دوست محمد خان کامل مومند

دوست محمد خان کامل مومند (زوکړه د ۱۹۱۵ زېږدي کال د ډيسمبر ۱۶، پېښور - مړینه د ۱۹۸۱ ز کال د فبرورۍ ۲۳) د لوی افغانستان او خيبر پښتونخوا يو پښتون شاعر، اديب او ليکوال وو.

دوست محمد خان کامل

مخينه

دوست محمد خان کامل د ۱۹۱۵ ز کال د ډيسمبر مياشتې پر ۱۶ نېټه د پېښور د قاضي خېلو په مالت كې زېږېدلى وو. د هغه د پلار نوم فرجون خان وو. پلار او نیکه ېې د نوښار تحصیل د ډاگۍ نومې کلي اوسېدنکي ول، خو د کامل پلار د ملازمت په لړۍ په پېښور کې مېشت شوی وو. د هغه مشران د بډه بېرې اوسیدونکي ول.

کامل لومړنۍ زده كړې په پېښور كې ترسره كړې وې. يانې مېټرک د گورنمنټ هایی سکول مردان نه پر ۱۹۳۲ کال کړې وه. دمیټرک نه وروسته د پېښور په اسلامیه کالج کې داخل شو. د کالج د خېبر مېگزین مدیر وو. اسلامیه کالج کې دایف.ای کولو نه وروسته د بي.ای لپاره ایډورډز کالج ته ولاړ. هلته ېې پر ۱۹۳۶ ز کال بی ـ ای نه پس فلسفه کې داېم ـ ای او اېل ـ اېل ـبی کولو لپاره عليگړ پوهنتون ته ولاړ. له دغه پوهنتونه يې دغه دواړه بريليکونه تر لاسه کړل. پر ۱۹۳۹ ز کال ېې وکالت پریکټس پيل کړ او په سیاست کې ېې هم کړنيزه (عملي) برخه واخسته. پر ۱۹۴۷ ز کال ېې د سرحد مسلم سټوډنس فېډړیشن د صدر په توگه د کانگرسي حکومت خلاف د سويل نافرمانۍ په تحریک کې برخه واخيسته او جېل ته هم ولاړ.

دوست محمد کامل د پښتو ادب د هغو څېړونکو په شمېر کې دی، چې تر اوسه یی څېړنه چا په مشکله رد کړې ده. پر خوشال خان خټک باندې د هغه څېړنه د سند پوړۍ (درجه) لري. پر خوشال سربېره یې د مغلو د دور په تاریخ ژور نظر لرلو. د هغه څېړنه په ژورو بنسټونو ولاړه ده. د هغه د اردو ژبې خوشحال خان خټک نومې کتاب د خوشال بابا په اړه د اتهارټی حېثیت لري. سربېره پر دغه کتاب ېې د خوشال بابا کلیات مرتب کړي دي او د مدلله حاشیه يې ورباندې لیکلې ده. د تاریخ مرصع مرتب کول او ورباندې پراخ نوټونه لیکل د هغه بل څېړنيز کار دی.

د سکندر خان خټک دېوان ېې هم مرتب کړی او د رحمان بابا په ژوند او فن ېې هم په پښتو کې څېړنيز کتاب لیکلی دی. د خوشال بابا په اړه يې د بهرنيو څېړونکيو د سوداگانو د لرې کولو لپاره په انگریزۍ کې «آن ای فارن ایپروچ تو خوشحال» په نوم یو څېړنيز کتاب لیکلی دی. د ځينو نورو څېړونکو له زړه څخه د سودا د ويستلو لپاره ېې پر ۱۶۳۰ ز کال کتاب لیکلی دی چې په کې ېې د ځينو تاریخي ټکو روښانتېا کړې ده. پر څېړنې او تنقید سربېره کامل صاحب پښتو او پارسۍ کې هم شاعري کړې ده. د پښتو شاعرۍ ټولگه ېې «د فکرونو ډيوې» او د پارسۍ شاعرۍ هغه یې د «خم خانه یثرب» په نومونو نومولې دي.

زده کړې

 
دوست محمد خان کامل

دندې

مړينه

د پښتو ادب دا لوی محسن د ۱۹۸۱ ز کال د فبرورۍ پر ۲۳ د يوې ناروغۍ په پايله کې په ليډي ريډنگ روغتون كې وفات شو او د ډاگې په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی په پشونگړو كې د خپلې مور قبر سره خوا كې خاورو ته وسپارل شو. پشونگړو كې د تدفين وجه دا وه، چې د ذاكر حسين يعنې د كامل مومند صاحب د برخوردار په قول، د كامل صاحب كلي كې خپل يو عزيز تربور سره طبيعت نه لگېده، نو كامل صاحب وصيت کړی وو چې ما به په دې كلي كې نه ښخوئ، يا مې د رحمان بابا هديره كې خاورو ته وسپارئ او يا پشونگړو كې د مور قبر سره. دغه وجه ده چې كامل صاحب د مور قبر سره دفن كړاى شو.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- په پردۍ ژبه خوشحال ته رسېدنه On a Foreign Approach to Khushal (په انگرېزي ژبه).

۲- د خوشال خان خټک ديوان (سريزه)، لومړی او دويم ټوک، د چاپ کالونه ۱۹۵۲ او ۱۹۶۰ زېږدي.

۳- د سکندر خان خټک ديوان (سريزه)، لومړی او دويم ټوک، د چاپ کالونه ۱۹۵۳ ز. او ۱۹۵۸ ز.

۴- رحمان بابا، لومړی او دويم ټوک، د چاپ کالونه ۱۹۵۸ ز.

۵- تاريخ مرصع، ليکوال افضل خان ختک. کامل د دې اثر په اړه څېړنه کښلې چې د اصلي متن دوه برابره حجم لري، د چاپ کال ۱۹۷۵ ز.

۶- له زېږد (ميلاد) نه ۱۶۳۰ کاله وروسته.

۷- د فکرونو ډيوې (د کامل د شعرونو ټولگه)، د چاپ کال ډېسمبر، ۱۹۹۳ ز.

۸- خوشال خان خټک، ۱۹۵۱ ز.

۹- په رحمان بابا يو نوی کتاب، چاپکال ۱۹۵۹ ز.

اخځونه

  1. http://www.kitabtoon.com/jwandlik/view.article.php?41/c0
  2. http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com/posts/3359 Archived 2016-04-19 at the Wayback Machine.
  3. http://lokrana.bloguna.tolafghan.com/posts/9532[مړه لينکونه]