اپیکوروس
(پخوانۍ يوناني: Ἐπίκουρος)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اپیکوروس
اپیکوروس

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۳۴۲ ق.م[۷][۸]
مړینه کال 270 ق م[۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آتن  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره آتن  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) يوناني لهجه[۱][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر دېموکریتوس  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اپیکوریزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اپيکوروس (/ɛpɪkjʊərəs/؛ په یوناني: Ἐπίκουρος؛ ۳۴۱ تر ۲۷۰ م‌ز) د لرغوني یونان یو فیلسوف او حکیم، او د اپیکوریزم خورا اغېزمن فلسفي مکتب بنسټګر دی. د یونان په ساموس ټاپو کې له آتني مور او پلار څخه زېږېدلی. هغه د دېموکریتوس، ارېستیپوس، پیرون او ګنې کلبیانو تر اغېزې لاندې، خپل د وخت اپلاتونیزم ته مخه کړه او په آتن کې یې خپله شخصي مدرسه د «The Garden – بڼ» تر نامه لاندې پرانېستله. اپیکوروس او د هغه لارویان د لږ او ساده خوراک په خوړولو او د فلسفي سکالوګانو په اړه په ډېر بحث کولو مشهور وو. هغه په ښکاره ښځو او غلامانو ته اجازه ورکړه ترڅو مدرسه کې شامل شي. ویل کېږي چې اپیکوروس د بېلابېلو سکالوګانو په هکله کابو ۳۰۰ اثرونه لیکلي دي خو د دغو لیکنو یوه ستره برخه ورکه شوې ده. له هغه یوازې درې لیکونه (مېنوسیوس، پیتوکلېس او هېرودوت ته لیک)، د ویناوو دوه ټولګې (بنسټیز عقیدتي اصول او د واتیکان ویناوې) او لږشمېر نورې لیکنې روغې او پرته له لاس لګېدنې پاتې دي. د هغه ډېري ورکې لیکنې او ښوونې د وروستیو لیکوالانو، په ځانګړې توګه د ژوندلیک لیکونکي «دیوجانس لایرتي»، اپیکوري رومي شاعر «لوکریتیوس» او د اپیکوري فیلسوف «فیلودموس» له لیکنو او همدا راز د پیرون‌پال فیلسوف «سېكستوس امپيريكوس» او اکاډمیک شکمن‌وال او سیاستوال سیسرون د توندو خو خورا دقیقو څرګندونو څخه لاس‌ته راغلې دي. [۱۱][۱۲]

د اپیکوروس په اند، د فلسفې موخه وګړو ته د یوه خوشحاله او هوسا ژوند (ایودایمونیک) په موندلو کې مرسته ده چې ځانګړنې یې آتاراکسیا (هوساینه او له ډاره خلاصون) او اپونیا (د رنځ نه‌شتون) دي. د هغه په باور، خلک هغه مهال د فلسفې پر ښېګڼو پوهېدلای شي چې ځان‌بسیا ژوند ولري او له ملګرو سره ناسته ولاړه ولري. هغه وښودله چې د انسان د ټولو روحي او عصبي رنځونو ریښه، له مړینې څخه انکار کې پرته ده او که چېرې انسان له مړینې وبېرېږي او هغه خوږمنه او کړوونکې وانګېري، نو دا به د نااړین زړه‌خوړینوالي، ځانمنۍ، محافظه‌کارۍ او تزویر د رامنځ‌ته کولو لامل وګرځي. د اپیکوروس په اند، مړینه د جسم او روح دواړو لپاره د پای ټکی دی، نو بېره او ډار نه‌ښایي. د اپیکوروس د ښوونو له‌مخې، که څه هم خدایان شتون لري، خو په انساني چارو کې ښکېل نه‌دي. هغه وایي چې خلک باید اخلاقي چلند ولري، نه له‌دې امله چې خدایان انسانانو ته د هغو د اعمالو لپاره مجازات یا مکافات ورکوي، بلکې په‌دې چې غیراخلاقي چلند د هغو د ګناهانو بار درنوي او آتاراکسیا ته یې د رسېدلو په لار خنډ ګرځي.

اپیکوروس، د ارسطو په شان، یو تجربه‌پال پاتې شوی، یعنې د هغه په باور د نړۍ په اړه د پوهې ترلاسه کولو په موخه، یوازېنۍ موثقه او باوري سرچینه د انسان حسونه دي. هغه خپله فزیک او کیهان‌پوهنې ته اړوند پوهه له مخکېني فیلسوف «دېموکریتوس» (کابو ۴۶۰ تر ۳۷۰ م‌ز) څخه ترلاسه کړه. د دېموکریتوس په څېر، اپیکوروس هم پر دې باور ؤ چې نړۍ بې‌پایه او ابدي ده او هره ماده د اټوم په نوم له ډېرو کوچنیو ذرو څخه جوړه شوې ده. همدا راز وایي چې، په طبیعي نړۍ کې ټولې پېښې، په تشه فضا کې د اټومونو د حرکت او تعامل په پایله کې رامنځ‌ته کېږي. اپیکوروس د اټومي «انحراف» مفکورې په وړاندې کولو سره، خپله لاره له دېموکریتوس څخه بېله کړه؛ د هغه په باور اټومونه له خپل ټاکل شوي لوري څخه اوښتلای شي او په پایله کې یې انسان مجال مومي ترڅو په جبرپالې نړۍ کې د خپلواکې ارادې خاوند شي.

که څه هم د اپیکوروس اصول تل خپل پلویان درلود، خو لانجمن بحثونه یې راپارول. اپیکوریزم د روم جمهوریت په وروستیو کلونو کې د خپل شهرت څوکې ته ورسېد. دغه مکتب د لرغوني پېر په وروستیو کې، له لومړني مسیحیت سره په دښمنۍ کې له‌منځه ولاړ. په منځنیو پېړیو کې یې په ناوړه توګه خپل پلویان وموندل او د دایم‌الخمر، بدعملو او نغلاندو کسانو ځانګړنه ګڼل کېده. د هغه اصول په تدریج سره په پنځلمسې پېړۍ کې د مهمو کتابونو او اثرونو په بیا موندلو سره لا ښې وپېژندل شوې، خو تر اوولسمې پېړۍ پورې د منلو وړ ونه‌ګرځېدې؛ په‌دې پېړۍ کې د فرانسوي کاتولیک کاهن «پېیر ګاسندي» په هڅه د هغه د ښوونو او لیکنو یو اصلاح شوی ټوک خپور او وروسته بیا د والتر چارلېتون او رابرټ بویل په څېر لیکوالانو له‌لورې پراخ کړل شو. د اپیکوروس باورونه د روښانتیا پېر په اوږدو کې او هم وروسته له هغه خورا اغېزمن تمام شول او د جان لاک، ټوماس جېفرسن، جرمي بېنتام او کارل مارکس په څېر د لویو متفکرانو په مفکورو کې یې ژوره اغېزه لېدل کېږي.

ژوند سمول

روزنه او اغېزښندنې سمول

اپیکوروس د ۳۴۱ ز په فبروري میاشت کې د اېجین سمندرګي د آتنیانو تر واک لاندې ساموس ټاپو کې وزېږېد. مور او پلار یې نیوکلېس او چایرستراته، دواړه په آتن کې زېږېدلي وو او پلار یې د آتن تبعه ؤ. اپیکوروس د یوناني کلاسیک پېر په وروستیو کلونو کې لوی شو. اپلاتون د اپیکوروس له زېږېدنې څخه اووه کاله مخکې مړ شوی ؤ او اووه کلن ؤ چې مقدوني سکندر له هېلېسپانت (دردنېل یا چناق‌کلا تنګي) څخه فارس ته واوښت. اپیکوروس په ماشومتوب کې د لرغوني یونان معمولي زده‌کړه ترلاسه کړه؛ له‌دې امله، د نورمن وېنتورت دېویت په اند، «داسې نه‌برېښي چې هغه دې د اپلاتوني هندسې، دیالکتیک او بلاغت څخه بې‌برخې پاتې شوی وي». داسې ویل کېږي چې اپیکوروس له سامي اپلاتوني روزونکي «پمفیلوس» څخه کابو څلور زده‌کړې ترلاسه کړې دي. د اپیکوروس «د مېنوسیوس لیک» او نور پاتې شوي اثرونه ښیي چې هغه په بلاغت کې په پراخ او هراړخیز ډول وروزل شو. د مقدوني سکندر له مړینې وروسته، پېردیکاس ساموس مېشتي آتنیان کولوفون (د اوسنۍ ترکیې لوېدیځې سیمې) ښار ته وشړل. اپیکوروس د عسکري خدمت دورې په تېرولو سره، کولوفون کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. هغه د نوزیفانس تر څارنې لاندې خپلې زده‌کړې ترلاسه کړې. نوزیفانس لومړی د دېموکریتوس او وروسته بیا د پیرهون مکتب لاروی ؤ او اپیکوروس د هغه ژواک خورا ستایلی دی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

مړینه سمول

دیوجانس لایرتي وایي چې د اپیکوروس ځایناستي «اېرمارخوس» له قوله، هغه په ۲۷۰ م‌ز کال او په ۷۲ کلنۍ کې، د مثانې تیږې له امله، په کراره او دردناکه توګه مړ شو. له ډېر کړاو سره، سره، هغه خپله روحیه ونه‌بایلله، مسکی ؤ او تر پایه یې تدریس ته ادامه ورکړه. د اپیکوروس د مړینې په هکله بیان ګواکې د «ایدومېنیوس ته رساله» خورا مجمل لیک کې وموندل شي؛ دغه رساله د دیوجانس لایرتي په لسم کتاب «د سترو فیلسوفانو ژوندلیک او اندونه» کې راغلې ده. څرګنده نه‌ده چې دا لیک څومره رښتینی او سم دی او کېدای شي له اپیکوروس وروسته د هغه د کوم لاروي له‌خوا لیکل شوی وي، چې غوښتلي یې دي هغه د یوه افسانوي فیلسوف په څېره کې انځور کړي ترڅو له هغو ګڼ‌شمېر جعلي رسالو او لیکوالانو څخه غچ واخلي چې هغه یې ناوړه او نامطلوبه ښودلی دی.[۱۹]

زه تاسو ته دا لیک په یوې مبارکه ورځ کې لیکم، چې زما د ژوندون وروستۍ ورځ هم ده. په ادرار کولو کې له سخت کړاو سره مخ یم او هم د وینې په اسهال اخته یم، داسې زورور درد چې په رنځونو باندې مې هېڅ څه زیاتولای نه‌شي. خو زما د ذهن خوشحالتیا، چې زما د فلسفي تفکراتو له راپه‌زړه کېدلو څخه سرچینه نیسي، دا ټول کړاوونه سره اڅڼي. څرنګه چې مېترودوروس ما او زما فلسفې ته ارادت ښودلی دی، له تاسو څخه مې هیله ده چې د دغه ځوان پر ماشومانو هراړخیزه پاملرنه ولرئ.[۲۰]

که چېرې دغه لیک باوري وي، نو تاییدوي چې اپیکوروس ترپایه له ژوند څخه خوند واخېست، ان د رنځونو او کړاوونو په شېبو کې یې هم خپله خوشحالتیا وساتله. همدا راز په ډاګه کوي چې هغه ته د ماشومانو هوساینه ځانګړی ارزښت درلود.[۱۹][۲۱]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پیوستون : 13091438g  — د نشر نېټه: ۸ اکتوبر ۲۰۱۶ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ HathiTrust ID: https://catalog.hathitrust.org/Record/102364629 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/topic/Encyclopaedia-Britannica-English-language-reference-work/Eleventh-edition-and-its-supplements — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ British Library system number: http://explore.bl.uk/BLVU1:LSCOP-ALL:BLL01001068773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://lccn.loc.gov/11027773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — سمونګر: Hugh Chisholm — سرليک: Encyclopædia Britannica — نسخه 11[۲][۳][۴][۵][۶] — خپرونکی: Cambridge University Press
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — دوتنه: various authors — سمونګر: Ivan Andreyevsky، Konstantin Arsenyev او Fedor Petrushevsky — سرليک: Энциклопедический словарь — خپرونکی: Brockhaus–Efron
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/89601379
  11. Diogenes Laertius, Book IX, Chapter 11, Section 64.
  12. "Diogenes Laertius, Lives and Opinions of the Eminent Philosophers Book X Section 3". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wasson 2016.
  14. DeWitt 1954، ص. 12.
  15. DeWitt 1954، ص. 8.
  16. DeWitt 1954، صص. 8–9.
  17. Gordon 2012، ص. 3.
  18. Barnes 1986، ص. 367.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Gordon 2012، صص. 141–142.
  20. Diogenes Laërtius, Lives of Eminent Philosophers, 10.22 (trans. C.D. Yonge).
  21. Gordon 2012، ص. 142.