کوه نور

(له د كوه نور الماس نه مخ گرځېدلی)

د کوه نور آلماس Koh-i-Noor (د روښانه غره الماس) یاهم کوه نور په هندي कोहिनूर) یو وخت ۳۷،۲۱ ګرامه چې برابر د ۱۸۶،۰۶۲۵ قیراطه کیده د نړۍ له غټو او مشهورو الماسو څخه وو. په ۱۸۵۴م کال د تازه تراش سره د یاد الماس وزن ۲۱،۶۱ ګرامو ته راښکته شو. د کوه نور الماس چې اصلي مندن ځای (د پیدا کولو ځای) مشخص ندی، اما ویل کیږي جې د هند د اندرا پردش آیالات د حيدراباد، هند په ګلنده قلعه کې په ۱۶۵۶م کال کې لاسته راعلی دی. یاد الماس د عبدالله قطب شاه د وزیر میرزا محمد میر له لوری د ګورکانی واکمنۍ واکمن شاه جهان ته تحفه شوی وو. کوه نور د نادر افشار او هندي واکمنانو د لاسته ولیدلو ترڅنګ د نادر شاه افشار د وژنی وروسته چې د افغان واکمن احمد شاه درانی لخوا ووژل شو افغانستان ته انتقال شو. وروسته د رانجیت سینګ لخوا نادر شاه دراني ته د ماتی ورکولو سره کوه نور د نوموړی لخوا هند ته ولیږدول شو. د هند د سیکانو او بریتانویانو د دویمې کګړی پرمهال چې پکې سیکانو ماتې وخوړه، دولیپ سینګ په ۱۸۴۹م کال د بریتانویانو سره د یوه پنځه ماده یېز تړون له مخې کوه نور په هند کې میشتې یوې بریتانوي کمپنې ته وسپاره، چې د یادې کمپنې لخوا په ۱۸۷۷م کال هند ته د بریتانیا د ملکۍ (ملکه وېکټوريا) ته تسلیم کړ. کوه نور الماس په ۱۶۵۶ م کال د هند د آندرا پردیش آیالات مرکز حيدراباد، هند ته نژدې موندل شوی و. نادر افشار د هند له نیولو وروسته فارس ته یووړ ، په لومړي ځل د نادر افشار کورنۍ دغه الماس احمدشاه ابدالي ته ورکړ، چې بیا وروسته د هغه د اولادونو ترمنځ لاس په لاس شو. اوس دغه الماس د انګلستان د شاهي تاج په مخکينۍ برخه کې ټومبل شوی.

کوه نور
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
کچه او لوړوالی
وزن
۱۰۵ carat (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
په ۱۸۵۴م کال کې د دویم برش وروسته کوه نور

د افغانستان لخوا د کوه نور الماس بيرته غوښتنه

سمول

د طالبانو د واکمنۍ د دورې د بهرنیو چارو وزارت وياند فیض احمد د نومبر پر ۵مه په کال ٢٠٠٠م کې د برطانيې د حکومت څخه د کوه نور د الماس و افغانستان ته د سپارلو غوښتنه وکړه، ځکه رنجيت سنګ د شاه شجاع د کورنۍ څخه دا الماس په زوره اخیستی وو. [۱]

سرچینۍ

سمول
  1. The guardian (۵_نومبر ٢٠٠٠). "طالبانو له ملکې څخه وغوښتل چې د کوه نور الماس بيرته و افغانستان ته وسپاري".{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)