افضل خان ختک

افضل خان خټک (زوکړه د ۱۰۷۴ لېږديز سپوږميز کال شاوخوا - مړینه؟) د اشرف خان هجري زوی، د ستر خوشحال خان خټک لمسی، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه سمول

افضل خان خټک پر ۱۰۷۴ لېږديز سپوږميز کال شاوخوا په اکوړه کې زېږېدلی وو. د هغه په لوړه کچه ښوونه او روزنه په برخه شوې وه، خو د بدبختۍ خبره دا وه چې د هغه د زېږېدو پر مهال د هغه نیکه په هند کې بندي وو.

کله چې افضل خان خټک د ۱۷ کالو زلمی شو نو پلار یی پر ۱۰۹۲ لېږديز سپوږميز کال د خپل ورور بهرام خان په سازش بېجاپور ته په زنځیرونو کې تړلی ورساوه. په هره توگه، د هغه ډېره ښوونه او روزنه د هغه نیکه خوشال خان خټک کړې ده. د افضل خان خټک چې شونډه شنه کېده نو توره او قلم یې راواخستل ځکه چې دا د هغوی د کورنۍ پاتمړې (میراث) وه.

پر ۱۰۹۱ ل س کال یې د ۱۷ کالو په عمر له خپل نیکه سره د ډوډې کلا سوبه کړه. د نیکه د مړينې او د پلار د بند په ورځو کې یې خپله قبیله راټوله کړه او تر ډېرې اوږدې مودې پورې د خپلې قبیلې سردار پاتی شو.

افضل خان خټک د ډېرې لوړې کچې ادیب، تاریخ ليکونکی، شاعر او مفسر وو. د هغه په کتابونو کې تاریخ مرصع، علم خانه، انش چې د انوار سهیلي ژباړه ده او عرفاني تفسیر شامل دی؛ دغه تفسیر يې نیمگړی دی.

مړينه سمول

د افضل خان خټک د مړینې په کال کې اختلاف دی، هرگوره، ۱۱۵۳ لېږديز سپوږميز يې د مړینې کال گڼل کېږي. د هغه کېڅ (قبر) د زیارت کاکا (رح) په هدیره کې دی.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- تاریخ مرصع.

۲- علم خانه.

۳- انش.

۴- عرفاني تفسیر.

۵- بازنامه (منظوم نښير).

سرچينې سمول

۱. https://mundigak.com/2020/03/17/تاریخ-مرصع/

۲.