پير محمد كاكړ (زوکړه ١١٢٠ سپوږميز کال، سويلي پښتونخوا، ږوب - مړینه اټکلي ١٢١٦ سپوږميز کال، کندهار) د افغانستان يو لوی پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

پير محمد کاکړ

مخينه

پير محمد كاكړ پر ١١٢٠ سپوميز کال د سويلي پښتونخوا د ږوب د هندو باغ په سیمه کې زېېږېدلی دی. دغه منلي شاعر په پښتو دری او عربي ژبو کې له سوز او خوند څخه ډک شعرونه ویلي چې د هغه مهال د ذوق خاوندانو به يې د ادب له بڼه د خوشبویي گیډۍ تر هېوادونو پورې په سوغاتونو کې وړلې.

كاكړ د پښتو ژبې هغه شاعر دى، چې د خپل ژوند ډېر ارمانونه او تجربې يـې موږ ته د خپلو گټورو او ارزښتمنو اثارو په غېږ كې راپرې ايښې دي. د هغه شاعري له سوز و گدازه ډكه ده او لږ داسې بېلگې په كې مونداى شو چې د خوښۍ او خندا څرك ولري. چاپېريال او ټولنې هم ډېر ځورولى، خو كه دغه ځور او كړاو نه واى، كه دغه نادودې نه واى او كه بالاخره د ژوند دا ډېرې سړې تودې نه واى، نو فکر نه کېږي چې هغه دې دومره سوزناكه شاعري كړې وای. هغه د خپلو خپلوانو له لاسه دومره ځورېدلى چې د هغه په شعرونو كې يـې د غندنې او څرگندونې څپې ليدل كېږي. هغه له ژوبه د زده كړې او تدريس لپاره كندهار ته راځي، خو تر څه مودې وروسته بيا بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي، ځكه هغه د زده كړې په لټه کې وو او هڅه يـې كوله خپل زړه ته له دې نوراني څراغ څخه رڼا واخلي او نورو كسانو ته هم گټه ورسوي. د پاچا په غوښتنه بېرته كندهار ته راځي او بيا د تل لپاره په كې مېشتېږي.

پير محمد کاکړ د احمد شاه بابا د ارمان د بشپړولو لپاره د «معرفته الافغاني» په نوم لومړى درسي کتاب پر ١١٨٦ سپوږميز لېږدي کال وليکه. د ادب استادان وايي چي کاکړ، ياد کتاب د احمدشاه بابا زوى شهزاده سليمان ته هم تدريساوه. دغه لوى شاعر پر دغه کتاب سربيره د «هدايت مبتدي» په نوم د فقهې کتاب په دري ژبه او يو پښتو دېوان لري.

د پير محمد كاكړ پر ژوند، درانه شخصيت او آثارو ډېر څه ليكل كېدى شي او بايد وليكل شي. كه څه هم د هغه د ژوند او فن ډېرې خواوې راسپړل شوې دي، خو ډېرې نورې يـې لا پاتې دي. همدا راز پر هغو شعرونو يـې هم كار كول اړين دي، چې لا پيدا شوي نه دي، ځكه د هغه پر ځينو شعرونو سربېره يو شمېر آثار هم نه دي تر لاسه شوي.

كله چې استاد عبدالروف بېنوا په خپل سمون او زيار پر ۱۳۳۵ لمريز کال د پښتو ټولنې له خوا د دغه شاعر دېوان چاپاوه، نو د هغه د ژوند، ادبي او هنري پنځونو په اړه يـې ډېر كره او نادر مالومات راټول كړل او په سريزه كې يـې د هغه د شعري سبك د څرنگوالي په اړه له شننو او څرگندونو سره چاپ كړل. دا دېوان په پښتو ادبياتو كې ځانـگړى ارزښت او مقام لري، ډېر خلك يـې مينه وال دي، په ځانگړې توگه ځينې پاخه شاعران او پوخ عمره كسان يـې په پېنځه سوو روپيو هم يو زوړ دېوان رانيسي. د همدې ازرښت له كبله صحاف خپرندويې ټولنې وپتېيله چې بيا يـې چاپ او خپلې ټولنې او ادب ته يـې وړاندې كړي.

د شعر بېلگې يې

لكه زه يم ستا په درد و (ستا) په غم كښې

بل څوك مه شه هسې شان په غم آلوده

يا هم:

اور د مينې مې بلېږي په سينه كښې

د آه دود مې و فلك ته تر خوله ځي

اوسنۍ بگڼه يـې:

اور د مينې مې بلېږي په سينه كښې

د آه دود مې و فك (و) ته تر خوله ځي.

مړينه

د شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ ژوند تر ١٢١٦ سپوږميز لېږدي کاله پورې اټکل کېږي.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د پښتو شاعرۍ ديوان، د ۱۳۸۲ لمريز کال چاب.

۲- معرفته الافغاني (درسي کتاب).

۳- هدايت مبتدي (د فقهې په اړه په پارسي ژبه).

۴- د پیر محمد کاکړ یو بل اثر د پښتنو تاریخ دي، چې ویل کېږي د لوی احمد شاه بابا په امر يې په پښتو ژبه کښلی وو، خو تر اوسه لا نه دی موندل شوی.


اخځليک

۱- https://www.dw.com/ps/%D8%AF-%D9%BE%D9%8A%D8%B1%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%DA%A9%DA%93-%D8%AF%DB%90%D9%88%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D9%BE%DA%93%DB%90%D8%AF%D9%88-%DB%B2%DB%B4%DB%B0-%DA%A9%D8%A7%D9%84%D9%8A%D8%B2%D9%87-%D9%88%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%84-%D8%B3%D9%88%D9%87/a-17692282

۲- https://pa.azadiradio.com/a/26604282.html

۳- https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D9%BE%DB%8C%D8%B1-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%DA%A9%D8%B1-%D8%AF%DB%8C%D9%88%D8%A7%D9%86/

۴-