په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .

غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه ) په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايگاه ) وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) امير کروړ ( جهان پهلوان ) ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال ) ( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بهاالدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غياث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهاوالدين غوري ( ٦٠٧ هجري ) سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ .