امانوئل سویډنبرګ

امانوئل سویډنبرګ (په پیل کې یې نوم امانوئل سویډبرګ و؛ زوکړه: د ۱۶۸۸ زکال د فبروري ۸ مه – مړینه: د ۱۷۷۲ زکال د مارچ ۲۹مه) سویډني کثرت پالونکی عیسوي الهیات پوه، ساینس پوه، فیلسوف او روحاني و. نوموړي له مړینې وروسته د ژوند (afterlife) او د جنت او دوزخ (Heaven and Hell) اړوند خپلو کتاب (۱۷۵۸ زکال) له امله شهرت وموند. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

امانوئل سویډنبرګ
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۹ جنوري ۱۶۸۸ (Julian) — ۲۹ جنوري ۱۶۸۸[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۹ مارچ ۱۷۷۲[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
stroke (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
دین
امانوئل سویډنبرګ
امانوئل سویډنبرګ
امانوئل سویډنبرګ

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۹ جنوري ۱۶۸۸
سټاکهولم [۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
تابعیت سويډن   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
امانوئل سویډنبرګ
امانوئل سویډنبرګ

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

سویډنبرګ د مخترع او ساینس پوه په توګه حرفوي ژوند ته مخه کړه. په ۱۷۴۱ زکال کې هغه مهال چې ۵۳ کلن و روحانیت ته یې مخه کړه او په دې سره یې خیالونه او اروايي موارد په ځانګړې توګه د ۱۷۴۴ زکال د اپرېل په ۶مه د ایستر د رخصتۍ پر مهال تجربه کړل. د «معنوي بیدارۍ» په برخه کې د هغه تجارب اوج ته اورسېدل او پر باور یې داسې مکاشفې ته لاسرسی وموند چې ګویا حضرت عیسی(ع) هغه د آسماني دوکتورینو د لیکنې په موخه ټاکلی. د آسماني دوکتورینو په نامه د هغه د اثر پر بنسټ، خدای د سویډنبرګ روحاني سترګې پرانیستې وې او له هغو وروسته یې کولای شول له کومې ستونزې پرته جنت او دوزخ وویني له ملایکو، شیطانانو او ارواه ګانو سره خبرې وکړي چې پر باور یې د حساب او کتاب ورځ په ۱۷۵۷ زکال کې په ۱۷۵۸ زکال کې د هغه د اثرDe Nova Hierosolyma et ejus doctrina coelesti  (په پښتو: د نوي اورشلیم اړوند او د هغو نوي آسماني دوکتورین) له خپرېدو یو کال وړاندې تېره شوې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سویډنبرګ د خپل ژوند په وروستیو ۲۸ کلونو کې ۱۸ الهیاتي اثار خپاره کړل – همدارنګه یې ګڼ شمېر نور اثار له خپرېدو پاتې شول. هغه د واقعي عیسویت په نامه خپل اثر کې چې خپله یې خپور کړ ځان یې د «عیسی مسیح خادم» بللی و. د آسماني دوکتورینو په نامه د هغه د اثر یو شمېر پلویان په دې باور دي چې د نوموړي الهیاتي آثار چې خپله یې خپاره کړي په بشپړه توګه د الهي الهام پر بنسټ دي. یو شمېر نور بیا د سویډنبرګ ټول آثار د الهام پر بنسټ بولي. د نیوچرچ په نامه مذهبي ډله چې همدارنګه د سویډنبرګنېزم په نوم هم پېژندل کېږي هغه نوی مذهبي خوځښت و چې په اصل کې یې بنسټ د ۱۷۸۷ زکال پر مهال اېښودل شوی و او له هغو اړوندو تاریخي عیسوي ډلو څخه جوړ و چې د سویډنبرګ لیکنو ته د وحی په توګه درناوی کوي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

لومړنی ژوند

سمول

د سویډنبرګ پلار، جسپر سویډبرګ (۱۶۵۳- ۱۷۳۵ زکال) د کانونو له استخراج کوونکو شتمنې کورنۍ څخه و، د پلار له اړخه په اجدادو کې یې لومړنی پېژندل شوی کس له سنډبورن سیمې څخه اوت پرسون و چې ۱۵۷۱ زکال ته اړوند بلل کېږي. پلار یې له هېواده بهر سفر وکړ او الهیات یې ولوستل، له زده کړو وروسته هغه بېرته خپلې هېواد ته راوګرځېد؛ نوموړي ترې دې کچې ځان رسولی و چې په سټکهلم کې یې د خپل تبلیغ پر مټ د سویډن پاچا یوولسم چارلز تر اغېز لاندې راوست. د پاچا له نفوذ څخه په ګټنې هغه د اوپسالا په پوهنتون کې د الهیاتو ښوونکی او د سکارا کشیش شو. [۲۷][۲۸][۲۹]

جسپر د لوترېزم سره د مخالفت لرونکي دین پالونکي خوځښت له عقایدو سره لیوالتیا څرګنده کړه چې د مطلق باور (سولا فیدي) پر ځای یې له خدای سره د اړیکې پر فضایلو تکیه لرله. سولا فیدي د لوتري کلیسا اصول و او جسپر هم په بدعت کولو تورن و. په داسې حال کې چې دغه عقاید بحث پارونکي و، خو د هغه د زوی امانوئل پر معنیویت باندې یې زیات اغېز درلود. جسپر همدارنګه باوري و چې ملایکې او ارواګانې د هر انسان په ورځني ژوند کې شتون لري او دغه باور هم په پیاوړې توګه په امانوئل اغېز درلود.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

له ۱۷۰۳ زکال څخه تر ۱۷۰۹ زکال پورې هغه مهال چې امانوئل ۱۵- ۲۱ کلن و د ځوان اریک بنزلیوس په کور کې اوسېد. نوموړي د خپل پوهنتون دوره په اوپسالا کې د ۱۷۰۹ زکال پر مهال پای ته ورسوله او په ۱۷۱۰ زکال کې یې لندن ته د تلو په موخه خپل اوږد سفر د هالنډ، فرانسې او جرمني له لارې ترسره کړ او څلور کاله هلته پاتې شو. دغه ځای د نوموړي د علمي نظریاتو او کشفیاتو د ودې مرکز و. نوموړي دلته فزیک، میخانیک او فلسفه ولوستل، اشعار یې وویل او وه یې لیکل. د سویډني منتقد اولوف لاګرکرانتز د کتاب د مخکتنې پر بنسټ سویډنبرګ خپل با اخلاقه اوښي بنزلیوس ته لیکلي و چې باوری دی کېدای شي د هغه برخلیک د یو لوی عالم په توګه وي. [۳۴][۳۵]

علمي دوره

سمول

سویډنبرګ په ۱۷۱۵ زکال کې د ۲۷ کلونو په عمر سویډن ته راوګرځېد او د راتلونکو دوه لسیزو لپاره یې ځان د طبیعي علومو او انجینرۍ په برخه کې پروژو ته وقف کړ. د هغه لومړنی ګام په ۱۷۱۶ زکال کې د سویډن له پاچا دوولسم چارلز سره په لوند ښار کې لیدنه وه. سویډني مخترع کریسټوفر پولهم چې د سویډنبرګ په نږدې ملګري وواښت هم په دغه لیدنه کې شته و. له دغې لیدنې څخه د سویډنبرګ موخه دا وه چې پاچا متقاعد کړي د سویډن په شمال کې د یوې رصدخانې لپاره بودیجه ورکړي. ورته مهال جنګیالي پاچا دغه پروژه چندان مهمه نه بلله خو سویډنبرګ یې د فوق العاده ارزیابي کوونکي په توګه په سټاکهولم کې د سویډن د کانونو په اداره (Bergskollegium) کې وګماره. [۳۶]

سویډنبرګ له ۱۷۱۶ زکال څخه تر ۱۷۱۸ زکال پورې هغه مهال چې دېرش کلن و د شمالي دیدالوس («Daedalus Hyperboreus») په نامه یوه علمي مهالیزه یې خپره کړه چې په هغو کې یې میخانیکي او ریاضیکي اختراعات او کشفیات ثبت کړي و. په دغه مهالیزه کې یو تر ټولو مهم توصیف د الوتونکي ماشین و ، چې نوموړي څو کاله وړاندې د هغو په طراحۍ کار پیل کړی و. [۳۷]

په ۱۷۱۸ زکال کې سویډنبرګ یوه مقاله خپره کړه چې هڅه یې په کې کړې وه اروايي او ذهني چارې د د دقیقو ارتعاشاتو یا «لړزې» پر بنسټ په کې تشرېح کړي.

د دولسم چارلز له مړینې وروسته ملکې اولریکا الئونورا، سویډنبرګ او د هغه خویندو وروڼو ته اشرافي القاب ورکړل. په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې په سویډن کې دا دود وه چې د کشیشانو اولادونه دغه افتخار د خپلو پلرونو د خدماتو په ویاړ ترلاسه کوي. په دې سره د هغوی د کورنی نوم له سویډبرګ څخه سویډنبرګ ته واوښت. [۳۸]

په ۱۷۲۴ زکال کې نوموړي ته په اوپسالا پوهنتون کې د ریاضیاتو د استادۍ وړاندیز وشو؛ هغه دغه وړاندیز وه نه مانه او څرګنده یې کړه چې د خپل حرفوي ژوند پر مهال یې تر ډېره پورې له هندسې، کیمیا او متالورژي سره سروکار لرلی. نوموړي همدانګه وویل چې د ژبې د بندښت له امله هماغه ډول چې د هغه ډېرو ملګرو هم تشخیص کړې وه په سمه توګه د خبرو کولو وړتیا نه لري. له همدې امله هغه اړو څو په کراره او په ډېر دقت خبرې وکړي له همدې امله په عامه ډګر کې د هغه د خبرو کولو هېڅ پیژندل شوی مورد شتون نه لري. سویډني منتقد اولوف لاګرکرانتز څرګنده کړې چې سویډنبرګ خپله دغه نیمګړتیا په لیکلې بڼه د پراخو استدلالونو په وړاندې کولو جبران کړې. [۳۹][۴۰]

د ژوندانه پر مهال د مطالعاتو نوی اړخ

سمول

د ۱۷۳۰مې لسیزې پر مهال سویډنبرګ د اناتومي او فزیولوژي په برخو کې ګڼ شمېر څېړنې وکړې نوموړي د نیورون د مفهوم لومړنۍ وړاندوینه وکړه. یوه پېړۍ وروسته بیا د علومو پر بنسټ د عصبي حجراتو بشپړ اهمیت د درک وړ وګرځېد. نوموړي همدارنګه د مغزي قشر، د عصبي سیسټم د مراتبو د سلسلې لرونکي بنسټ، د مغزي نخاعي مایع د محلي سازۍ، د هیپوفیزغدې د فعالیت، د عروقي چاپېر د فضا، د مګیناید بطنونو، د سوماتوټاپیک سازمان نظریه او له عقل سره د مغز د مخکنۍ برخې د اړیکو اړوند نظریات وړاندې کړل. د هغه له خوا ترلاسه شوې پایلې په تجربي ډول په معاصر مهال کې تائید شوې دي. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

په ۱۷۳۰مه لسیزه کې سویډنبرګ په مخ پر زیاتېدونکي ډول له معنوي مسایلو سره لیوالتیا پیدا کړه او هوډ یې وکړ داسې نظریه جوړه کړي چې له ذهن سره د جسم اړیکه توضیح کړي. د خلقت د نظم او موخې سره د سویډنبرګ لیولتیا لامل وګرځېده هغه په پیل کې د جسم او د هغو د خلقت د بهیر اړوند څېړنو ته هدایت کړي. په اصل کې نوموړي خپله فلسفي کړنلار چې تجارب، هندسه (هغه وسایل چې د هغو پر مټ یې د نړۍ داخلي نظام کولای شو وپېژني) او د عقل قدرت یې په ځان کې نغاړه؛ ترسیم کړه. نوموړي همدارنګه کیهان پوهنې ته مخه کړه او پر بنسټ یې خپله لومړۍ نیبولاري فرضیه وړاندې کړه. (داسې شواهد شتون لري چې سویډنبرګ له کانټ څخه شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې دغې فرضیې ته پراختیا ورکړې وه). [۴۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ۱٫۸ Dictionary of Swedish National Biography ID: 34840. Retrieved: ۱ نومبر ۲۰۱۷. عنوان: Emanuel Swedenborg.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون. Invalid <ref> tag; name "332d162d365fc309135025684aa893bfe39caf21" defined multiple times with different content
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون. Invalid <ref> tag; name "e3f7e60fd57a19a620f403bcf0bc3c7519ed92fc" defined multiple times with different content
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11925817d. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6br90kj. Subject named as: Emanuel Swedenborg. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۳۰ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ CONOR.SI ID: 41902691. ذکر کېدنه: CONOR.SI. Invalid <ref> tag; name "37f6b7e9e3072232f681db9806242c01409cb974" defined multiple times with different content
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ذکر کېدنه: The Fine Art Archive. AbART person ID: 41620. Retrieved: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
  9. ذکر کېدنه: Merriam-Webster online dictionary. Merriam-Webster online dictionary entry: swedenborg.
  10. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  11. ذکر کېدنه: KulturNav. KulturNav-ID: a8504418-3339-4f6d-9ddf-398d709a895b. خپرېدو نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. Retrieved: ۲۷ فبروري ۲۰۱۶. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  12. "Swedenborg". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  13. کينډۍ:Cite EB1911
  14. Cooper, Glen M. (2014). Swedenborg, Emanuel. Bibcode:2014bea..book.2110C. بياځلي په 9 September 2011. {{cite book}}: |work= ignored (help) and the Encyclopedia of Religion (1987), which starts its article with the description that he was a "Swedish scientist and mystic". Others have not used the termکينډۍ:Which such as Williams-Hogan, Jane (2005) in Encyclopedia of Religion Retrieved 15 July 2013.
  15. "Swedenborg, E. Heaven and its Wonders and Hell. From Things Heard and Seen (Swedenborg Foundation, 1946)". Swedenborgdigitallibrary.org. بياځلي په 2012-08-16.
  16. Bergquist, Preface (pp. 15–16)
  17. Compare: Easter Sunday 1744 = Wednesday, March 25, 1744 (Gregorian calendar)
  18. Vardy, Peter; Vardy, Charlotte (31 October 2013). God Matters (reprint ed.). London: SCM Press (published 2013). p. 163. ISBN 9780334043928. بياځلي په 23 January 2021. Emanuel Swedenborg [...] entered into a spiritual phase of life at the age of 53 in 1741. He had a series of dreams and visions, culminating in an 'awakening' at Easter 1744, after which Swedenborg felt that he was free to visit heaven and hell and to talk with spirits, angels and demons.
  19. See Swedenborg, E. The Heavenly Doctrine
  20. Swedenborg, E. The Last Judgment and Babylon Destroyed. All the Predictions in the Apocalypse are at This Day Fulfilled. (Swedenborg Foundation 1952, Paragraphs 1–74) Retrieved 16 August 2013.
  21. "The True Christian Religion, Containing the Universal Theology of The New Church Foretold by the Lord in Daniel 7; 13, 14; and in Revelation 21; 1, 2, by Emanuel Swedenborg". Swedenborgdigitallibrary.org. بياځلي په 2012-08-16.
  22. "Which of Swedenborg's books are Divine revelation?". Swedenborgdigitallibrary.org. بياځلي په 2013-08-16.[مړه لينکونه]
  23. See "Which of Swedenborg's books are Divine revelation?"[مړه لينکونه]
  24. Odhner, Carl Theophilus (1912). ""Diary" and the Spiritual Body". New Church Life: 298.
  25. "Swedenborgianism (New Church)". September 2013. بياځلي په 6 February 2019.
  26. New Jerusalem Church (1788). Reasons for separating from the old church. : In answer to a letter received from certain persons in Manchester, who profess to believe in the heavenly doctrines of the New Jerusalem Church, as contained in the theological writings of the Late Hon. Emanuel Swedenborg, and yet remain in the external forms of doctrine and worship now in use in old church, not withstanding their direct opposition to the heavenly doctrines of the new church. To which are added, sundry passages from E. Swedenborg, on which the expediency, and even necessity, of a complete separation from the former church, is founded. By the Members of the New Jerusalem Church, who assemble in Great East-Cheap, London. R. Hindmarsh. OCLC 508967814.
  27. "Riddarhuset – Ätte- och vapendatabas – Swedenborg". 2017-06-04. بياځلي په 2023-01-05.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  28. (په سویډني) Nordisk familjebok, 2nd edition (Ugglan) article Svedberg, Jesper (1918)
  29. کينډۍ:Cite EB1911
  30. (په سویډني) Nordisk familjebok, 2nd edition (Ugglan) article Svedberg, Jesper (1918)
  31. کينډۍ:Cite EB1911
  32. Martin Lamm (1978 [1915]; pp.1–19) notes how all Swedenborg biographies at that draw similarities between the beliefs of Jesper and Emanuel. Lamm himself partially agrees with them, but he maintains that there were marked differences between them too.
  33. Svedberg's pietistic interests are described in Bergquist (1999), pp. 230–232.
  34. Lagercrantz, preface.
  35. x
  36. The meeting between the King, Polhelm and Swedenborg is described in detail in Liljegren, Bengt, Karl XII i Lund : när Sverige styrdes från Skåne, (Historiska media, Lund, 1999). ISBN 91-88930-51-3.
  37. x
  38. Bergquist (1999), pp.114–115
  39. Berquist (1999), pp. 118–119
  40. Proposed by Lagercrantz, also mentioned by Bergquist (1999), p. 119.
  41. Gordh, E. et al.Swedenborg, Linnaeus and Brain Research and the Roles of Gustaf Retzius and Alfred Stroh in the Rediscovery of Swedenborg's Manuscripts. Upsala Journal of Medical Sciences 2007; 112:143–164.
  42. Gross C. G. Emanuel Swedenborg: A neuroscientist before his time. The Neuroscientist 3: 2(1997).
  43. Gross, C. "Three before their time: neuroscientists whose ideas were ignored by their contemporaries Experimental Brain Research 192:321 2009.
  44. Tubbs RS, Riech S, Verma K, Loukas M, Mortazavi M, Cohen-Gadol A. Emanuel Swedenborg (1688–1772): pioneer of neuroanatomy. Childs Nervous System 2011 Aug;27(8):1353-5.
  45. Filley CM. Chapter 35: The frontal lobes. Handbook Clinical Neurology 2010;95:557-70
  46. Fodstad, H. The neuron theory Stereotactic and Functional Neurosurgery 2001;77:20-4
  47. Baker, Gregory L. (1983) "Emanuel Swedenborg – An 18th century cosmologist" in The Physics Teacher, October 1983, pp. 441–6 Retrieved 15 July 2013.