ښکېلاک د یو ځواک یا خلکو له خوا پر بله سیمه یا خلکو د مستعمراتو د رامنځته کولو او په ټوله کې د  اقتصادي تسلط د موخو له لارې د واک چلول یا سیاسي کنټرول دی. د ښکېلاک په پروسه کې ښکېلاکګر ښايي خپل مذهب، ژبه، اقتصاد او ګڼې نورې کلتوري چارې پر مستعمره وتپي/تحمیل کړي. بهرني مدیران د خپلو ګټو په لټه کې پر مستعمره واکمني کوي او د مستعمرې له خلکو او سیمې څخه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. دا له امپريالیزم سره مل خو له هغه سره توپیر لري.    [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

که څه هم استعمار له لرغونو زمانو راهیسې شته، خو دا مفهوم په کلکه سره په ۱۵مه پېړۍ کې د اروپا له استعمار او له هغه مهال سره چې ځينو اروپايي هېوادونو د مستعمراتي امپراتوريو رامنځته کول پیل کړل، تړاو لري.

استعمار پالو اروپايي هېوادونو په لومړیو کې د خپل هېواد د اقتصادي موخو د پیاوړي کولو لپاره د مېرکانتلیزم (اعظمي کچې ته د صادراتو لوړول او تر وروستۍ کچې د وارداتو راټیټول) سیاستونه څارل، په دې توګه تر ډېره تړونونو مستعمرې یوازې له لوی ښار (هغه سیمه چې له سوداګریز اړخه یې د مور حیثیت درلود) سره پر سوداګرۍ محدودې کړې وې. له دې سره د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د بریتانیا امپراتورۍ له سوداګریزو محدودیتونو او مېرکانتلیزم څخه لاس واخیست او د ازادې سوداګرۍ اصل یې له لږو محدودیتونو یا تعرفو سره ومانه.

عیسوي تبلیغیان د اروپا تر ولکې لاندې په ټولو مستعمراتو کې په عملي ډول فعال وو ځکه لوی ښارونه له مذهبي پلوه عیسویان وو.

تاریخ پوه فليپ هوفمن داسې محاسبه کوي چې تر ۱۸۰۰ ز کال پورې له صنعتي انقلاب څخه مخکې لږ تر لږه د ځمکې ۳۵ سلنه برخه د اروپایانو په لاس کې وه او تر ۱۹۱۴ ز کال پورې یې د نړۍ ۸۴ سلنه واک ترلاسه کړی و. استعماري ځواکونو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۴۵ او ۱۹۷۵ ز کلونو تر منځ شا تګ وکړ. په دغه مهال کې نږدې ټولو مستعمراتو خپلواکي ترلاسه کړه او بدلو شویو یا تر استعمار وروسته او نويو استعماري اړیکو ته دننه شول. [۷]

نوي استعمار او تر استعمار وروسته اړیکو د استعمار اېډیالوژۍ او اړیکو ته دوام یا بدلون ورکړی، د استعمار د دوام دلیل د نویو کرښو او پراختیا له مفهومونو لکه په خارجي فضا کې د استعمار لپاره کشفیات/سپړنې یادوي.

تعریفونه

سمول

د کولنز انګلیسي ډېکشنري/ قاموس استعمار داسې تعریفوي «د ځواکمن هېواد له خوا د لږ ځواکمنو هېوادونو د کنټرولو چاره ده چې د هغوی سرچینې د خپل ځواک او شتمنۍ د زیاتولو لپاره کاروي.» د وېبستر دایرة المعارف/ پوهن‌غونډ استعمار داسې تعریفوي: «د یوه ملت سیاست یا سیستم چې پر نورو خلکو یا خاورو د خپل واک د پراختیا او خوندیتوب په لټه کې وي.» د مریم وېبستر قاموس څلور تعریفونه وړاندې کوي، چې له ډلې یې «هغه څه چې د یوې مستعمرې ځانګړنه/مشخصه ده» او «پر یوه سیمه او دهغې اړوند خلکو باندې د یو ځواک/قدرت کنټرول دی» یادولی شو. د ایتمولوژي یا ريښې پېژندنې له اړخه د «مستعمرې» کلیمه د کلونیا/colōnia له لاتیني کلیمې څخه اخیستل شوې چې معنا یې «د کرنې لپاره یو ځای» ده.[۸][۹][۱۰]

د سټنفورډ فلسفې دایرة المعارف/ پوهن‌غونډ دا اصطلاح «د اروپايي مستعمرې او د نړۍ پر ډېرو برخو لکه د امریکا لویه وچه، استرالیا او د افریقا او اسیا پر ځينو برخو د هغوی د سیاسي کنترول» لپاره کاروي. دا فلسفه د استعمار، امپريالیزم او فتحې تر منځ پر توپیر بحث کوي او داسې وايي چې د استعمار تعریف له دغه واقعیت څخه اخیستل شوی چې دا اصطلاح تر ډېره د امپریالیزم  لپاره د مترادف په توګه کارول کېږي. امپریالیزم او استعمار دواړه د فتحې بڼې وې چې د تمې له مخې د ستراتيژيکي او اقتصادي پلوه د اروپا په ګټه وې، په دوام یې وايي «د دغه دواړو کلیمو تر منځ د توپیر کولو ستونزې ته له پام سره، په دغه ننوت کې استعمار په پراخ ډول له ۱۶مې پېړۍ څخه تر شلمې پېړۍ پورې د اروپا د واکمنۍ سیاسي پروژې ته په اشارې کارول کېږي، چې په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې له ازادي غوښتونکو غورځنګونو سره پای ته ورسېده.» [۱۱]

راجر تېنګور د یورګن اوسترهامل استعمار ته په خپله سریزه کې: یو تیوري ته په بیا کتنې سره لیکي چې: «د اوسترهامل له نظره، د استعمار جوهر د مستعمرو وجود دی چې د بېل تعریف له مخې له نورو خاورو لکه تحت الحمایه سیمو یا د غیر رسمي نفوذ له سیمو څخه اداره کېږي» اوسترهومل په کتاب کې پوښتي: «څنګه کولی شو استعمار له مستعمرې څخه خپلواک تعریف کړو؟» هغه یې په دریو جملو کې تعریفوي:  [۱۲][۱۳]

استعمار د لرغوني اکثریت (یا په اجبار سره د وارد شویو) او د بهرني یرغل ګرو تر منځ اړیکه ده. بنسټيزې پرېکړې چې د مستعمرې پر خلکو اغېز کوي، د استعماري واکمنانو له خوا د خپلو ګټو د څار په لاره په لویو ښارونو کې نیول کېږي او پلي کېږي. استعمارګران د مستعمرې د نفوس د کلتوري جوړښت له ردولو سره د خپلې واکمنۍ لپاره په خپله لوړتیا او مقرر شوي حکم باوري شوي. [۱۴]

د استعمار ډولونه

سمول

تاریخ پوهان تر ډېره د استعمار په بېلابېلو رانغاړل شویو بڼو کې توپير ښيي، چې په ټوله کې يې په څلورو ډولونو وېشي: مېشت/هجرتي استعمار، استثمارپال استعمار، ځای ناستی استعمار او داخلي استعمار. ځینو نورو تاریخ پوهانو د ملي او سوداګریز استعمار په ګدون د استعمار نور ډولونه هم پېژندلي.   [۱۵][۱۶]

  • مېشت/هجرتي استعمار مستعمراتو ته په پراخه کچه د مهاجرانو مهاجرت ته اړتیا لري چې تر ډېره له سیاسي، مذهبي یا اقتصادي دلیلونو سره هڅول کېږي. د استعمار دا بڼه تر ډېره د پخواني شته نفوس پر ځای د یو کډوال نفوس د ځای ناستي کولو په موخه پېښېږي، چې مستعمرې ته د استوګنځي او مېشتېدو په موخه د ګڼ شمېر کډوالو دننه کول په کې شاملېږي. استرالیا، کاناډا، متحده ایالتونه، سویلي افریقا (او تر بحث پاروونکې کچې اسرائیل) د هغه هېوادونو بېلګې دي چې په خپله مدرنه بڼه کې يې مېشت استعمار رامنځته کړی. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
  • په استثماري استعمار کې لږ شمېر استعمارګران شاملېږي او د لوی ښار په ګټه د طبیعي سرچینو یا کاري ځواک پر کارولو تمرکز لري. په دې بڼه کې سوداګریز پوستونه او همدارنګه لویې مستعمرې شاملېږي چې استعمارګران یې د سیاسي او اقتصادي مدیریت ډېره برخه جوړوي. په اسیا او افریقا کې د اروپا استعمار تر ډېره د استثماري استعمار تر څار لاندې شوی. [۲۲]
  • په ځای ناستي استعمار کې د ښارجوړونې يوه پروژه شاملېږي چې د یو استعماري ځواک له خوا یې ملاتړ کېږي، چې په هغه کې مېشت کسان د حاکم ځواک له ورته قومي ډلو څخه نه وي. [۲۳]
  • داخلي استعمار د یو دولت د سیمو تر منځ  نابرابر جوړښتي ځواک دی. د استثمار سرچینه د دولت له داخل څخه راپورته کېږي. دا چاره په داسې یو هېواد کې چې نوې يې خپلواکي ترلاسه کړې وي له استعمار کوونکي هېواد څخه یو نوي مهاجر نفوس ته د کنترول او لېږد له لارې ښودل کېږي. [۲۴]
  • ملي استعمار هغه پروسه ده چې د دواړو داخلي استعمار او مېشت استعمار عناصر په کې شاملېږي، چې په هغه کې ملت –جوړونه او استعمار په سمبولیک ډول سره تړلي دي، استعماري رژيم هڅه کوي چې استعمار شوي خلک د هغوی له خپل کلتوري او سیاسي انځور سره په نښه کړي. موخه یې یوازې په دولت کې د سیمې د غوره کلتور د منعکسولو لپاره د دوی مدغمول دي. په تایوان کې د چین جمهوریت د ملي – استعماري ټولنې یوه لرغونې بېلګه ده. [۲۵]
  • په سوداګریز استعمار کې د سوداګرو لپاره د سوداګریزو فرصتونو په ملاتړ پانګونه شاملېږي. د استعمار دا ډول د ۱۹مې پېړۍ په اسیا کې ډېر وتلی و، چېرته چې انزوا غوښتونکي دولتونه تر دې مخکې مجبوره وو خپل بندرونه د لویدیځو ځواکونو پر وړاندې پرانیزي. د دې استعمار مثالونه د تریاکو جګړه او د جاپان پرانیسته دي. [۲۶]

سرچينې

سمول
  1. Margaret Kohn (29 August 2017). "Colonialism". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Stanford University. نه اخيستل شوی 5 May 2018.
  2. "Colonialism". Collins English Dictionary. HarperCollins. 2011. نه اخيستل شوی 8 January 2012.
  3. Webster's Encyclopedic Unabridged Dictionary of the English Language, 1989, p. 291.
  4. Tignor, Roger (2005). Preface to Colonialism: a theoretical overview. Markus Weiner Publishers. p. x. ISBN 978-1-55876-340-1. نه اخيستل شوی 5 April 2010.
  5. Rodney, Walter (2018). How Europe underdeveloped Africa. ISBN 978-1-78873-119-5. OCLC 1048081465.
  6. Veracini, Lorenzo (2010). Settler Colonialism: A Theoretical Overview. New York: Palgrave Macmillan. pp. 5. ISBN 978-0-230-22097-3.
  7. Philip T. Hoffman (2015). Why Did Europe Conquer the World?. Princeton University Press. pp. 2–3. ISBN 978-1-4008-6584-0.
  8. "Colonialism". Merriam-Webster. Merriam-Webster. 2010. نه اخيستل شوی 5 April 2010.
  9. Webster's Encyclopedic Unabridged Dictionary of the English Language, 1989, p. 291.
  10. "Colonialism". Collins English Dictionary. HarperCollins. 2011. نه اخيستل شوی 8 January 2012.
  11. Margaret Kohn (29 August 2017). "Colonialism". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Stanford University. نه اخيستل شوی 5 May 2018.
  12. Osterhammel, Jürgen (2005). Colonialism: a theoretical overview. trans. Shelley Frisch. Markus Weiner Publishers. p. 15. ISBN 978-1-55876-340-1. نه اخيستل شوی 5 April 2010.
  13. Tignor, Roger (2005). Preface to Colonialism: a theoretical overview. Markus Weiner Publishers. p. x. ISBN 978-1-55876-340-1. نه اخيستل شوی 5 April 2010.
  14. Osterhammel, Jürgen (2005). Colonialism: A Theoretical Overview. trans. Shelley Frisch. Markus Weiner Publishers. p. 16. ISBN 978-1-55876-340-1. نه اخيستل شوی 5 April 2010.
  15. Olusoga, David (2010). The Kaiser's Holocaust: Germany's Forgotten Genocide and the Colonial Roots of Nazism. Faber & Faber.
  16. Healy, Roisin; Dal Lago, Enrico (2014). The Shadow of Colonialism on Europe's Modern Past. New York: Palgrave Macmillan. p. 126. ISBN 978-1-137-45075-3.
  17. Veracini, Lorenzo (2007). "Historylessness: Australia as a settler colonial collective". Postcolonial Studies. 10 (3): 271–285. doi:10.1080/13688790701488155. hdl:1885/27945. S2CID 144872634.
  18. Gold, Dore. (2011). "The Myth of Israel as a Colonialist Entity: An Instrument of Political Warfare to Delegitimize the Jewish State". Jewish Political Studies Review. 23 (3/4): 84–90. JSTOR 41575861.
  19. Veracini, Lorenzo (2007). "Historylessness: Australia as a settler colonial collective". Postcolonial Studies. 10 (3): 271–285. doi:10.1080/13688790701488155. hdl:1885/27945. S2CID 144872634.
  20. Gold, Dore. (2011). "The Myth of Israel as a Colonialist Entity: An Instrument of Political Warfare to Delegitimize the Jewish State". Jewish Political Studies Review. 23 (3/4): 84–90. JSTOR 41575861.
  21. Healy, Roisin; Dal Lago, Enrico (2014). The Shadow of Colonialism on Europe's Modern Past. New York: Palgrave Macmillan. p. 126. ISBN 978-1-137-45075-3.
  22. Murray, Martin J. (1980). The Development of Capitalism in Colonial Indochina (1870–1940). Berkeley: University of California Press. ISBN 0-520-04000-7.
  23. Atran, Scott (November 1989). "The Surrogate Colonization of Palestine 1917–1939" (PDF). American Ethnologist. 16 (4): 719–744. doi:10.1525/ae.1989.16.4.02a00070. Archived from the original (PDF) on 2018-05-18. نه اخيستل شوی 2022-06-02. {{cite journal}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  24. Gabbidon, Shaun (2010). Race, Ethnicity, Crime, and Justice: An International Dilemma. Los Angeles, CA: SAGE. p. 8. ISBN 978-1-4129-4988-0.
  25. Wong, Ting-Hong (May 2020). "Education and National Colonialism in Postwar Taiwan: The Paradoxical Use of Private Schools to Extend State Power, 1944–1966". History of Education Quarterly. 60 (2): 156–184. doi:10.1017/heq.2020.25. S2CID 225917190.
  26. Wong, Ting-Hong (May 2020). "Education and National Colonialism in Postwar Taiwan: The Paradoxical Use of Private Schools to Extend State Power, 1944–1966". History of Education Quarterly. 60 (2): 156–184. doi:10.1017/heq.2020.25. S2CID 225917190.