هخامنشیانو سترواکي

(له د هخامنشیانو سترواکي نه مخ گرځېدلی)

هخامنشي سترواکي چې د لومړۍ پارسي سترواکۍ په نوم هم پېژندل کېږي د اوسني افغانستان لرغونې سترواکي وه چي مرکز يې په لويديځه اسيا کې و او بنسټ يې له زېږد مخکې په ۵۵۰ کي لوی کوروش اېښی و. دا سترواکي د خشايار لومړي د واکمنۍ پر مهال خپلې بشپړې پراختيا ته ورسېده او د مرکزي او شمالي لرغوني يونان ډېري برخې یېونيولې. د خپلې ځمکې د ډېرې پراختيا پر مهال، هخامنشي سترواکي په لويديځ کې له بالکان او ختيځې اروپا او همدرانګه د سیند تردرې پورې غځېدلې وه. دا سترواکي په تېر تاريخ کې له هرې بلې سترواکۍ پراخه او په پنځه اعشاريه پنځه ميليونه کيلو متر مربع (دوه اعشاريه يو ميلیون مربع ميله) ځمکه خپره وه.[۸]

هخامنشيانو سترواکي
اړوند
په نوم د
پلازمېنه
بابلPasargadae (en) ژباړلد جمشید پلازSusa (en) ژباړلEcbatana (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۷٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۳۵٬۰۰۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځايي ژبې
وګړنوم
AchaemenidPersianهخامنشیAchaemenianپارسAhemenid[۳]Ahemenidka[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
دین
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۰۳۳۰ "م.ز" ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵٬۵۰۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۰°شمال ۴۰°ختیځ / 30°شمال 40°ختيځ / 30; 40 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د هخامنشیانو ټولواکمني
۵۵۰ مخزېدیز–۳۳۶ مخزېږدیز

د ستر کورش رپی

Location of Persian Empire
د هخمانشیانو ټولوکامني ۵۰۰ کاله مخکې له زېږدیزه د داریوش ۱ د واکمني پر محال ډیر پرمختگ وکړ.
پلازمینه پاسارگاد, هگمتانه, د جمشید پلاز, شوش, بابل
ژبه(ی) لرغونې پاړسي
شاهي ارمني[۵]
ایلامي
اکدي[۶]
دین زرتشتيت
دولت Monarchy
شاهنشاه
 - ۵۵۹–۵۲۹ BCE (first) کوروش ۲
 - ۳۳۶–۳۳۰ BCE (last) دیریوش ۳
تاریخ
 - پیل 550 مخزېږدیز (Cyrus the Great overthrew Astages of Media)
 - Construction starts at Persepolis 515 BCE
 - Conquest of Egypt by Cambyses II 525 BCE
 - Greco-Persian Wars 498–448 BCE
 - Conquered during Wars of Alexander the Great 336 مخزېږدیز (Alexander the Great conquers Persia)
 - Darius III is killed by Bessus 330 BCE
پيسی داریک او سیگلوی
وړاندې
ورپسې
د ماد واکمني
Neo-Babylonian Empire
لیدیه
Twenty-sixth dynasty of Egypt
Macedonian Empire
نن برخه د

د سترواکۍ پيل له زېږد مخکې په اوومه پېړۍ کې هغه مهال شوی و، کله چې پارسيان د لرغوني افغانستان د سيمي په سويل لويديځه برخه کې مېشت شول. په دوي کي کوروش د ماد سترواکۍ ته ماته ورکړه کوم چي تردوی مخکي یې دلته واک درلود. ليديا او نوي بابلي سترواکۍ يې هم ماتې کړې او له هغه وروسته يې په رسمي ډول د هخامنشي سترواکۍ بنسټ کېښود.[۹]

هخامنشي سترواکي د يوې متمدنې او سياسي ادارې د بريالۍ نمونې په جوړولو سره شهرت لري، دا چاره يې د واليانو په کارولو، کلتوري تګلارو، د سړکونو او ډاګ خونو( پوسته خانو)د نظام په څېر زېربناوو په ودانولو، په خپلو ټولو سيمو کې د يوې رسمي ژبې کارولو او د يوه ستر مسلکي پوځ په ګډون ملکي چوپړتياوو ته د ودې ورکولو په مټ تر سره کړه. له دې سترواکۍ وروسته نورو سترواکيو هم د دوی له برياليتوبونو نه الهام واخيست. [۱۰]

ستر سکندر چې د ستر کوروش يو له ستايونکو نه دی، له زېږد مخکي په ۳۳۰ کال د هخامنشي سترواکۍ ډېرې سيمې ونيولې. د سکندر له مرګ سره سم، د سترواکۍ ډېرې پخوانۍ سيمې بطليموسي او سلوکي پاچهيو لاندې کړې. د مرکزي لوړو پارسي سيمو لرغوني افغان مشرانو له زېږد مخکې په دويمه پېړۍ کې د اشکاني سترواکۍ تر مشرې لاندي بيا واک په لاس کي واخيست. [۱۱][۱۲][۱۳]

نوم

د هخامنشي ټکي معنا ده«د هخامنشيانو کورنۍ یا هخامنشيان) دا نوم يو داسې ترکيب دی چې «د ملګري دماغ لرل» په معنا ژباړل کېدای شي. هخامنش په خپله د لرغوني افغانستان (اوسني ایران) په سويل لويديځ کې په اوومه پېړۍ کې د انشان سيمې يو کوچنی واکمن او د اشور اوسېدونکی و.[۱۴]

له زېږد مخکې ۸۵۰ کې هغو اصلي کوچيانو چې دا سترواکي يې  پيل کړه، خپل ځانونه يې پارسا بلل، خپلوهغو سيمو ته یې د پارسوا نوم ورکړ، چې د تل لپاره د بدلون په حال کې وې او د ډېر وخت لپاره د پارس په شا اوخوا کې وو. د «پرشيا» نوم، د اصلي ټکي يوناني او لاتنیي تلفظ دی، د هغو خلکو هېواد ته ويل کيږي چې، له پارسي نه سرچينه اخلي. د پارسي د «Xšāça» اصطلاح معنا ده «سترواکي»، هخامنشيانو دا اصطلاح د دوی څو قومي دولت ته کاروله.[۱۵][۱۶]

مخینه

سرچینه

پارس ملت، له يو شمېر قومونو جوړ دی چې نوملړ يې دا دی: پاسارګاديان، مرافيان، ماسپيان چې نور ټول قومونه په دې پورې تړلي دي. د دوی له منځه پاسارګاديان تر ټولو نامتو دي، د هخامنشيانو قبيله هم په دوی پورې تړلې ده چې پارسيد پاچايان له دوی سرچينه اخلي. نور قومونه يې پانتيالايي، دروسيايي او  جرماني، ټول د دې خاورې اړوند دي، پاتې يې دای مردي، درويچي او ساګارتي دي چې کوچيان دي. هيرودوت، تاريخونه ۱.۱۰۱ او ۱۲۵

هخامنشي سترواکي، د کوچي پارسیانو نه جوړه شوې وه. پارسيان په اوسني ايران کي مېشت خلک دي چې دغه سیمي ته له زېږد ۱۰۰۰ کاله مخکي راغلي وه. دوی د لرغوني افغانستان (( اوسني شمال لويديځ ايران )) په سيمو کې مېشت شول چې د زاګراس او پارس د غرونو په لړۍ کې د ايلاميانو تر څنګ سیمې وې. د څو پېړيو لپاره دوی د اشور د سترواکۍ لاندې و (له زېږد مخکې ۹۱۱-۶۰۹) د کومې مرکز چې شمالي بين النهرين و .هخامنشي سترواکي لومړنۍ افغان واکمني سترواکي نه وه، ځکه چې د افغانانو يوه بله ډله ميديانو هم د لنډې مودې سترواکي جوړه کړې وه، چا چې د اشوريانو په رانسکورولو کې مهمه ونډه درلوده. [۱۷][۱۸]

هخامنشيان په لومړي سر کې د اوسني مرودشت ښار سره نژدې د عيلامي ښار انشان واکمنان و، د «د انشان پاچا» لقب، له مخکيني ايلامي «د شوش او انشان پاچا» نه اخیستل شوی دی. د انشان د لومړيو پاچايانو د پېژندګلوي په اړه ضد او نقيض نظرونه دي. د کوروش د استوانې تر مخې (د هخامنشيانو تر ټولو لرغونې پاتې نسب نامه) د انشان پاچايان تيسپس، لومړی کوروش، لومړی کمبوجيه او دويم کوروش و چې د ستر کروش په نوم پېژندل کېږي، چا چې د دې سترواکۍ بنسټ اېښی (د بيستون وروستی ډبرليک، چې ستر داريوش لیکلی، ادعا کوي چې، تيسپ د هخامنش زوی و او دا چې داريوش هم د يوې بلې ليکې له اړخه د تيسپس له نسل نه دی، خو هېڅ پخواني متن کې د هخامنش يادونه نه ده شوې). د هيرودت په تاريخونو کې هغه ليکلي چې، ستر کوروش د لومړي کمبوجيه او د ماد د ماندان زوی و، دا ښځه بيا د ماد د سترواکۍ د پاچا استياګ لور وه.   [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

جوړېدل او پراختيا

کوروش له زېږد مخکې په ۵۵۳ کې د ماد سترواکۍ پر وړاندې پاڅون وکړ، له زېږد مخکې به ۵۵۰ کې ماد ته په ماتې و رکولو بريالی شو، استياګ يې ونيو او د ماديانو مرکزي ښار اکباتانا يې هم تر لاسه کړ. کله چې کوروش د اکباتانا واک تر لاسه کړ، خپل ځان يې د استياګ ځای ناستی اعلان کړ او د ټولې سترواکۍ واک يې په لاس کې واخيست. د استياګ د سترواکۍ له تر لاسه کولو وروسته، هغه ته له ليديا او نوې بابلي سترواکۍ سره د ځمکې پر سر شخړې هم په میراث کې پاتې شوې.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۵]

د ليديا پاچا کرزوس په کوچنۍ اسيا کې د ماديانو د پخواني قلمرو د ځمکو پر لور د وړاندې تګ هڅه وکړه. کوروش نه يوازې دا چې د هغه پر وړاندې يې بريد رهبري کړ او د کرزوس د پوځ په وړاندې يې جګړه وکړه، بلکې سارديس يې ونيو او له زېږد مخکې ۵۴۶ کې د ليديانو پاچهي نسکوره شوه. کوروش په ليديا کې د خراج د راټولولو لپاره پکتيس د مسظول په توګه وټاکه او له سيمې ولاړ، خو کله چې کوروش ولاړ، پکتيک د کوروش پر ضد بغاوت وکړ. کوروش مادي قوماندان مازارس د دې پاڅون سره د مقابلې لپاره واستاوه او پکتيس د بندي په توګه ونيول شو. مازارس او د هغه له مړينې وروسته هارپاګ د ټولو هغو ښارونو د کمولو لپاره لاس په کار شو، چې په بغاوت کې يې ګډون کړی و. د لیديا لاندې کولو نږدې څلور کاله وخت ونيو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۰][۳۱][۳۳][۲۹]

کله چې په اکباتانا کې واک له ماديانو نه د پارسیانو لاس ته ورغی، د مادي سترواکۍ ډېرو مرستندويانو باور وکړ چې، د دوی حيثيت بدلون موندلی او د کوروش پر ضد يې پاڅون او بغاوت وکړ. دې چارې کوروش اړ کړ چې، د باختري او په مرکزي اسيا کې د ساکي کوچيانو پر ضد جګړې وکړي. د دې جګړو په اوږدو کې، کوروش په منځنۍ اسيا کې ګڼ لښکرګاوي ښارونه جوړ کړل چې يو يې کوروپليس دی.[۳۴][۳۵][۳۶]

تاریخ

 
د داریوش ماڼی (آپادانا)

کوروش یا ستر کوروش ( فارسی: کوروش بزرگ) د مادی امپراطوری یو تبعه وو چه د مادی د سیاستو تر زوال وروسته د مادی پر پاچا برید وکړ او په جگړه کې یی د مادی پاچا ته ماته ورکړه. کوروش د خپل بریالیتوب وروسته خپله اردو لیدیه (ترکی)، بابل (عراق) او باختر (افغانستان) ته ولیږل او خپل پاچایی یی پراخه کړه. کوروش ډېر معرفت او زغمناک امپراتور وو.کوروش عموما په بابل کښې حکومت وکړ خو په ۵۳۰ کال کې په پاسارگادا کې نوی مقر تاسیس کړ. دکوروش تر وفات وروسته زوی یی کمبوجیه ۲ د هخامنشانو پاچا شو. کمبوجیه غوښتل چه خپل ځواک تینگ کړی او د دې لپاره یی څپل ورور چه نوم یی بردیا وو، مړ کړ. په ۵۲۵ عیسوی کال مخکی کمبوجیه ۲ پر مصر برید وکړ او د مصر پاچا ته ماته ورکړه. تر جگړې وروسته ټول مصر د کمبوجیه لاس ته ورغی.مگر په دې وخت کښې د ایران په مرکز کښې قیام پېل شو او کمبوجیه مجبور شو ایران ته پریږوی. مگر په فلسطین کې یی وفات وکړ. د کمبوجیه تر وفات وروسته داریوش ۱ د هخامنشانو پاچا شو. داریوش ۱ د هخامنشانو د امپراتوری پر اقتصاد او اداری برخه کی ښه اغېره لرل. داریوش ۱ هم نوی مقر چه د تخت جمشید په نوم يادېږی، تاسیس کړ.

ژوند د هخامنشیانو په واکمنی کی

 

د هخامنسیانو په پاچایی کی د پاچا ماڼی مهم مرکز وو. په ماڼی کی پاچا د کوړنی سره ژوند کاوه. په دی وخت کی د هخامنشیانو حکمرانو زیات پلازمینې لرلې پاچا هر فصل د ښار څخه ښار ته کډه کاوه. پاچا په ژمی کی په جنوبی ایران ( تخت جمشید, پاسارگاد) کی او په اوړی کی په غرونو کی ژوند کاوه. د هخامنسیانو پاچا یوازې ښکاری کاوه او جگړه کاوه. د واکمنی اوسېدونکی د پاچا رعایا ول.د هخامنشیانو د حکمرانان په نظر د انسان وضع د هخامنشیانو په تولنه کی د انسان په جټه کی ول. د دی معنی دا وه چی هر حکمران باید د حکمرانانو جټه ( وینه ) ولری. په دی وخت کی هر نارینه کولای سول زیاتی ښځی ولری. د هخامنسیانو حکمرانانو په حریم کی تقریبا ۳۰۰۰ ښځو درلودل. خلکو اجازه وه چی خپلوی واده وکړی. د تبعو د اشرافو ماشومانو مجبور شول چی د پاچا په ماڼی کی ژوند وکړی او د دی لپاره د تبعو اشراف نسول کولای د پاچا په خلاف قیام وکړی.

سرچینې

  1. "Art & Architecture Thesaurus". نه اخيستل شوی سپټمبر 2020. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: https://archive.org/stream/JamesRussellZoroastrianismInArmenia/James%20Russell%20-%20Zoroastrianism%20in%20Armenia#page/n11/mode/2up.
  3. Applies to part, aspect, or form: masculine singular.
  4. Applies to part, aspect, or form: feminine singular.
  5. Josef Wiesehöfer, Ancient Persia, (I.B. Tauris Ltd, 2007), 119.
  6. Harald Kittel, Juliane House, Brigitte Schultze (2007). Traduction: encyclopédie internationale de la recherche sur la traduction. Walter de Gruyter. pp. 1194–5. ISBN 9783110171457.{{cite book}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  7. Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography by Pirouz Mojtahed-Zadeh, page 119
  8. Sampson, Gareth C. (2008). The Defeat of Rome: Crassus, Carrhae and the Invasion of the East. Pen & Sword Books Limited. p. 33. ISBN 978-1-84415-676-4. Cyrus the Great, founder of the First Persian Empire (c. 550–330 BC).
  9. Sacks, David; Murray, Oswyn; Brody, Lisa (2005). Encyclopedia of the Ancient Greek World. Infobase Publishing. p. 256. ISBN 978-0-8160-5722-1.
  10. Schmitt, Rüdiger (21 July 2011). "Achaemenid Dynasty". Encyclopædia Iranica.  
  11. Ulrich Wilcken (1967). Alexander the Great. W.W. Norton & Company. p. 146. ISBN 978-0-393-00381-9.
  12. Taagepera, Rein (1979). "Size and Duration of Empires: Growth-Decline Curves, 600 B.C. to 600 A.D". Social Science History. 3 (3/4): 123. doi:10.2307/1170959. JSTOR 1170959. A superimposition of the maps of Achaemenid and Alexander's empires shows a 90% match, except that Alexander's realm never reached the peak size of the Achaemenid realm.
  13. Sacks, David; Murray, Oswyn; Brody, Lisa (2005). Encyclopedia of the Ancient Greek World. Infobase Publishing. p. 256. ISBN 978-0-8160-5722-1.
  14. Curtis, Vesta Sarkhosh; Stewart, Sarah (2010). The Sasanian Era. I.B.Tauris. ISBN 978-0-85773-309-2.
  15. Jamie Stokes (2009). Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East, Volume 1. Infobase Publishing. pp. 2–3. ISBN 978-0-8160-7158-6. [مړه لينکونه]
  16. Shapour Shahbazi, Alireza (2012). Daryaee, Touraj (ed.). The Oxford handbook of Iranian history. Oxford: Oxford University Press. p. 131. doi:10.1093/oxfordhb/9780199732159.001.0001. ISBN 978-0-19-973215-9. Although the Persians and Medes shared domination and others were placed in important positions, the Achaemenids did not—could not—provide a name for their multinational state. Nevertheless, they referred to it as Khshassa, "the Empire".
  17. Van de Mieroop, Marc (25 June 2015). A history of the ancient Near East ca. 3000–323 BC (Third ed.). Chichester, West Sussex, UK. ISBN 978-1-118-71817-9. OCLC 904507201.
  18. Brosius 2006، م. 3.
  19. Briant 2002، م. 15.
  20. Briant 2002، م. 16.
  21. Brosius 2006، م. 6.
  22. Briant 2002، م. 17.
  23. Nabonidus Cylinder I.8–II.25
  24. Nabonidus Chronicle II.1–4
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Briant 2002، م. 31.
  26. Briant 2002، م. 34.
  27. Briant 2002، م. 33.
  28. Herodotus, Histories I.72, I.73
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Briant 2002، م. 35.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Brosius 2006، م. 11.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Briant 2002، م. 37.
  32. Herodotus, Histories I.154
  33. Briant 2002، مم. 37–38.
  34. Justin, Epitome I.7 Archived 2021-05-17 at the Wayback Machine.
  35. Briant 2002، م. 39.
  36. Briant 2002، م. 40.