د ارستو پژه

ارستو (په يوناني ژبه : Ἀριστοτέλης ارستوتلس ) (۳۸۴ مخزېږد ــ ۳۲۲ مخزېږد) مخکې د يونان په لرغونې دوره کې يوناني فيلسوف او ټولنپوه و. هغه د افلاطون شاګرد و، ليسيوم، د ارسطو د حکمت د منشاء فلسفې مکتب او د ارسطو يي افکارو بنسټ و. د هغه په لېکنو کې ډېرو موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی چې فزيک، ژوندپېژندنه، ژوپېژندنه، ماوراء الطبيعة (میافزیک)، منطق، اخلاق ښکلا پېژندنه، شاعري، تياتر، موسيقي، بلاغت، روانپېژندنه، ژبپېژندنه، اقتصاد، سياست، هواپېژندنه، ځمکپېژندنه او حکومت په کې شامل دي.  ارسطو له هغه څخه د مخکې شته بېلا بېلو فلسفو يو پېچلی جوړښت وړاندې کړ. لويديځ تر هر څه دمخه د ارسطو له ښوونو څخه د هغه فکري علمي زېرمې او تر څنګ يې د هغه ستونزې او د څېړنې طريقې په مېراث يوړې. په پايله کې د ارسطو فلسفې د لويديځ په ټولو علومو ځانګړی اغېز درلود او تر اوسه د عصري فلسفي بحثونو موضوع ده. [۱]

د ارسطو د ژوند په اړه معلومات خورا کم دي. ارسطو د شمالي يونان د ستاګيرا په ښار کې زېږېدلی ؤ. پلار يې نيکوماخوس کله چې ارسطو کوچنی و مړ شوی و او پالنه يې يو روزونکی کړې وه. په اولس يا اتلس کلنۍ کې هغه په اتن کې د افلاطون له اکاډمۍ سره يو ځای شو او تر اووه  دېرش کلنۍ پورې هلته پاتې شو ۳۴۷میلاد مخکې. د افلاطون له مړینې لږ وروسته ارسطو له اتن څخه ولاړ او د دویم مقدوني فيليپ په غوښتنه يې په ۳۴۳ له مېلاد مخکې کال کې سکندر اعظم ته درسونه پيل کړل. هغه په ليسيوم کې يو کتابتون جوړ کړ چې دې کتابتون له هغه سره مرسته وکړه د خپلو سلګونو کتابونو له ډلې ډېر يې د پاپيروس په پاڼو جوړ او وړاندې کړي. که څه هم ارسطو د خپرولو لپاره په خوږه ژبه ډېرې مقالې ولېکلې، خو د هغه له اثارو څخه يوازې شا او خوا درېيمه برخه يې پاتې دي.[۲][۳][۴]

د ارسطو نظرونو د منځنيو پېړيو پوهانو کې ژور بدلون راوست. د فزيک د علم اغېزې د لرغونې زمانې له پای څخه د منځنيو پېړيو تر پيل پورې او بيا د رنسانس دورې پورې پراختيا وکړه چې د روڼ اندۍ او د لرغونې ميخانيک تر رامنځ ته کېدو پورې يې بل ځای نيوونکی پيدا نه شو. د هغه په ژوند پېژندنه کې د ژوپېژندنې ځينې څېړنې موندل کيږي، لکه د کنجپاړې (يو ډول سمندري حيوان دی) د لاسونو توليد کوم چې تر نولسمې پېړۍ پورې د باور وړ نه و. هغه د منځنيو پېړيو په اوږدو کې په اسلامي او يهودي فلسفې ۸۰۰-۱۴۰۰ هم اغېز درلود، همدا راز په مسيحي الهياتو، په ځانګړي ډول د لومړۍ کليسا په نوې افلاطوني فلسفه او د کاتوليکې کليسا په فکري مکتب. ارسطو د منځنيو پېړيو کې د مسلمانانو په منځ کې د لومړي استاد اود منځنيو پېړيو د مسیحيانو لکه توماس اکويناس په منځ کې یوازې د فيلسوف په توګه د درناوی وړ و، په داسې حال کې چې شاعر ډانته هغه ته د پوهو خلکو د استاد نوم ورکاوه.  د هغه په اثارو کې د منطق رسمي پېژندل شوې لومړنۍ مطالعې شاملې دي او دا د منځنيو پېړيو د پوهانو له خوا لکه پيټر ابلارد او جان بوريدان له خوا مطالعه شوې دي.

په منطق باندې د ارسطو اغېز تر نولسمې پېړۍ پورې وو. سربېره پر دې، د هغه اخلاق سره له دې چې د تل لپاره اغېزناک و، بيا هم د عصري غوره اخلاقو په راڅرګندېدو سره يو ځل بيا د پاملرنې وړ وګرځېدل.

ارسطو ته د منطق پلار، د ژوندپېژندنې پلار، د سياسي علومو پلار، د ژوپېژندنې پلار، د جنين پېژندنې پلار، د طبيعيت د قانون پلار، د علمي طريقو پلار، د بلاغت پلار، د روانپېژندنې پلار، د رياليسم پلار، د نقد پلار، د انفراديت پلار، د حکمت پېژندنې پلار او د هواپېژندنې پلار ويل کيږي.[۶]

ژوند.

په عمومي توګه، د ارسطو د ژوند تفصيلات په بشپړ ډول نه دي جوړ شوي. په لرغونو زمانو کې ليکل شوي ژوند ليکونه تر ډېره په اټکلونو ولاړ دي او تاريخ پوهان يوازې د يو څو ثابتو برخو سره موافقه کوي.

ارسطو چې نوم یې په لرغوني یونان کې د «غوره مقصد» معنی لري، د لرغوني يونان په ختيځ کې شا او خوا پینځه پینځوس کيلو متره لرې په سټاګیرا چالسیډیس کې په ۳۸۴ له ميلاد مخکې کال کې زېږېدلی ؤ. د هغه پلار نيکوماخوس د مقدونيې د پادشاه امينتاس شخصي ډاکټر و. ارسطو په ځوانۍ کې ژوندپېژندنه او طبي معلومات زده کړل چې پلار يې ورته ښوولي و.  په دیارلس کلنۍ کې د ارسطو مور او پلار دواړه مړه شوي وو چې بیا د نوموړي پالنه د اتارنيسو پروکسنوس کوله. که څه هم د ارسطو د کوچنيوالي په اړه لږ معلومات شته، خو په ډېر احتمال سره هغه څه وخت د مقدونيې په شاهي ماڼۍ کې تېر کړي او په دې توګه يې د مقدونيې له سلطنت سره لومړۍ اړيکې پيدا کړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ارسطو د عمر په اولس يا اتلس کلنۍ کې د افلاطون په اکاډمۍ کې د زده کړو د دوام لپاره اتن ته ولاړ. شونې ده چې هغه الوزينيا رمزونه تجربه کړي وي لکه چې هغه د الوزينيا په رمزونو کې د يو چا له خوا د لېدلو منظرو په يادولو سره ليکي «تجربه کول يادول دي». په ۳۴۸/۴۷ له میلاد مخکې هغه په اتن کې شا او خوا شل کاله پاتې شو. له اتن څخه د هغه د تلو په دوديزه کيسه کې راځي چې د افلاطون وراره اسپوسيپوس ته د اکاډمۍ واک وسپارل شو. ارسطو د اکاډمۍ له لارښوونو نهيلی شو، خو دا هم ممکنه ده چې هغه په اتن کې د مقدونيې ضد احساساتو څخه وېرېدلو او د افلاطون له مرګ مخکې د اتن له ښارڅخه ولاړ. له دې وروسته ارسطو له ګزنوکرات سره په کوچنۍ اسيا کې د خپل ملګري هرميا اتارنيوس دربار ته ولاړ. د هرميا له مرګ وورسته ارسطو له خپل شاګرد تيوفراستوس سره يو ځای د لسبوس ټاپو ته سفر وکړ، چېرې چې دوی د همدې ټاپو او د ټاپو د اوبو د ډنډ د نباتاتو پېژندنې او ژوپېژندنې په برخه کې څېړنې وکړې. په لسبوس کې ارسطو له پتياس سره واده وکړ، چې د هرميا خور يا د هغه له خوا په خوروالي منل شوې وه. يوه لور يې وزېږېده چې فيتياس نوم يې پرې کېښود. له مېلاد مخکې په ۳۴۳ کال کې ارسطو د مقدونيې د دویم فيليپ له خوا راوبلل شو څو د هغه د زوی الکساندر استاد شي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ارسطو د مقدونيې د شاهي اکاډمۍ د مشر په توګه وټاکل شو. د مقدونيې په دربار کې د ارسطو د اوسېدو پر مهال، هغه يوازې سکندر ته درسونه نه ورکول، بلکې دوه نورو راتلونکو پاچاهانو ته هم چې هغوی: بطلميوس او کاساندر وو. ارسطو اسکندر د ختيځ پر لور فتوحاتو ته وهڅولو او د ايران پر لور د ارسطو خپله رويه په بشپړ ډول توکمپاله وه. په يو مشهور مثال کې هغه اسکندر ته لارښوونه کوي چې «د يونانيانو لپاره مشر او د بربريانو لپاره ظالم اوسه، له لومړيو څخه د خپلو ملګرو او خپلوانو په توګه ساتنه وکړه او له دوی سره د څارويو يا نباتاتو په توګه چلند وکړه». په ۳۳۵ له میلاد مخکې  ارسطو بيا اتن ته  لاړ او هلته یې خپل ښوونځی جوړ کړ چې د ليسيوم په نوم وپېژندل شو. ارسطو په دې ښوونځي کې د راتلونکو دولسو کلونو لپاره تعلیمي دوره تر سره کړه. کله چې په اتن کې و د هغه ښځه پتياس مړه شو او ارسطو د ستاګيرا له هرپيليس سره بوخت شو، دې ښځې ارسطو ته يو زوی وزېږاوه چې ارسطو په هغه د خپل پلار نيکوماخوس نوم کېښود. که چېرې سوډا د منځنيو پېړيو يو لرغونی غیر تنقیدي تاليف  دقيق وي؛ نو شونې ده چې هغه همجنسپرستانه اړيکې هم لرلې.[۱۷][۱۸]

په اتن کې له ميلاد مخکې د ۳۳۵ او ۳۲۳ کلونو تر منځ کلونه کوم چې باور کيږي ارسطوپه همدې موده کې خپل ډېر اثار منظم کړي دي. هغه ډېر بحثونه ليکلي چې يواځې يو څو برخې يې پاتې دي. د هغه پاتې اثار د مقالې په شکل کې دي او په ډېرو مواردو کې په پراخه کچه د خپرېدو لپاره چمتو نه وو. باور کيږي چې زده کوونکو لپاره به یې د وینا ورکولو په برخه کې مرستندويه توکي وي. د هغه په مهمو مقالو کې فزیک، ماوراء الطبیعه (میتافزیک)، د نيکوماخوس اخلاق، سياست، د روح او شعر په اړه مواد شامل دي. ارسطو مطالعه وکړه او له منطق، ماوراء الطبيعة،( میتافزیک) رياضياتو، فزيک، ژوندپېژندنه، نباتات پېژندنه، اخلاقو، کرڼې، طب، نڅا او تياترد پام وړ دي.[۴][۳]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Collins English Dictionary.
  2. Barnes 1995، ص. 9.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Russell 1972.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Humphreys 2009.
  5. Leroi 2015، ص. 352.

  6. . History of the Scientific Method., Riccardo Pozzo (2004) The impact of Aristotelianism on modern philosophy. CUA Press. p. 41. کينډۍ:ISBN
    • "the father of rhetoric":
    . Aristotle. History., Bizzell, P. and Bruce Herzberg. (2000). The Rhetorical Tradition: Readings from Classical Times to the Present. NY: Bedford/St. Martin's. p. 3.
    • "the father of psychology": Margot Esther Borden, Psychology in the Light of the East, p 4
    • "the father of realism":Russell L. Hamm, Philosophy and Education: Alternatives in Theory and Practice, p 58
    • "the father of criticism":Nagendra Prasad, Personal Bias in Literary Criticism: Dr.Johnson, Matthew Arnold, T.S. Eliot, p 70. Lord Henry Home Kames, Elements of Criticism, p 237.
    • "the father of meteorology":
    . What is meteorology?."94.05.01: Meteorology". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "the father of individualism":Allan Gotthelf, Gregory Salmieri, A Companion to Ayn Rand, p 325.
    • "the father of teleology":Malcolm Owen Slavin, Daniel H. Kriegman, The Adaptive Design of the Human Psyche: Psychoanalysis, Evolutionary Biology, and the Therapeutic Process, p 292.
  7. Borchers, Timothy A.; Hundley, Heather (2018). Rhetorical theory : an introduction (الطبعة Second). Long Grove, Illinois. OCLC 1031145493. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4786-3580-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Anagnostopoulos 2013، ص. 4.
  9. Hall 2018، ص. 14.
  10. Aristoteles-Park in Stagira.
  11. McLeisch 1999، ص. 5.
  12. Campbell.
  13. Shields 2016.
  14. Aristotle 1984، صص. Introduction.
  15. Evans 2006.
  16. Blits 1999، صص. 58–63.
  17. Smith 2007، ص. 88.
  18. Green 1991، صص. 58–59.