټمبر ۱۵، چارسده) د پښتو ژبې لیکوال او شاعر وو.

مخينه سمول

پروفیسر جهانزیب نیاز د ۱۹۲۷ ز کال د جون مياشتې پر ۲ د اشنغر د چارسدې د رځړو په سیمه کې د برهان خان په کور کې دې نړۍ ته سترگې پرانستې وې. لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په يوه ښوونځي کې کړې وې او لوړې زده کړې يې د پښتو او جغرافیه په څانگه کې ترسره کړې وې.


ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز د خدایي خدمتگار تحریک د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) د خور زوی يانې خوریی او د عوامي نیشنل پارټۍ د موجوده مشر اسفندیار ولي خان سکه ماما وو. هغه د پښتو د گڼو علمي، ادبي، څېړنيزو او تاریخي کتابونو لیکوال وو.

وروستو هغه د جغرافیې د یو استاد په توگه په پېښور پوهنتون کې په زرگونو شاگردان وروزل. هغه په د کورنۍ له پلوه یو خان وو، خو د ملنگۍ او غریبۍ ژوند یې ډیر خوښیده. همدغه وجه وه چې د خانانو او افسرانو په ځای د خپلې ژبې غریبو لیکوالو، شاعرانو، ادیبانو په پښتو مئینو خلکو سره یې د غونډو راجوړولو ته لومړیتوب ورکاوه.

جهانزیب نیاز په بنیادي ډول د تعلیم د میدان سره تړلی وو او د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې د سروال (رئیس) په شمول یې په گڼو مهمو څوکیو خپلې دندې ترسره کړې وې. هغه د باچا خان په خدایي خدمتگار تحریک کې هم کارنده برخه لرله او د قیوم خان د حکومت په پر مهال څو څو ځلي جیلونو ته اچول شوی وو.

پوهنيزې او ادبي کارندتياوې سمول

ليکوال او شاعر جهانزیب نیاز د گڼو نورو کتابونو تر څنگ د «گبین» او «زما دنیا» په نوم د شاعرۍ دوه مجموعې، «زما د ژوند قیصه» په نوم د سیاسي، تعلیمي او ادبي ژوند احوال په کتابي بڼه، «غني غني دی» د مقالو مجموعه چاپ کړي دي او د دې تر څنگ یې د «دستار» په نامه یوه پښتو مجله هم چلوله چې پازوال چلوونکی یې پخپله وو.

نوموړي د ستر پښتون قام پرست مشر خان عبدالولي خان هاغه خطونه هم په کتابي بڼه چاپ کړي ول چې د خپل بند په دوران کې ورته ولي خان د مختلفو زندانونو څخه رالیږلي ول. د دې ترڅنگ ستر فلسفي شاعر غني خان هم په خپل یو نظم کې د پروفیسر جهانزیب نیاز سره د مینې څرگندونه کړې وه.

مړینه سمول

نوموړی په ۱۵م ستمبر کال ۲۰۱۵م کې د ۸۸ؤ کالو په عمر وفات شوی اؤ دچارسدې د رځړو په مقبره کې خاورو ته سپارل شوی ؤ

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- گبین (شعري ټولگه) د ۲۰۰۸ ز کال چاپ.

۲- زما دنیا (شعري ټولگه).

۳- زما د ژوند قیصه (د خپل ژوند د حالاتو په اړه)، د ۱۳۸۴ لمريز (۲۰۰۵) زېږدی کال چاپ.

۴- غني غني دی (د ليکنو ټولگه).

۵- د جیندی چپې، د ۱۳۸۶ لمريز (۲۰۰۸) زېږدي کال چاپ.

اخځليک سمول

۱- https://www.tolafghan.com/posts/31723

۲- https://shahmbookco.com/product/%D8%B2%D9%85%D8%A7-%D8%AF-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%D9%82%DB%8C%D8%B5%D9%87%D8%8C-%DA%85%D9%87-%D8%A7%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%AF%D9%84%DB%8C%D8%8C-%DA%85%D9%87-%D9%84%DB%8C%D8%AF%D9%84%DB%8C/

۳-https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D8%AC%DB%8C%D9%86%D8%AF%DB%8C-%DA%86%D9%BE%DB%8C/

۴-https://larawbar.net/20573.html#.X4P99NSF5kg

۵-