کانټینینټل فلسفه

کانټینینټل یا قاره‌اي یا هم د لویې وچې فلسفه (انګلیسي: Continental philosophy) په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې د اروپا د لویې وچې د فلسفي دودونو یوه ټولګه ده. د دغې اصطلاح دا مفهوم د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د انګلیسي ژبو فیلسوفانو تر منځ رامنځته شوی، چا چې دا اصطلاح د تحلیلي فلسفې له غورځنګ دباندې یو شمېر مفکرینو او دودونو ته د راجع کولو لپاره کارولې ده. کانټینینټل فلسفه د جرمني ایډیالیزم، ښکارندپبوهنه یا فینومینولوژي، وجودیزم (او د هغه پخوانۍ بڼې، لکه د کییرکګور او نېتشي افکار)، هرمنوتیک یا د تاویل علم، جوړښت‌پالنه، له پوست-جوړښت‌پالنه، جوړښت ماتونه، فرانسوي فیمینیزم، د رواني تحلیل تیوري، د فرانکفورټ مکتب انتقادي تیوري، او د فروید د نظریاتو، د هیګل د نظریاتو، او د لویدیځ مارکسیستي نظریاتو څانګې رانغاړي.[۱][۲][۳][۴]

دا ستونزمنه ده چې هغه غیربدیهي او مبهمې ادعاوې وپېژندل شي چې د ټولو پخوانیو فلسفي خوځښتونو ترمنځ مشترکې وي، مګر د کانټینینټل فلسفې او تحلیلي فلسفې ترمنځ اصلي توپیروونکې ځانګړتیا له عینیت سره د دوی مخالف چلند دی. دا نظریه چې کائنات یو مادي وجود لري، پرته له دې چې انسان وي یا نه وي، د مخکښو کانټینینټل فیلسوفانو لخوا (چې له امانویل کانټ څخه پیلېږي) رد شوې، خو د تحلیلي فیلسوفانو لخوا بیا منل شوې ده.

د کانټینینټل فلسفې اصطلاح هم، د تحلیلي فلسفې په څېر، روښانه تعریف نه لري او ښایي یوازې د بېلابېلو فلسفي نظریاتو ترمنځ د کورنۍ ورته‌والی وښيي. سایمن ګلینډینینګ وايي، چې دا اصطلاح په اصل کې د توضیحي په پرتله خورا سپکوونکې وه، او د لویدیځې فلسفې د ډولونو لپاره د یوه لېبل په توګه کار کوي، چې د تحلیلي فیلسوفانو لخوا رد شوې یا ناخوښه ګڼل شوې. له دې سره سره، مایکل اي روزن هڅه کړې چې هغه عام موضوعات په ګوته کړي چې په عمومي ډول د کانټینینټل فلسفه مشخصوي. بالاخره، پورتني موضوعات له یوې پراخې کانتیستي فرضیې څخه اخیستل شوي چې له مخې یې پوهه، تجربه او واقعیت له شرایطو سره تړلي او د شرایطو له لوري بڼه ورکړل شوې او د تجربوي څېړنې پر ځای د فلسفي تفکر له لارې په ښه توګه پېژندل کېدای شي.[۵][۶][۷]

تعریف سمول

په پورتنۍ معنا د کانټینینټل فلسفې اصطلاح په لومړي ځل د انګلیسي ژبو فیلسوفانو لخوا په پراخه کچه په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د پوهنتوني دورو یا کورسونو د تشریح کولو لپاره کارېده، او د هغو فلسفو لپاره د یوه ډله‌ییز نوم په توګه راڅرګنده شوه، چې وروسته یې بیا په فرانسه او جرمني کې پراختیا وموندله، لکه ښکارندپوهنه یا فینومینولوژي، وجودیزم، جوړښت‌پالنه یا جوړښتیزم، او پوست-جوړښتیزم.[۸]

ځانګړنې سمول

د کانټینینټل فلسفې اصطلاح هم، د تحلیلي فلسفې په څېر، روښانه تعریف نه لري او ښایي یوازې د بېلابېلو فلسفي نظریاتو ترمنځ د کورنۍ ورته‌والی وښيي. سایمن ګلینډینینګ وايي، چې دا اصطلاح په اصل کې د توضیحي په پرتله خورا سپکوونکې وه، او د لویدیځې فلسفې د ډولونو لپاره د یوه لېبل په توګه کار کوي، چې د تحلیلي فیلسوفانو لخوا رد شوې یا ناخوښه ګڼل شوې. له دې سره سره، مایکل اي روزن هڅه کړې چې هغه عام موضوعات په ګوته کړي چې په عمومي ډول د کانټینینټل فلسفه مشخصوي:[۹][۱۰]

  1. کانټینینټل فیلسوفان عموما دا نظر ردوي چې طبیعي علوم د طبیعي ښکارندو د پوهېدو یوازینۍ یا سمه لاره ده. دا د ډېری هغو تحلیلي فیلسوفانو له نظر سره په تضاد کې ده، چې خپلې څېړنې د طبیعي علومو له څېړنو سره متوالي یا د هغوی تابع ګڼي. کانټینینټل فیلسوفان اکثرا استدلال کوي چې علم له "تجربې وړاندې یوه تیوریکي بستر" (د شونې تجربې د کانتي شرایطو یوه نسخه یا ښکارندپوهنیزه "ژوند پوهنه") پورې اړه لري او دا علمي مېتودونه د دا ډول شرایطو د بشپړ ډول درک یا پوهېدو لپاره بسنه نه کوي.[۱۱]
  2. کانټینینټل فلسفه معمولا د ممکنه تجربې شرایط د بدلون وړ ګڼي: چې لږترلږه تر یوه بریده د شرایطو، ځای او وخت، ژبې، کلتور، یا تاریخ په څېر عواملو له لوري مشخصېږي. په دې توګه دا فلسفه تاریخيزم (یا تاریخیت) ته تمایل لري. په داسې حال کې چې تحلیلي فلسفه له فلسفي مسایلو سره د بېلو مسایلو په چوکاټ کې چلند ته تمایل لري او دا موضوعات د هغوی له تاریخي ریښو په جلا توګه د ارزونې او تحلیل وړ ګڼي (لکه څنګه چې پوهان د علم تاریخ د علمي څېړنو او پلټنو لپاره اړین ګڼي)، کانټینینټل فیلسوفان بیا په عمومي توګه په دې نظر دي چې "د فلسفې مسایل د هغې د تاریخي ظهور له متني او مفهومي شرایطو څخه نه شي جلا کېدای."[۱۲]
  3. کانټینینټل فلسفه عموما په دې نظر ده چې د انسان پوهه او عاملیت کولی شي د ممکنه تجربې دا شرایط بدل کړي: "که د انسان تجربه تصادفي تخلیق وي، نو دا بیا په نورو لارو هم رامنځته کېدای شي." په دې توګه کانټینینټل فیلسوفان د تیورۍ او عمل په یووالي کې کلکه لېوالتیا لري او ډېری وختونه خپلې فلسفي پوښتنې له شخصي، اخلاقي یا سیاسي بدلون سره په نږدې توګه تړلې ګڼي. دا تمایل په مارکسیستي دود کې خورا څرګند دی ("فلسفیانو نړۍ په بېلابېلو لارو تعبیر کړې؛ خو موخه د هغې بدلون دی")، مګر په وجودېزم او پوست-جوړښتیزم کې هم محوري رول لري.[۱۳]
  4. د کانټینینټل فلسفې وروستنۍ ځانګړنه پر مېتافلسفه باندې ټینګار دی. د طبیعي علومو د پرمختګ او بریالیتوبونو په پایله کې، کانټینینټل فیلسوفانو ډېری وختونه د فلسفې د مېتود او ماهیت د بیا تعریفولو هڅه کړې. په ځینو مواردو کې (لکه د جرمني ایډیالیزم یا فینومینولوژي)، دا چاره پر دغه دودیز نظر د بیا کتنې په توګه څرګندېږي چې فلسفه لومړی، بنسټیز، او له مخکې موجود (a priori) علم دی. په نورو مواردو کې (لکه هرمونیتیک، انتقادي تیوري، یا جوړښت پالنه)، بیا نظر دا دی چې فلسفه د یوې داسې حوزې په اړه څېړنه کوي چې تر ډېره کلتوري یا عملي ده. او ځینې کانټینینټل فیلسوفان (لکه کییرکګور، نېتشي، یا وروسته هایډګر) شک لري چې ایا د فلسفې هر مفهوم کولی شي په همغږي او منسجم ډول خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کړي کنه.[۱۴]

په پای کې، پورتني موضوعات له یوې پراخې کانتي فرضیې څخه اخیستل شوي چې پوهه، تجربه، او واقعیت پکې د هغو شرایطو په وسیله سره تړل شوي او بڼه ورکړل شوې، چې یوازې د تجربوي څېړنو له لارې نه بلکې د فلسفي تفکر له لارې په ښه توګه د درک وړ دي.[۱۵]

تاریخچه سمول

د کانټینینټل فلسفې تاریخ (د "وروستۍ عصري/معاصرې کانټینینټل فلسفې" په تنګ مفهوم کې) معمولا له جرمني ایډیالیزم سره پیلېږي. د فیشته، شلینګ او وروسته هیګل په څېر شخصیتونو په مشرۍ جرمني ایډیالیزم په ۱۷۸۰ او ۱۷۹۰ لسیزو کې د ایمانویل کانټ له اثارو څخه وده وکړه او له رومانتیزم او د روشنګرۍ له انقلابي سیاست سره یې نږدې تړاو درلود. د پورته یادوو شویو محوري شخصیتونو ترڅنګ، په جرمني ایډیالیزم کې نور مهم ونډه‌وال فریدریش هاینریش یاکوبي، ګوتلوب ارنسټ شولز، کارل لیونارډ رنولډ، او فریدریش شلایماخر هم وو.[۱۶]

د ۲۰مې پېړۍ فرانسوي فلسفه سمول

له دویمې نړیوالې جګړې مخکې او وروسته په فرانسه کې د جرمني له فلسفې سره لېوالتیا زیاته شوه. له کمونیزم سره نوې لېوالتیا له مارکس او هیګل سره پر لېوالتیا بدله شوه چې د لومړي ځل لپاره په "دریم جمهوریت" کې له سیاسي اړخه محافظه کار فرانسوي پوهنتوني سیستم کې په پراخه کچه ولوستل شول. په ورته وخت کې د هوسرل او هایډیګر فینومینولوژیکي فلسفه په زیاتیدونکې توګه اغېزناکه او بانفوذه شوه، چې ښایي لامل یې له فرانسوي فلسفې سره د هغې مطابقت و چې د لومړي کس په درک کې خورا لویه ونډه لري (یوه ایډیا چې په بېلابېلو بڼو کې موندل کېږي لکه کارټیسیانیزم، روحانيزم، او برګسونیزم). د فینومینولوژي په دغه ترویج کې تر ټولو مهم لیکوال او فیلسوف ژان پاول سارتر و، چې خپله فلسفه یې وجودیزم بلله.

سرچینې سمول

  1. Leiter 2007, p. 2: "As a first approximation, we might say that philosophy in Continental Europe in the nineteenth and twentieth centuries is best understood as a connected weave of traditions, some of which overlap, but no one of which dominates all the others."
  2. Critchley, Simon (1998), "Introduction: what is continental philosophy?", in Critchley, Simon; Schroder, William (المحررون), A Companion to Continental Philosophy, Malden, MA: Blackwell Publishing Ltd, د کتاب پاڼې 4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  3. Critchley 2001, p. 32: "As such, Continental philosophy is an invention, or, more accurately, a projection of the Anglo-American academy onto a Continental Europe.."
  4. The above list includes only those movements common to both lists compiled by Critchley 2001, p. 13 and Glendinning 2006, pp. 58–65
  5. Glendinning 2006, p. 12.
  6. Rosen, Michael E. "Continental Philosophy from Hegel." In Philosophy 2: Further through the Subject, edited by A. C. Grayling. p. 665.
  7. Continental philosophers usually identify such conditions with the transcendental subject or self: Solomon 1988, p. 6, "It is with Kant that philosophical claims about the self attain new and remarkable proportions. The self becomes not just the focus of attention but the entire subject-matter of philosophy. The self is not just another entity in the world, but in an important sense it creates the world, and the reflecting self does not just know itself, but in knowing itself knows all selves, and the structure of any and every possible self."
  8. Critchley 2001, p. 38.
  9. Glendinning 2006, p. 12.
  10. Rosen, Michael E. "Continental Philosophy from Hegel." In Philosophy 2: Further through the Subject, edited by A. C. Grayling. p. 665.
  11. Critchley 2001, p. 115.
  12. Critchley 2001, p. 57.
  13. Critchley 2001, p. 64.
  14. Leiter 2007, p. 4: "While forms of philosophical naturalism have been dominant in Anglophone philosophy, the vast majority of authors within the Continental traditions insist on the distinctiveness of philosophical methods and their priority to those of the natural sciences."
  15. Continental philosophers usually identify such conditions with the transcendental subject or self: Solomon 1988, p. 6, "It is with Kant that philosophical claims about the self attain new and remarkable proportions. The self becomes not just the focus of attention but the entire subject-matter of philosophy. The self is not just another entity in the world, but in an important sense it creates the world, and the reflecting self does not just know itself, but in knowing itself knows all selves, and the structure of any and every possible self."
  16. Kenny, Anthony, ed. The Oxford Illustrated History of Western Philosophy. کينډۍ:ISBN.