نوې اپلاتوني فلسفه

نوې اپلاتوني فلسفه (په انګلیسي: neoplatonism) داسې یوه فلسفي او دیني نظام ته ویل کېږي چې په ۲۴۵ز کال کې د فلوطین په هڅه پیل شو، چې د اپلاتون د فلسفې او الهیات‌پوهنې درس ورکوي او تر د منځ‌مهالو پېړیو (شاوخوا ۸۰ز تر ۲۴۵ز پورې) منځنۍ اپلاتون‌والې پورې غځېږي. د «neoplatonism» یا «Neo-Platonism» انګلیسي ګړنه د اتلسمې او نولسمې پېړۍ آلماني پوهانو له‌خوا رامنځ ته شوې ده (آلماني ګړنه په اتلسمې پېړۍ کې: «Neu-Platonische»؛ په نولسمې پېړۍ کې: «Neuplatoniker») چې غوښتل یې تاریخ د نوم لرونکو پېرونو له‌لارې سره ترتیب کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نوې اپلاتوني فلسفه شاوخوا ۲۴۵ز کې د مصري فیلسوف «فلوطین» له‌خوا وروسته له هغو رامنځ شوه چې، نوموړی فیلسوف له سکندریې څخه روم ته لاړ، هلته یې یوه مدرسه پرانېسته او تر شاوخوا ۲۷۰ز کال پورې یې د اپلاتون د فلسفې تفسیر تدریس کړ. د لرغوني پېر نوې اپلاتوني فلسفه په ۵۲۹ز کې وروسته له هغو پای ته رسېږي چې د بیزانس ټولواکمن «لومړي ژوستینین» د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۷مه خپل ژوستینیني قوانین تصویب کړ او اجرا کوونکو، وروسته له هغو د ۵۲۹ز کال د اپرېل پر ۱۶مه نېټه قانوني واک ترلاسه کوي، نوي قوانین اجرا کړل او په آتن کې یې د نوې اپلاتوني فلسفې وروستۍ مدرسه وتړله، چې هغه مهال د سوري فیلسوف «داماسکیوس» له‌خوا اداره کېدله.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

تاریخ

سمول

نوې اپلاتوني فلسفې د اپلاتوني فلسفې، ارسطویي فلسفې او رواقیت په څېر، له پخوانیو فلسفي او دیني دودونه څخه یو لړ مفکورې ترکیب کړې او دغه ترکیب دی چې د د اپلاتوني او نوې اپلاتوني فلسفو ترمنځ ستر توپیر په ډاګه کوي. له هغه ځایه چې څېړونکي باور لري، چې نوې اپلاتوني فلسفه نېغ په نېغه د اپلاتوني فلسفې څخه زېږېدلې نه‌ده، هغوی فرض کوي چې د منځنۍ اپلاتوني فلسفې (په آلماني: Vorneuplatonismus) په نامه یو لړ منځني پړاوونه شتون لري چې د اپلاتون اصول نویو اپلاتوني اصولو ته غځوي. منځنۍ اپلاتوني فلسفه هغه پېر دی چې مورخان یې د لومړیو اپلاتوني، ارسطویي او رواقیت دودونو ترکیب کېدلو پېر ګڼي. [۲۴][۲۵]

«neoplatonism» یوه نومهالې ګړنه ده چې له‌آره، د اتلسمې او نولسمې پېړیو کې په آلمان کې د ترسره شویو څېړنو او هغو هڅو په ترڅ کې رامنځ‌ته شوې ده چې غوښتل یې تاریخ د څرګندو پېرونو له‌مخې ترتیب کړي. د یوویشتمي پېړۍ څېړنې په ډاګه کوي چې، پر نوې او منځني اپلاتوني فلسفو باندې د لرغونې اپلاتوني فلسفې د وېشلو مفهومي بنسټ د شپږ ټوکیز اثر پر مټ ټینګ شو چې هغه اثر «د فلسفې انتقادي تاریخ» (په لاتین: Historia critica philosophiae) دی چې د ۱۷۴۲ او ۱۷۶۷ز کلونو ترمنځ د اتلسمې پېړۍ آلماني مورخ «یوهان جاکوب بروکر» له‌خوا خپور شو. له بده مرغه، په اتلسمې پېړۍ کې د «neoplatonism» د ګړنې کارونه ډېره کرکجنه وه.[۱۱][۲۶]

د «neoplatonism» ګړنه، د یوې تاریخي مقولې په توګه، دوه‌ګونې کارکړنه درلوده. نوې اپلاتوني فلسفه له یوې خوا، د فلوطین له عصر څخه راپه‌دې خوا د اپلاتوني اصولو پراختیا جلا کوي؛ له بلې خوا، د «نوی-neo» مختاړی بیانوي چې د فلوطین، پورفېري، یامبلیخوس او پروکلوس له‌خوا د اپلاتوني فلسفې په تفسیرونو کې نوي څیزونه پراته دي. په رنسانس کې، اپلاتون‌وال «مارسیلیو فیچینو» فکر کاوه چې د اپلاتوني فلسفې نوی تفسیر، د اپلاتوني فلسفې یوه معتبره او دقیقه ښودنه ده. په ورته توګه، ځیني نومهال څېړونکي ادعا کوي چې فلوطین ښوونې له مخکېنیو اصولو څخه یوازې د یوشمېر حاشیوي توپیرونو په لړ کې جلا کېږي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د یوویشتمې پېړۍ څېړنیزه پوهه د نوې اپلاتوني فلسفې پیل څرګندوي، او دا هغه مهال دی چې فیلسوف فلوطین له سکندریې څخه روم ته لاړ او هلته یې په شاوخوا ۲۴۵ز کې یوه مدرسه پرانېسته. د یوویشتمې پېړۍ اېرلنډي پروفېسورې سارا کلیتنیک ویر، د یوه لیدلوري له‌لارې ادعا کوي چې له فلوطین وروسته د نوې اپلاتوني فلسفې درې ستر پېرونه د نومېرلو وړ دي: د فلوطین شاګرد «پورفېري» د فعالیت پېر؛ په سوریه کې د یامبلیخوس د مدرسې د فعالیت پېر؛ او پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړې، چې په هغو کې اپلاتوني اکاډمۍ په آتن او سکندریه کې د سیریانوس، پروکلوس، داماسکیوس او اولمپیودوروس د هلوځلو په پایله کې وغوړېدې. [۳۱][۳۲]

له لومړۍ څخه تر دوه‌یمې زېږدیزې پېړۍ پورې

سمول

د نوې اپلاتوني فلسفې مخکښان دا وو: د لومړۍ زېږدیزې پېړۍ یهودي-یوناني فیلسوف «سکندریه‌مېشتی فیلو»، چې کلیدي الهیاتي ښوونې یې د نوې اپلاتوني فلسفې اصول اټکلوي؛ د لومړۍ پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «پلوتارخوس»، چې له اپلاتون څخه یې الهام اخېستی، خو د رواقیت اصولو مخالف ؤ؛ د دوه‌یمې پېړۍ منځنی اپلاتوني فیلسوف «اپامیایي نومنیوس»، چې پر نویو اپلاتوني فیلسوفانو «فلوطین، پورفېري او پروکلوس» باندې یې اغېزه درلوده او همدا راز د یو لړ سترو او نویو اپلاتوني اصولو په هکله غږېده.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

له درېیمې څخه تر څلورمې زېږدیزې پېړۍ پورې

سمول

په درېیمې او څلورمې زېږدیزې پېړۍ کې، په روم او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د درېیمې پېړۍ مصري فیلسوف «فلوطین»، چې د نوې اپلاتوني فلسفې بنسټګر دی؛ د درېیمې پېړۍ سکندریه‌مېشتی فیلسوف «امونیوس ساکاس» چې په سکندریه کې د فلوطین استاد ؤ؛ د درېیمې پېړې اتروسکي‌الاصله رومي فیلسوف امېلیوس، چې کابو شل کاله یې له فلوطین سره یې یوځای زده‌کړې کولې؛ د درېیمې پېړۍ صوري فیلسوف «پورفېري»، چې لومړي سر کې له د درېیمې پېړۍ له منځني اپلاتوني فیلسوف لونګینوس سره په آتن کې او بیا، له ۲۶۳ز کال وروسته له فلوطین سره په روم کې زده‌کړې وکړې؛ د درېیمې پېړۍ سوري فیلسوف یامبلیخوس، چې له پورفېري سره یې په روم یا سیسیلیا کې زده‌کړې وکړې؛ او د څلورمې پېړۍ رومي ټولواکمن «ژولیان»، چې یو فیلسوف ؤ او د فلوطین او یامبلیخوس د اصولو ساده‌شوې نسخې یې ولیکلې. [۲۲][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

له څلورمې څخه تر پنځمې زېږدیزې پېړۍ پورې

سمول

په څلورمې او پنځمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې یوناني فیلسوف «آتني پلوتارخوس»، چې تر مړینې پورې (شاوخوا ۴۳۲ز) په آتن کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د پنځمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیریانوس»، چې تر ۴۳۷ز پورې، د آتني پلوتارخوس له مړینې وروسته، د پنځو کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر پاتې شو؛ او د پنځمې پېړۍ فیلسوف «پروکلوس»، چې تر ۴۸۵ز پورې، د سیریانوس له مړینې وروسته، د کابو ۵۰ کلونو لپاره د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ. په سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب یو ستر فیلسوف، د څلورمې پېړۍ وروستیو څخه د پنځمې پېړۍ تر لومړیو پورې مصري فیلسوف «هیپاتیا» ؤ، چې ریاضیات، ستورپوهنه او فلسفه یې تدریس کوله.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

له پنځمې څخه تر شپږمې زېږدیزې پېړۍ پورې

سمول

په پنځمې او شپږمې زېږدیزې پېړۍ کې، په آتن او سکندریه کې د نوي اپلاتوني فلسفي مکتب مشهور غړي دا وو: د پنځمې پېړۍ سکندریه‌مېشتی فیلسوف «امونیوس»، چې د پروکلوس شاګرد او وروسته له هغه په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ؛ د شپږمې پېړۍ یوناني فیلسوف «سیسیلیایي سیمپلیکیوس»، چې د امونیوس شاګرد ؤ؛ د پنځمې پېړې له وروستیو څخه د شپږمې پېړۍ تر لومړیو پورې سوري فیلسوف «داماسکیوس»، چې تر ۵۲۹ز پورې، تر هغو پورې چې د لومړي ژوستینین له‌خوا د تصویب شویو قوانینو له‌لارې د نوې اپلاتوني فلسفې مدرسه وتړل شوه، د مدرسې مشر ؤ؛ او د شپږمې پېړۍ سکندریه‌مېشتی فیلسوف المپیودوروس، چې د امونیوس له مړینې وروسته، په سکندریه کې د نوې اپلاتوني فلسفې د مدرسې مشر ؤ، او د مدرسې له تړل کېدو وروسته یې هم تر ۵۶۵ز پورې نوموړې فلسفه تدریس کوله. [۵۱][۲۰][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

سرچينې

سمول
  1. "Definition of Neoplatonism". Lexico.com. Oxford University Press. Archived from the original on 11 May 2022. نه اخيستل شوی 28 March 2022. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  2. Remes, Pauliina; Slaveva-Griffin, Svetla, eds. (2014). The Routledge Handbook of Neoplatonism (په انګليسي). H. Tarrant, R. Sorabji, G. Reydams-Schils, F. Ferrari, J. D. Turner, V. Adluri, H. Baltussen, A. Smith, L. Brisson, M. Martijn, S. Ahbel-Rappe, J. Halfwassen, C. O’Brien, T. Arnold, T. Ratzsch, S. Slaveva-Griffin, R. Chiaradonna, J-M. Narbonne, R. M. Berg, L. P. Gerson, J. F. Finamore, F. M. Schroeder, G. Aubry, P. Lautner, A. Linguiti, J. Wilberding, K. Corrigan, S. Stern-Gillet, B. Collette-Dučić, P. Adamson, P. Remes, D. J. O’Meara, P. Vassilopoulou, D. Moran, D. Y. Dimitrov, S. Pessin. Oxford; New York: Routledge. pp. i. ISBN 9781315744186.
  3. Remes, Pauliina (2008). "Introduction". Neoplatonism (په انګليسي). Stocksfield: Acumen Publishing Limited. p. 10. ISBN 9781844651252.
  4. Inge, William Ralph (1948a). The Philosophy of Plotinus. The Gifford Lectures at St. Andrews 1917-1918 (په انګليسي). Vol. 1. London; New York; Toronto: Longmans, Green and Co. p. 36. ark:/13960/t1qg41d4n.
  5. Murray, James A. H.; Craigie, Sir William A.; Onions, C. T., eds. (1908). A New English Dictionary (Oxford English Dictionary) (په انګليسي). Vol. 6 part 2. Oxford: Clarendon Press at Oxford. p. 90. ark:/13960/t3125qj49.
  6. Six Books of Proclus on the Theology of Plato (په انګليسي). Vol. 1. Translated by Taylor, Thomas. London: A. J. Valpy. 1816. pp. Cover page. ark:/13960/t8dg83t31.
  7. Gerson, Lloyd P. (July 2005). "What is Platonism?". Journal of the History of Philosophy. 43 (3): 254 (footnote 5). doi:10.1353/hph.2005.0136 – via Project MUSE.
  8. Whittaker, Thomas (1918). "Introduction". The Neo-Platonists (په انګليسي). Cambridge: The University Press. pp. xi. ark:/13960/t8bg3pj9v.
  9. Nikulin, Dmitri (2019). Neoplatonism in Late Antiquity (په انګليسي). United States of America: Oxford University Press. pp. x. ISBN 9780190662363.
  10. Dillon, John; Gerson, Lloyd P. (2004). Neoplatonic Philosophy (په انګليسي). United States of America: Hackett Publishing Company, Inc. pp. xiii. ISBN 0872207072.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 3، Introduction.
  12. Remes 2008، م. Cover page.
  13. Dodds 1928.
  14. Remes 2008، م. 1، Introduction.
  15. Siorvanes, Lucas (2018). "Plotinus and Neoplatonism: The Creation of a New Synthesis". In Keyser, Paul T.; Scarborough, John (eds.). Oxford Handbook of Science and Medicine in the Classical World. New York: Oxford University Press. pp. 847–868. doi:10.1093/oxfordhb/9780199734146.013.78. ISBN 9780199734146. LCCN 2017049555.
  16. Remes 2008، م. 21، Introduction.
  17. Dodds 1923، م. 7.
  18. Ahbel-Rappe 2010، م. 424 (note 17)، Notes to Pages 4-7.
  19. Smith 1870a، م. 667، Justinianus.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Remes 2008، م. 30، Introduction.
  21. Lang، Macro او McGinnis 2001، م. 4 (note 9).
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Remes 2008، م. 19، Introduction.
  23. Dillon او Gerson 2004، م. xiii، Introduction.
  24. Gersh, Stephen (1986). Middle Platonism and Neoplatonism the Latin Tradition. Publications In Medieval Studies (په انګليسي). Vol. I and II. Notre Dame, Indiana: University of Notre Dame Press. pp. 29–30. ISBN 9780268013639.
  25. Gersh 1986، م. 30، Introduction, Vol. 1.
  26. Catana, Leo (April 18, 2013). "The origin of the division between Middle Platonism and Neoplatonism". Apeiron: A Journal for Ancient Philosophy and Science: 2. doi:10.1515/apeiron-2012-0029 – via De Gruyter.
  27. Dillon او Gerson 2004، مم. xiii-xiv، Introduction.
  28. Wildberg, Christian (2021), "Neoplatonism", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2021 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, نه اخيستل شوی 2021-11-08
  29. Allen, Michael J.B. (Summer 1977). "Ficino's Lecture on the Good?". Renaissance Quarterly. 30 (2): 160–171. doi:10.2307/2860654. JSTOR 2860654.
  30. Gersh 1986، م. 5، Introduction, Vol. 1.
  31. Wear, Sarah Klitenic (16 October 2018) [26 August 2013]. "Neoplatonism". oxfordbibliographies.com. Oxford: Oxford University Press. doi:10.1093/obo/9780195389661-0201. ISBN 978-0-19-538966-1. Archived from the original on 3 May 2019. نه اخيستل شوی 5 August 2021.
  32. Moore, Edward (n.d.). "Neoplatonism". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 2 May 2019.
  33. d'Hoine او Martijn 2017، مم. 35, 36, 38, 39، Proclus in the Platonic Tradition by Tarrant.
  34. Whittaker 1918، م. 33، Plotinus and his Nearest Predecessors.
  35. d'Hoine او Martijn 2017، م. 130.
  36. Goodman, Lenn E., ed. (1992). Neoplatonism and Jewish Thought. Studies In Neoplatonism: Ancient and Modern (په انګليسي). Vol. 7. New York: State University of New York Press, Albany. p. 82. ISBN 0791413403.
  37. Sorabji, Richard (2005). The Philosophy of the Commentators, 200-600 AD (په انګليسي). Vol. 1. Ithaca, New York: Cornell University Press. p. 419. ISBN 0801489873.
  38. Elsee, Charles (1908). Neoplatonism in Relation to Christianity (په انګليسي). London; Edinburgh; Leipzig; Berlin; New York; Bombay and Calcutta: Cambridge University Press Warehouse; A. Brockhaus; Asher and Co.; G. P. Putnam's Sons; Macmillan and Co., Ltd. p. 34. ark:/13960/t2x34rj11.
  39. Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 40، Middle Platonism and its relation to Stoicism and the Peripatetic tradition by Reydams-Schils & Ferrari.
  40. Elsee 1908، م. 37، Earlier Systems of Greek Philosophy.
  41. Remes 2008، م. 6.
  42. Remes 2008، م. 22، Introduction.
  43. Elsee 1908، م. 70-71، The History of Neoplatonism.
  44. Remes 2008، مم. 23-24، Introduction.
  45. Remes 2008، مم. 19-21، Introduction.
  46. Remes 2008، م. 25، Introduction.
  47. d'Hoine او Martijn 2017، م. 19، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
  48. Remes 2008، م. 27، Introduction.
  49. d'Hoine او Martijn 2017، م. 10، Proclus of Athens: A Life by Wildberg.
  50. Remes 2008، م. 26، Introduction.
  51. Olympiqdorus Commentary on Plato's Gorgias (په انګليسي). Translated by Jackson, Robin; Lycos, Kimon; Tarrant, Harold. Boston; Koln: Brill. 1998. p. 3. ISBN 9004109722.
  52. Remes 2008، م. 28، Introduction.
  53. Ahbel-Rappe 2010، م. 3، Introduction to the Life and Philosophy of Damascius.
  54. Remes او Slaveva-Griffin 2014، م. 23، Platonist Curricula and their Influence by Tarrant.
  55. Remes 2008، م. 31، Introduction.