فزيک پوه هغه ساينسپوه دی چې د فزيک په برخه کې يې تخصص کړی وي، په کوم کې چې په فزيکي کايناتو کې د مادې او توانايۍ تعاملات د ټول اوږدوالي او د وخت په پيمانه په بر کې نيسي. په عام ډول فزيک پوهان د ښکارندې (فرضيې) په بنسټيزو يا حتمي لاملونو کې لېوالتيا لري او عموماً خپله پوهه په رياضیاتي اصطلاحاتو کې ترتيبوي. فزيک پوهان د څيړنيزو څانګو په پراخه ډګرونو کې کار کوي، د ټول اوږدوالي په مقياس خپاره دي: له فرعي اتومي او ذرې له فزيک څخه نيولي، بيا تر بيالوژيکي فزيک پورې او همداسې تر کايناتي مقياسیونو پورې چې ټول کاينات پکې رانغښتي دي. په دې ډګر کې عموماً دوه ډوله فزيک پوهان وي: تجرباتي فزيک پوهان، څوک چې د طبيعي ښکارندو د ليدنې او تجربو په وده او تحليل کې مهارت لري او نظریاتي فزيک پوهان، څوک چې د فزيکي نظام په رياضياتي نمونه جوړولو کې مهارت لري، تر څو د طبيعي ښکارندې (پديده) په عقل برابرول، تشريح کول او وړاندوينه وکړی. فزيک پوه کولای شي خپله پوهه د عملي ستونزو د حل کولو يا نويو ټيکنالوژيو د جوړولو لپاره وکاروي (کوم چې د تطبيقي فزيک يا انجنيرۍ فزيک په نوم هم پېژندل کېږي).[۱][۲][۳][۴][۵]

تاریخسمول

د فزيک مطالعه او تمرين له لرغونو وختونو څخه تر اوسه پورې د موندنو او پوهاوي پر يوه فکري زينه ولاړ دي. اوسمهال ډېرې کارېدونکې رياضياتي او طبيعي تصورات د لرغونو مدنیتونو په کارونو کې په لومړي ځل راڅرګند شوي دي، لکه د بابل د فلکياتو پوهان او د مصر انجنيران، د يونان د علومو فيلسوفان او رياضي پوهان، لکه د «ميلټس» «تيلس»، په بطلومي مصر کې «یوکليډ»، د «سايراکوز» «ارخميديس» او د «سموس» «ارسټاکرکس». په لرغونو اسيايي کلتورونو کې هم د دوی رېښې موندل شوي لکه د هندوستان او چين، په ځانګړي ډول په اسلامي منځنيو پړاونو کې، کوم پړاونه چې پر تجربو ټينګار کوونکو علمي لارو چارو د ودې شاهدان وو. لکه په يوولسمه پېړۍ کې د ابن الهيثم (الحازن) اثار. د اوسني ساينسي نړيوال نظر او د فزيک د زده کړې ډېره برخه په اروپا کې د ساينسي انقلاب څخه راوتلې ده، د کوم پیل چې د فلکياتو د ماهر «نکولسن کوپرنيکس» له کار څخه وشو، د کوم په پايله کې چې د ۱۶۰۰ز لسيزې په لومړيو کې د «ګيليليو ګيليلي» او «جوهانس کيپلر» فزيک منځ ته راوړ. په ميخانيک کار، تر څنګ يې د فزيکي نظامونو رياضياتي سمبالښت ته، د «کرسټيان هيګنز» له خوا لا زیاته وده ورکړل شوه او د اولسمې پېړۍ تر پايه پورې د «نيوټن» د خوځښت او د نيوټن د نړیوالې جاذبې قوې پر قانون منتج شول. د «فيراډي» تجرباتي موندنې او د «ميکسويل» برېښنايي مقناطيسيت د مساوات نظريه د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د پرمختګ لوړې څوکې وې. ډېرو فزيک پوهانو د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه د همدې پېړۍ تر نيمايي پورې «کوانټم ميکانکس» په وده کې خپله ونډه اخستې ده. د يووېشتمې پېړۍ په لومړيو کې په نوي علم کې د فزيکي کاينات پېژندنې په برخه کې خورا زياتوالی لېدل کېږي.

د طبيعيت پراخه او عمومي څېړنه، طبيعي فلسفه، په نولسمه پېړۍ کې په څو څانګو ووېشل شوه، په داسې حال کې چې د «ساينس» (علم) تصور خپله نوې بڼه خپله کړه. د نورو تخنيکي برخو او نومونو په منځ کې يې ځانګړې څانګې  راڅرګندې شوې، لکه بيالوژي او بيالوژي پوه، فزيک او فزيک پوه، کيميا او کيميا پوه. د فزيک پوه اصطلاح «وليام وهيل» (څوک چې د ساينسپوه د اصطلاح پنځونکی هم دی) په ۱۸۴۰ز کال کې « The Philosophy of the Inductive Sciences» په نوم په خپل کتاب کې وضع کړې وه.[۶][۷]

زده کړهسمول

د لسانس دورې يو معياري نصاب له کلاسيک ميخانيک، برېښنا او مقناطيسيت، غېر نسبي کوانټم ميخانيک، بصري، شميريز ميخانيک او حراري ډيناميکس او د لابراتوري تجربو څخه جوړ وي. د فزيک زده کوونکو ته په رياضي (حساب، تفاضلي معادلې، خطي الجبر، پېچلي تحليل او داسې نور) او کمپيوټر ساينس کې د زده کړې اړتیا هم وي.[۸][۹][۱۰]

پر فزيک ولاړ هر ډول مسلکي دندې لپاره لږ تر لږه د فزيک يا تطبيقي فزيک د لسانس د سند اړتيا وي، په داسې حال کې چې د MSc, MPhil, MPhys يا MSci سندونو تر لاسه کول د مسلک اختيارات پراخه ګرځوي.[۱۱]

پر څېړنه ولاړ مسلک لپاره، زده کوونکي په يوه ځانګړې څانګه کې د تخصص تر لاسه کونکي زده کوونکي د دوکتورا د سند تر لاسه کولو لپاره کار کوي. د تخصص په څانګو کې تجرباتي او نظرياتي فلکي فزيک، اتومي فزيک، بيالوژيکي فزيک، کيمياوي فزيک، د کثيفې مادې فزيک، کونيات، جيوفزيک، د جاذبې قوې فزيک، مادي ساينس، طبي فزيک، مايکرو اليکټرانيکس، ماليکولي فزيک، هستوي فزيک، بصريات، د جسمياتو فزيک، پلازما فزيک، کوانټم معلوماتو علوم او راډيو فزيک شامل دي.

مسلکونه (دندې)سمول

د مسلکي فزيک پوهانو درې ستر استخدامونکي تعليمي ادارې، لابراتوارونه او شخصي صنعتونه دي چې تر ټولو زيات يې د وروستي له خوا په کار ګومارل کېږي. په اکاډميا يا دولتي لابراتورونو کې فزيک پوهان غوره ګڼي چې د مرستيال، پروفيسر، مشر/کشر ساينسپوه يا دوکتورا ته نوماند القاب ورته وکارول شي. د فزيک امريکايي انسټيټيوټ تر مخې، شا اوخوا ۲۰٪ د فزيک نوي هغه فارغ شوي چې د دوکتورا سند لري د انجنيرۍ په پرمختياي پروګرامونو کې دندې لري، په داسې حال کې چې ۱۴٪ يې د کمپيوټر سايفټوير ته مخه کوي او نږدې ۱۱٪ يې په سوداګرۍ/تعليم کې مصروف دي. د فزيک پوهانو ډيری يې خپلې وړتياوې او پوهه په ګڼ تخصصي څانګو کې په عمل کې راوړي (لکه ماليات). د فارغو شويو فزيک پوهانو لپاره د دندې عنوانونو کې کرنيز ساينسپوه، د هوايي ترافیکو مديريت کوونکی، بايو فزيک پوه، کمپيوتر پروګرام جوړونکی، برېښنايي انجنير، چاپيرياليز تحليل کوونکی، جغرافیه پوه، طبي فزيک پوه، ميټرولوجست، اوشينوګرافر (د بحرونو اړوندو څېړنو متخصص)، د فزیک استاد/پروفيسر/څيړونکی، د څېړنې ساينسپوه، د ريختر فزيک پوه، انجنيرۍ فزيک پوه، د سټلايټ د ماموريت محلل، د ساينس لیکوال، ستراټګرافر (د ځمکې د پوړونو، تاريخ.. متخصص)، د سافټوير انجنير، د سيستم انجنير، مايکرو اليکترانيک انجنير، د رادار جوړونکی، تخنيکي سلاکار او داسې نور نومونه شامل دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د فزيک د پای ډيری لسانس سند لرونکي په خصوصي سکتور کې په کار بوخت دي. نور ډګرونه يې تعلیمي، دولتي او پوځي خدمتونه، غېر انتفاعي هستې، لابراتوارونه او استادۍ دي.[۱۹]

په خپله برخه کې کار کوونکي د ماسترۍ او دوکتورا سندونو لرونکيو فزيک پوهانو په ځانګړو دندو کې څېړنه، څارنه او تحليل، د معلوماتو چمتو کول، د طبي وسايلو جوړول، طرحه کول او وده ورکول، د محاسبې او سافټوير وسايل جوړول شامل دي.[۲۰]

وياړونه او جايزېسمول

فزيک پوهانو ته تر ټولو لوړ ورکړل شوی وياړ په فزيک کې د نوبل جايزه ده، کومه چې له ۱۹۰۱ز کال راهيسې د سويډين د ساينس شاهي اکاډمۍ له خوا ورکول کېږي. د مسلکي اعتراف لپاره ملي فزيکي ټولنې ډېرې جايزې او انعامونه لري. که د امريکايي فزيکي ټولنې بېلګه واخستل شي، نو تر ۲۰۱۷ز کال پورې، په دې ټولنه کې ۳۳ جلا جلا جايزې او ۳۸ جلا جلا انعامونه شته.[۲۱]

مسلکي سند ورکولسمول

انګلستانسمول

« Chartered Physicist (CPhys)» يو قانوني حيثيت او مسلکي وړتیا ده چې د فزيک د انسټيټيوټ له خوا ورکول کېږي. دې ته د « CPhys» په وروستي نوم سر اشاره کېږي.

په هر يو مسلک کې د حقوقي حيثيت تر لاسه کول، د پراخې ټولنې لپاره د لوړې کچې تخصصي مضمون د علم او مسلکي وړتيا ښودنه کوي. د فزيک د انسټيټيوټ تر مخې، حقوقي فزيک پوه (CPhys) د انعام لرونکي «د مسلکي توب لوړ معيارونو، د نویو تجربو، څرنګوالي او خونديتابه» تر څنګ «په خپلواک ډول عملي کول او تر سره کولو د مشرۍ کولو وړتيا» څرګندونه کوي، سربېره پر دې، د پوهې د پر مخ وړلو سره د هيلو او غوښتنو سره سم مزل پر ځای ساتلو ژمنتيا، د کوم څه لپاره چې په هر مسلک کې بايد مسئولیت په غاړه واخستل شي».

حقوقي فزيک پوه (سند لرونکی/مسلکي وړتيا لرونکی) د حقوقي انجنير له حيثيت سره برابر بلل کېږي، کوم ته چې IoP د انګلستان انجنيرنګ شورا د غړي په توګه او په برتانيه کې نور حقوقي حيثيتونه هم ورکول کېږي. د اروپايی مسلکي وړتيا د لارښوونو تر مخې، دا يو «منظم مسلک» هم بلل کېږي.

سرچينېسمول

  1. "Industrial Physicists: Primarily specializing in Physics" (PDF). American Institute for Physics. October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Industrial Physicists: Primarily specializing in Engineering" (PDF). American Institute for Physics. October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Industrial Physicists: Primarily specializing outside of STEM sectors" (PDF). American Institute for Physics. October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rosen, Joe (2009). Encyclopedia of Physics. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite Merriam-Webster "a scientist who studies or is a specialist in physics"
  6. Donald S. L. Cardwell, James Joule: A Biography, Manchester University Press - 1989, page 18
  7. Cahan, David, المحرر (2003). From Natural Philosophy to the Sciences: Writing the History of Nineteenth-Century Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-08928-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wachter, Armin; Hoeber, Henning (2006). Compendium of Theoretical Physics. New York, NY: Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-387-25799-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Krey, Uwe; Owen, Anthony (2007). Basic Theoretical Physics : A concise overview (الطبعة 1st). Berlin: Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-36804-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kompaneyets, Alexander Solomonovich (2012). Theoretical physics (الطبعة 2nd). Mineola, New York: Dover. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-60972-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Physicist". nationalcareersservice.direct.gov.uk. National Careers Service, United Kingdom. 7 October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. AIP Statistical Research Center. "Industrially Employed Physicists: Primarily in Non-STEM Fields" (PDF). د لاسرسي‌نېټه August 21, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 18 October 2013 باندې). Physicists and the Financial Markets.
  14. American Institute for Physics (AIP) Statistical Research Center Report Physics Doctorates Initial Employment published March 2016.
  15. "What can I do with a degree in Physics?" (PDF). Augusta University. 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 2, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Physicist Career Opportunities". Illinois Institute of Technology. 2016. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Physics Education, Applied to Engineering". National Academy of Engineering (NAE). 2016. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Engineering Physicist careers". Simon Fraser University, Canada. 2016. د لاسرسي‌نېټه February 27, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Initial Employment Sectors of Physics Bachelor's, Classes of 2011 & 2012 Combined". American Institute of Physics. 26 August 2013. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "2111 Physicists and astronomers". National Occupational Classification - Canada. 2016. د اصلي آرشيف څخه پر November 11, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Nobel Prize in Physics". Nobelprize.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)