سمندر خان سمندر
سمندر خان سمندر (زوکړه د ۱۹۰۱ زېږدي کال د جنوري لومړۍ، نوښار - مړینه د ۱۹۹۰ زېږدي کال د جنوري ۱۷) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.
مخينه
سمولحاجي سمندر خان سمندر د ۱۹۰۱ ز کال د جنوري پر لومړۍ نېټه د نوښار په بدرشو كلي د منصور خان په كور کې دې نړۍ ته سترگې غړولې وې. سمندر خان د پښتو ادب ډېر خدمت کړی دی. د سمندر صيب كلام علم عروض په مطابق پوره دی. پر ۱۹۴۸ ز کال کې يوې ادبي ټولنې سرحد له طرفه سمندر صيب ته ملک الشعراء خطاب ورکړی وو.
سمندر خان سمندر د مسلمانو بد حالي او تنزل ته چې مشاهده وكړه نو داسې يې وويل:
شته هر چرته مسلمان خو سلمان نشته د يو حر ميړني غوندې ايمان نشته