په افغانستان کې د کمونستي نظام د جنگي جنايتونو لړليک

په افغانستان کې د کمونېستي رژیم له خوا د لومړي هېوادمشر سردار داوود خان پر خلاف وسله وال اووښتون کولو وروسته ددې رژیم پر ضد یو لړ ولسي حساسیتونه راوپارېدل چې دا حساسیتونه د کمونستي نظام له خوا د افغان ولس د دیني، کولتوري او آن د دوي مال، ناموس او ژوند باندې لوبو کولو له وجې ول. ددې ولسي پاڅونوالو د ځپلو لپاره کمونستي نظام له هېڅ راز جنایت، رټل، ټکول او په ډله ییزه توگه وژلو لاس وانخېست. په لاندې توگه موږ د کمونستي نظام له خوا په افغان ولس د ترسره شویو جنایتونو تاریخواره یادونه کوو:

  1. ۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  2. ۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.
  3. ۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې گناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.
  4. ۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه.
  5. ۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  6. ۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  7. ۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردگو ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  8. ۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.
  9. ۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  10. ۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنگ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  11. ۱۳۶۴: د ميدان وردگو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې بريدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  12. ۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  13. ۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه
  14. ۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.
  15. ۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  16. ۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
  17. ۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بگرام هوايي ډگر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه.
  18. ۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.
  19. ۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.
  20. ۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارمانجن او ويرجن شهادت.
  21. ۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو ارمانجن شهادت.
  22. ۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننگرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  23. ۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.
  24. ۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.
  25. ۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.
  26. ۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په گډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.

سرچینې سمول