اپلاتون (افلاطون) (يوناني: Πλάτων, Plátōn) (c.427–c.347 BC) يو ډېر زيات اغېزناکه لرغونې يوناني فېلسوف او د سقراط زده کوونکی وه چې د خپل استاد، د (سكرات) د اندونو (فکرونو) نه ډیر متاثره وو. هغه يو تکړه شمېرپوه او د فلسفي ديالوگونو ليکوال او په آتن کې د اکاډمي بنسټګر دی، چې ارستو هم په نوموړې اکادمۍ کې زده کړې کړي.

Bust of Plato

افلاطون به په پراخه کچه په اکادمۍ کې په زده کړو ورکولو بوخت وه خو د دې ترڅنگ به يې په ډېرو فلسفي چارو لکه سياست، اخلاقيات، مېټافيزيک او منېق ليکنې هم کولې. دده ترټولو اهمې ليکنې دده ډيالوگونه دي، که څه هم چې دده نه راپاتې ډېرې لېشناکې او لطيفې خبرې او نکتې هم راپاتې دي او ځينې ليکونه هم د هغه د وختونو نه راپاتې دي کوم چې ده پخپل لاس کښلي. تاريخپوهان پدې اند دي چې د افلاطون ټول معتبره ډيالوگونه د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بچ او خوندي پاتې شوي.