مور

مور (په فرانسوي کې: maman) د کورنۍ اړیکو څخه یوه ده او د یوې ښځې طبیعي یا ټولنیز پلار بلل کیږي. د پیچلتیا او ټولنیز، کلتوري او مذهبي توپیرونو، تعریفونو او رولونو له امله، د مور کلمې ټولیز تعریف توپیر لري.[۱]

مور د الله ج له ډېرو لویو نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی چی هغه یې په موږ او تاسو باندې پیرزو کړی ده، دا لوی نعمت په هره ثانیه، د قیقه او هرساعت کې زموږ د خوښیو لپاره زیار باسې او تل په دې هڅه کې وي چې د خپل اولاد د خدمت کولو او خوشحاله ساتلو جوګه وګرځې خو هغه مهربانه مور چې نهه میاشتې یی موږ او تاسې په خپله مبارکه ګیډه کې ګرځولې یو او له هغه وروسته یی بیاهم زموږ لپاره شپه او ورځ یوه کړی ده . مور او پلار ته الله ج ډیر لوړ مقام ورکړی ده چی په دې هکله حضرمحمد ص فرمایې( جنت د میندو تر پښولاندې ده ) که چیرته مونږغواړو چې جنت تر لاسه کړو او په دې د نیا اویا په هغه دنیا کې کامیاب واوسونوموږ باید د پورته حدیث مطابق د خپل ګران خوږ پلار او د شاتو په څیر خوږې او مهربانې مور خدمتونه وکړو چې پدې کار سره الله ج هم له موږ څخه راضي کیږي.

له چا سره چې د مور او پلار دعاګانې شتون ولري هغه په خپلو کارنوکې بریالي وي خو ترټولو به هغه څوک زیات خوش چانس وي چې مور او پلار یی ژوندي وي او دهغو خدمت کوي که موږ اوتاسې د مور د خدمت کولو له اجرونو څخه خبرشو بیا به همیشه د خپل پلار او مور خدمت کوو چې پدې اړه یوه ورځ حضرت محمد ص د مور اوپلار حقوق او دهغوی د خدمت کولو اجرونه داسې بیان کړل. (له هغه اولادونو چې مور او پلار را ضې وي له هغه څخه الله ج هم راضې وي او له هغو کسانو څخه چې مور اوپلار نا راضه وي له هغو څخه الله ج هم ناراضه وي) نا څاپه یوکس له مجلس نه را ولاړشو او له حضرت رسول اکرم(ص) نه یې پوښتنه وکړه چې یا رسول الله ص دهغه چا چې مورپه کوچینوالې کې مړه شوې وي، هغه باید څه وکړي. حضرت محمد ص یی په ځواب کې و ویل چې هغه باید د مور د خور(خاله) خدمت وکړي چې له دې اجرونوڅخه برخمن شې. په یوبل حدیث شریف کې هم راغلې دې چې یوکس حضرت محمد(ص) ته راغی چې ماته نصحت وکړه رسول اکرم (ص) هغه ته ۳ ځلې و فرمایل چې (د مور خدمت وکړه ،د مورخدمت وکړه، د مورخدمت وکړه او په څلورم ځل یی ورته و ویل چې د پلار خدمت وکړه او که د چا پلارو فات شوی وي نو د پلار د ملګرو خدمت دې وکړي چې له دې اجرونو څخه برخمن شي) که د چا مور او پلار وفات شوې وي کورنۍ ته یی صبر جمیل او والدینو ته دې الله ج جنت ور په برخه کړي.










  1. کينډۍ:یادکرد وب