قفقازي ژبې
قفقازي ژبې د ژبو یوه پراخه او خورا متنوع ژبډله ده چې د تور سمندر او کسپین سمندر ترمنځ د قفقاز په غرونو او شاوخوا کې له لسو ملیونو څخه ډېر خلک پرې خبرې کوي. قفقازي ژبې کورنۍ په بشپړه توګه جلا ده او د نورو پېژندل شویو ژبو لکه اندو اروپایي ژبو او التايي ژبو سره هیڅ اړیکه نلري. په هرصورت، داسې غیر ثابت شوي فرضیې هم شته، چې له مخې يې دا د ایلامایټ ژبې ، دراویډیو ژبو او حتی د باسکي ژبې سره تړاو ورکوي. [۲] [۳]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
ځای |
د ژبنۍ پرتله کولو له مخې، دا ژبې په څو بېلابېلو ژبکورنیو وېشل کېدای شي، چې د یو بل سره لږ یا هیڅ تړاو نلري. په هرصورت، قفقازي ژبې ځینې وختونه په تېروتنې سره د ژبې کورنۍ هم ګڼل کیږي.
قفقازي ژبې
سمولد قفقازي ژبډلې ژبکورنۍ چې په درېوو فرعي ګروپونو وېشل شوې ده چې له ۱۱،۲ ميليونو زيات وګړي پرې خبرې کوي:
- سوېلي قفقاز ژبکورنۍ ( کارتولي ژبې) : چې له ۵.۲ ميلیونو څخه ډېر ویونکي لري، او د ګورجي ژبه په دې ډله کې شامله ده.
- شمالي قفقاز ژبکورنۍ چې لاندې څاننګې پکې شاملې دي:
- شمال لوېدیزه قفقازي ژبې : چې په کې ابخازي ، اډیګي ، سرکاسیان ، پونټیک او کبارډیان ژبې شاملې دي، او شاوخوا ۳.۸ میلیونه خلک پرې خبرې کوي.
- شمال ختیځه قفقازي ژبې : چې د داغستاني ژبې او همدارنګه د انګوش ، چېچنيايي ، لېزګياني او اواري ژبې پکې شاملې دي او په ګډه یې ۲.۵ ميلیونه ویونکي لري.
اصل او د نورو ژبو سره اړیکه
سمولقفقازي ژبې دوه ژبکورنۍ او درې جلا فرعي څانګې لري چې له ۱۱.۲ ميلیونو څخه ډېر ویونکي لري: [۴]
د قفقاز ژبې د قفقاز په سیمه کې د ژبو یوه ډله ده چې د نړۍ په بل ځای کې د کومې پېژندل شوې ژبکورنۍ غړي ندي. په هرصورت، داسې شواهد شته چې د قفقاز ژبې ممکن د ایلامایټ ژبې، دراویډي ژبو او حتی باسکي ژبو سره ریښې ولري. [۵] [۶]
لیکلار
سمولدا ژبې عموما د لیکلو لپاره درې ډوله الفبا کاروي. جورجیایي الفبا ، سیریلیک الفبا او لاتین الفبا . لومړۍ بڼه يې د ګورجي ژبې سره تړاو لري او دویمه بڼه يې د قفقاز په نورو عامو ژبو کې کارول کیږي. لاتیني الفبا، سربېره پردې چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د یو څه وخت لپاره په شوروي اتحاد او د هغې په بېلابېلو سیمو کې دود وه (اوسمهال يې پرځای سيرليک ليکدود کارول کيږي)، په ترکیه او منځني ختیځ کې د قفقازي ژبو ليکلو لپاره کارول کيږي. په ختیځو هېوادونو کې تر سل کاله پخوا پورې د عربي ژبې الفبا په پراخه کچه کارول کېده، مګر نن ورځ د عربي ليکدود کارول د نشت برابر دي او یوازې مسلمان عالمان یې د لمانځه او لوستلو لپاره زده کوي ، په خلکو کې عام نه دي.
د قفقاز د سیمې غیر قفقازي ژبې
سمولنورې ژبې چې په تاریخي توګه او اوس مهال د قفقاز په سیمه کې ویل کیږي.
اندو اروپايي ژبې
سمولپه قفقاز کې غالبه اندو اروپايي ژبه ارمني ده چې د ۶.۷ ميلیون ارمنیانو لخوا ویل کیږي. بله لویه ژبه آسي ژبه ده چې ۷۰۰,۰۰۰ ویونکي لري. په قفقاز کې د نورو اندو اروپايي عامو ژبو له ډلې یوناني ( پونټیک یوناني )، پارسي ( د تاتي او جودو تاتي په ګډون)، کوردي ، ګیلکي ، تالېشي ، او سلاوي ژبې يادولی شو، لکه روسي او اوکرایني ، چې ویونکي یې د قفقاز د نفوس يو پر درې نه زيات دی.
سامي ژبې
سمولپه قفقاز کې دوه نوې آرامي ژبې ویل کیږي: نوی اسوریاني ارامیک ، چې کابو ۳۰,۰۰۰ ویونکي لري او نوې بوهتان ارامیک ، د ۱,۰۰۰ ویونکي لري. دا دواړه ژبې د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د عثماني نسل وژنې څخه تښتېدلي آشوریانو لخوا قفقاز ته راوړل شوي.
د عربي ژبې یوه ژبه چې شیرواني عربي نومیږي د منځنيو پېړیو څخه د شلمې پېړۍ تر پیل پورې د آذربایجان جمهوریت او داغستان ځايي ژبه وه. [۷] [۸] په نولسمه پېړۍ کې د داغستان په غرونو کې تر ټولو ښه ادبي عربي ویل کېده. [۹]
تورکي ژبې
سمولد تورکي ژبې کورنۍ څو ژبې په قفقاز کې ویل کیږي ، چې له هغې جملې څخه اذربایجاني ژبه يادولی شوو چې په اذربايجان جمهوريت کې پرې کابو ۹ ميلیونه خلک خبرې کوي.
مغولي ژبې
سمولقلمقي ژبه چې اورات اولادونو لخوا ویل کیږي، یوه مغولي ژبه ده.
اړوند نور
سمول- قفقاز
- قفقازيان
- اروپايي ژبې
- جنوبي قفقاز
- ايبروقفقازي ژبې
سرچینې
سمول- ↑ Retrieved: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۴.
- ↑ کينډۍ:یادکرد وب
- ↑ Bavant, Marc. "About possible Caucasian cognates in Elamite".
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ کينډۍ:یادکرد وب
- ↑ Bavant, Marc. "About possible Caucasian cognates in Elamite".
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ کينډۍ:یادکرد وب
- ↑ Owens, Jonathan (2000). Arabic As a Minority Language. دگرویتر. pp. 89–101. ISBN 978-3-11-016578-4.
- ↑ Zelkina, Anna (2000). In Quest for God and Freedom: The Sufi Response to the Russian Advance in the North Caucasus. C. Hurst & Co. p. 31. ISBN 978-1-85065-384-4.
- ↑ Bryan, Fanny. E.B. (1992). Bennigsen-Broxup, Marie (ed.). The North Caucasus Barrier: The Russian Advance Towards the Muslim World. C. Hurst & Co. p. 210. ISBN 978-1-85065-305-9.