وېکتوریا (الکساندرینا وېکتوریا د ۱۸۱۹ ز کال د می له ۲۴ مې – د ۱۹۰۱ز کال د جنوري تر ۲۲ مې پورې) د ۱۸۳۷ ز کال د جون له ۲۰ مې نه تر ۱۹۰۱ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د بریتانیا او آیرلنډ ملکه وه. د نوموړې ۶۳ کاله او ۷ میاشتې واکمني چې د وېکتوریا د دورې په نامه یادېږي، د ټولو پخوانيو بریتانوي پاچایانو د دورو په پرتله اوږده دوره ګڼل کېږي. په انګلستان کې دا دوره د صنعتي، سیاسي، ساینسي او پوځي بدلونونو دوره وه او د بریتانوي سترواکۍ د لویې پراختیا نښه وه. د بریتانیا پارلمان، نوموړې ته په ۱۸۷۶ز کال کې د هند د سترواکۍ د بل لقب لپاره هم رایه ورکړه.

ملکه ویکتوریا
(انګلیسي: Victoria)
(انګلیسي: Alexandrina Victoria د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملکه وېکټوريا

د بریتانیا ملکه
دوره 20 June 1837 – 22 January 1901
تاج پر سرونه 28 June 1838
Prime Ministers See list
Empress of India
فعاليت 1 May 1876 – 22 January 1901
تاريخ التتويج 1 January 1877
Viceroys See list
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Princess Alexandrina Victoria of Kent د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اصلي نوم Alexandrina Victoria
پيدايښت ۲۴ مې ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه ۲۲ جنوري ۱۹۰۱ میلادی (په ۸۱ کلنۍ کې)
تاریخ دفن 4 February 1901
تابعیت Flag of the United Kingdom.svg د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد اوم اېډوارډ[۱۰]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور Princess Victoria of Saxe-Coburg-Saalfeld
کورنۍ House of Hanover
نسل
آخري معلومات
کار/مسلک ليکوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
آلماني ژبه
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
لاتين ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ملکه وېکټوريا

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېکتوریا د شهزاده اېډوارډ، د کېنټ او سټراټرین د ډوک (د پاچا درېیم جورج څلورم زوی) او د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ د شهزادګۍ وېکتوریا لور وه. نوموړې په ۱۸۲۰ز کال کې د خپل پلار او نیکه له مړینې وروسته، د خپلې مور او څارونکي جان کونروي تر  نږدې څارنې لاندې لویه شوه. نوموړې په ۱۸ کلنۍ کې هغه وخت تخت په میراث یووړ چې د پلار دری مشران وروڼه یې د مشروع وارث له پرېښودو نه پرته مړه شول. وېکتوریا د مشروطه پاچا په توګه له شخصې لارې هڅه وکړه چې د حکومت سیاست د وزیرانو د ګومارنې په برخه کې تر اغېز لاندې راولي، خو په عامه توګه  د یوې ولسي بېلګې په توګه را څرګنده شوه چې، د شخصي اخلاقو د سختو معیارونو په درلودلو یې شهرت درلود.  

په ۱۸۴۰ ز کال کې وېکتوریا د خپل تره له زوی، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت سره واده وکړ. د دوی ماشومانو د اروپا په وچه کې په شاهي او اشرافي کورنیو کې ودونه وکړل، چې وېکتوریا ته یې د "اروپا د انا" لقب ورکړ او هیموفیلیا (د وینې توېدنې ناورغي) یې په اروپا کې شاهي کورنیو ته ورسوله. وېکتوریا په ۱۸۶۱ز کال کې د البرټ له مړینې وروسته په ژور ویر کې ډوبه شوه او د عامه وګړو پر وړاندې له څرګندېدو یې ډډه وکړه. د نوموړې د ګوښه توب له امله د بریتانیا جمهوریت پالونکي په لنډمهاله توګه ځواکمن شول، خو د واکمنۍ په وروستۍ نیمه کې یې شهرت بېرته ورغېد. د نوموړي سور، زرین او الماس څرکي جشنونه د عامه لمانځنې لپاره ځانګړي شوي وو. هغه په ۱۹۰۱ ز کال کې د وایټ په ټاپو کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړې په مړینې سره د هانور د کورنۍ د ورستي پاچا ځایناستی د نوموړې زوی اوم دېډوارد، د ساکس-کوبرګ او ګوتا له کورنۍ نه شو.  

ځوانه ملکه ویکتوریا

زېږون او کورنۍ

د وېکتوریا پلار شهزاده اېډوارډ، د کېنت او ستراتین ډوک، د انګلستان د پاچا، درېیم جورج څلورم زوی و. تر ۱۸۱۷ ز کال پورې، د اېډوارډ ورېره شارلوت، د ویلز شهزادګۍ، د درېیم جورج یوازینی مشروع لمسۍ وه. په ۱۸۱۷ ز کال کې د نوموړې مرګ د ځایناستۍ کرکېچ را پورته کړ چې د کېنت ډوک او د هغه مجرد وروڼه یې اړل کړل چې واده وکړي او ماشومان ولري. نوموړي په ۱۸۱۸ ز کال کې د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ له شهزادګۍ وېکتوریا سره واده وکړ چې یو جرمنۍ کونډه شهزادګۍ وه چې د لینینګین د دویم شهزاده ایمیچ کارل سره یې د لوموړي واده نه د کارل (۱۸۰۴ – ۱۸۵۶ز) او فیودورا (۱۸۰۷ – ۱۸۷۲ز) په نومونو دوه ماشومان درلودل. د نوموړې ورور لیوپولد، د شهزادګۍ شارلوت کونډ مېړه و. وېکتوریا چې د کېنت د ډوک او دوچیس یوازینۍ ماشومه وه، د ۱۹۱۸ ز کال د می په ۲۴ مه د سهار په ۴:۱۵ بجو د لندن په کینسینګټان ماڼۍ کې نړۍ ته پښه کېښوده.  [۱۲]

 
ملکه وېکټوريا د برتانيې امپراتوره

د وېکتوریا د کانټربېري د روحاني چارلس مینرز-سټون له خوا په شخصي توګه د ۱۸۱۹ ز کال د  جون په ۲۴ مه په کینسنګټان ماڼۍ کې د کپولا په خونه کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د تعمید په وخت کې په هغه د الکساندرینا نوم کېښودل شو چې د نوموړې د نیکه، د روسیې تزار لوموړی الکساندر له نامه نه و. وېکتوریا د نوموړې د مور له نامه نه اخیستل شوی و. د مور او پلار له خوا یې نور وړاندیز شوي نومونه جورجینا (یا جورجیانا)، شارلوت او اګوسټا وو چې د کېنت د مشر ورور، جورج، شهزاده ریجنټ په لارښوونو لرې شول.  [۱۳]

وېکتوریا د زېږون په مهال د درېیم جورج له څلورو لویو زامنو: شهزاده ریجنټ (وروسته څلورم جورج)، د یارک ډوک فریډریک، د کلیرنس ډوک وېلیم، (وروسته څلورم وېلیم) او د وېکتوریا پلار، د کېنت ډوک اېډوارډ، نه وروسته د ځایناستۍ په لیکه کې پنځمه وه.  شهزاده ریجنټ کوم ژوندی ماشومان نه درلود او د یارک ډوک هېڅ اولاد نه درلود. دوی دواړه له خپلو مېرمنو نه جلا شوي وو، چې دواړو د ماشوم زېږون له عمر نه تېر شوي وو. نو له همدې امله د دواړو مشرانو وروڼو له خوا د مشروع اولاد درلودل ناشوني وو. په ۱۸۱۸ ز کال کې وېلیم او اېډوارډ په ورته ورځ ودونه وکړل، خو د وېلیم دواړو مشروع لورانې په ماشتوب کې  مړه شوې، چې لومړۍ یې شهزادګۍ شارلوت وه، چې د وېکتوریا له زېږېدو دوه میاشتې مخکې د ۱۸۱۹ ز کال د مارچ په ۲۷مه نېټه زېږېدلې او مړه شوې وه. د وېکتوریا پلار د ۱۸۲۰ ز کال په جنوري کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې، چې په دې وخت کې د وېکتوریا عمر له یو کال نه کم و. یوه اونۍ وروسته د هغې نیکه هم له ژوند سره مخه ښه وکړه او مشر زوی یې، څلورم جورج د هغه ځایناستی شو. په دې وخت کې وېکتوریا د فریډریک او وېلیم نه وروسته د تخت په لړۍ کې درېیم ځای درلود. د وېلیم دهمې لور، د کلیرنس شهزادګۍ، الیزابت د ۱۸۲۰ ز کال د ډسمبرله ۱۰ مې نه  د ۱۸۲۱ ز کال د مارچ تر ۴ مې پورې دوولس اونۍ ژوند وکړ، چې په دې وخت کې وېکتوریا د تخت په لړۍ کې په څلورم ځای کې وه.  [۱۴][۱۵]

په ۱۸۲۷ ز کال کې د یارک ډوک مړ شو، ورپسې په ۱۸۳۰ ز کال کې څلورم جورج مړ شو. تخت د دوی ژوندي ورور وېلیم ته پاتې شو او وېکتوریا یې وارثه شوه. د ۱۸۳۰ ز کال د سلطنت د نیابت قانون د وېکتوریا د مور لپاره ځانګړي احکام را منځ ته کړل چې د وېلیم د مړینې په حالت کې، چې وېکتوریا لا کوچنۍ وه، د سلطنت د نائب په توګه کار وکړي. پاچا وېلیم د نیابت لپاره د دوچیس په وړتیا باور نه درلود او په ۱۸۳۶ ز کال کې نوموړي د هغې په شتون کې څرګنده کړه، چې هغه غواړي د وېکتوریا تر ۱۸ کلنۍ پورې ژوندی پاتې شي، ترڅو د سلطنت د نیابت ستونزه حل شي.  [۱۶][۱۷]

سرچینې

  1. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00190726 — subject named as: Victoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of ArtistsISBN 978-0-19-977378-7
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Victoria-queen-of-United-Kingdom — subject named as: Victoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66z0061 — subject named as: Queen Victoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1442 — subject named as: Victoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. RKDartists ID: https://rkd.nl/explore/artists/80887 — subject named as: Victoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10065.htm#i100648 — subject named as: Victoria Alexandrina Hanover, Queen of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/viktoria-viktoria — subject named as: Viktoria (Großbritannien) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Canadian Encyclopedia article ID: https://www.thecanadianencyclopedia.ca/en/article/victoria/ — subject named as: Queen Victoria — سرليک: L'Encyclopédie canadienne او The Canadian Encyclopedia
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=64620 — subject named as: Viktorija (britanska kraljica) — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. سرليک: Kindred Britain
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. Hibbert, pp. 3–12; Strachey, pp. 1–17; Woodham-Smith, pp. 15–29
  13. Hibbert, pp. 12–13; Longford, p. 23; Woodham-Smith, pp. 34–35
  14. Worsley, p. 41.
  15. Longford, p. 24
  16. Hibbert, p. 46; Longford, p. 54; St Aubyn, p. 50; Waller, p. 344; Woodham-Smith, p. 126
  17. Hibbert, p. 31; St Aubyn, p. 26; Woodham-Smith, p. 81