غور یا جاغور چې د انسان د غاړي(گردن) په مخکني برخه کي دهوايي نل دپاسه او دواړه د بغل طرفته شوپرک ته ورته يو غده ده چه دجاغور په نامه سره ياديږي چه اوږدوالي يي تقريبي 5 پنځه سانتي متره پلنوالي يي 3 دري سانتي متره او ژوروالي يي 2 سانتي متره شاوخواکي دي او په لاتين ورته تيرويد غده وايي thyriod gland. دجاغور غده دوه دانی هرمونونه تولیدوی چه دتیروکسین او اوبل تریودوتیروتین په نامه سره یاديږي او دوجود په ميتابوليزم سيستم کي مهم رول لوبوي. دجاغور غده ډيري مريضي لري چه مهمي يي هيپوتيرويد, هيپر تيرويد ,کنسر,التهاب دي همدارنگه دجاغور دغدي په اطرافو کي څلور وړي نخود ته ورته غدي شتون لري چه د پارا تيرويد parathyroid glands په نامه سره ياديږي اودپاراتیروید په نامه هرمون ترشح کوي اوداهم دمر يضي مختلف ډولونه لري . دجاغور دغدي لږ فعاليت او تر نارمل حد لږ هرمون ترشح کول د هيپوتيرويد hypothyriodism په نامه ياديږي او هيپو تيرويد نسبت نارينه ته په ښځینه کي زيات ليدل کيږي او دسن سال په زياتيدوسره يي احتمال هم زياتيږي او همدارنگه په ارثي ډول هم پيداکيږي . هپيوتيرويد مریضی او دهرمون لږ ترشح کول په انسان کي ځيني نښي نښاني ورکوي لکه خستگي,دحافظي ضعيفوالي,وزن اخيستل,د پوستکي وچيدل او دويښتانو رژيدل ,قبض,بي حرکتي او په ښځينه کي دمياشتني دوري غير منظم والي خو دقيق تشخيص يي په وينه کي دهرمون دمقدار کتل او دغدی معاينه کول دي ,تداوي يي په دواسره ممکن دي . دجاغور دغدي اضافه فعاليت او تر نارمل حد زيات هرمون ترشح کول دهيپرتيرويد hyperthyroidism په نامه سره ياديږي. دهرمون زيات ترشح کيدل زړه ,عضلي او عصبي سيستم متاثيره کوي او په وجود کي مختلفي نښي نښاني ورکوي لکه دعضلاتو ضعيف والي ,په لاسونو کي لړزه ,دزړه ضربان,خستگي,وزن دلاسه ورکول , ضعيفه کيدل,اسهال,عصبانيت,دسترگو مشکلات,دتودوخي په مقابل کي حساسيت او په ښځينه کي دمياشتني حيض دوری غير منظم والي .دتداوي لپاره متخلفي دواگاني اوجراحي تداوي عملي کوي . دجاغور دغدي بله مريضي داسي وي چه په داخل کی دغدی دانو ته ورته مرغړي راپورته شي او دغدي دغټوالي سبب وگرځي خو دغدي فعاليت اودهرمونومقدار نارمل وي .کله چه غده غټه شي نو کله کله د اواز ټيټ والي ,دغذا دتيرولو مشکل ورسره ملگري وي, تشخيص يي دغدي معاينه کول په لاس او تلويزوني التراسانډ کيږي . دجاغور دغدي پر شاوخوا څلور داني نخود ته ورته غدي شته چه پارا تيرويد parathyroid په نامه سره ياديږي او داغده دپارا تيرويد په نامه هورمون توليدوي ددي هرمون وظيفه داده چه دهډوکو څخه کلسيم ترشح کوي او په وينه کي دکلسيم مقدار نارمل ساتي . خو کله چه دپارتيرويد غده په سبب د يوي مريضي لکه ميکروپ ,دانه يا سرطان فعاليت زيات کړي نوهرمون هم زیات تولیدوی پدی وخت کی دهډوکو څخه زيات مقدار کليسم ترشح کوي هډوکي کمزوري کوي او هډوکي داوستوپروز تر مريضي رسوي چه په اساني سره دماتيدو خطر ورسره ملگری وی په وينه کي کلسيم مقدر هم لوړيږي چه دکلسيم لوړولي په انسان کي متخلفی مشکلات پیداکوی لکه سرچرخي,خواگرځي,دعضلاتوصعيفوالي او پښتورگي(گردي) مشکلات . خوکله چه بيا د پاراتيرويد غدي فعاليت کم شي دپاراتيرويد هرمون هم لږترشح کيږي همدارنگه دهډوکو څخه دکلسيم مقدار هم کميږي دکلسيم په کمبودوالي سره متخلف مشکلات پيداکيږي لکه په شونډانو,لاسو اوعضلاتو کي دبي حسه کيدو اوچمبرکيدو مشکلات . تداوي يي دمريضي تر شدت والي پور فرق کوي خو اخيري تداوي يي چه بله چاره ورته پيدانشي دپاراتيرويد غدي په جراحي ډول ايستل دي .

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول

https://m.facebook.com/profile.php…