سَیفو یاسِیفو (چې لفظي معنا یې توره ده؛ دا لېنک وګورئ )، همدارنګه د اشوریانو د ټولوژنې په نامه پېژندل کېږي، په سوېلي اناتولیا او د ایران په ازربایجان ولایت کې د اشوري/سریاني عیسویانو ډله ییزه وژنه او تبعید و  چې د عثماني خلافت د ځواکونو او ځینو کردي قبایلو له لوري د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې تر سره شو.

اشوریان په دوه اړخیزو رقیبو کلیساګانو کې وېشل شوي وو، چې په نوموړو کې سریاني اورتودوکس کلیسا، د ختیځ کلیسا، او کلداني کاتولیک کلیسا شاملې وې. له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د مخه یاد وګړي د عثماني سترواکۍ په غرنیو او لرې پرتو سېمو کې اوسېدل (چې له هغوی څخه ځینې یې عملاً بې تابعیته/بې دولته وو). د دغې سترواکۍ د ۱۹مې پېړۍ د مرکزي کولو هڅو د اشوریانو پر وړاندې لا زیات تبعیض او خطر ته لاره هواره کړه.

د اشوري ملکیانو په ډله ییزه توګه وژنه د ۱۹۱۵ز کال له جنوري څخه تر مې پورې د عثمانیانو له ل‍وري د ازربایجان د اشغال په بهیر کې پیل شوه، د کوم په ترڅ کې چې عثماني ځواکونه او عثماني پلوه کردان د ډله ییزو وژنو مرتکب شول. په بېتلیس ولایت کې، کله چې عثماني پوځیان له فارس څخه راوګرځېدل، له ځایي کردي قبایلو سره یو ځای شول تر څو په سیمه کې د مېشت عیسوي نفوس (د اشوریانو په ګډون) ټولوژنه وکړي. عثماني ځواکونو او کردانو د ۱۹۱۵ز کال په نیمایي کې د حکاري سیمې په اشوري قبیلو باندې یرغل وروړ او تر سپتمبر پورې یې سره له دې چې نوموړو قبیلو یوه منظمه نظامی دفاع درلوده، وایستل. والي محمد رشید په دیاربکیر ولایت کې د سریاني عیسویانو په ګډون د ټولو عیسوي پرګنو نسل وژنه پیل کړه چې یواځې د طور عبدین په ځینو برخو کې د سپورادي عیسویانو له وسله وال مقاومت سره مخ شول. عثماني اشوریان چې په لرې سوېل کې په نني عراق او سوریه کې اوسېدل، په دې نسل وژنه کې په نښه نشول.

سیفو ډلوژنه د ارمنیانو له نسل وژنې سره هممهاله او له هغې سره په نږدې تړاو رامنځته شوه، که څه هم چې سیفو لږ سېستماتیکه بلل شوې ده. سیمه ییزو لوبغاړو پکې د عثماني خلافت په پرتله لوی رولونه ولوبول؛ په داسې حال کې عثمانیانو هم په ځانګړو اشوریانو باندې د حملو حکمونه صادر کړل. د دغو وژنو تر شا انګیزه ظاهراً عثماني خلافت ته د ځینو اشوري ټولنو نه تابع والی او د خپلو ځمکو تصاحب ته تمایل و. د ۱۹۱۹ز کال د پاریس د سولې په کنفرانس کې، اشوري-کلداني هیئت په خپله وینا کې څرګنده کړه چې د دوی تلفات ۲۵۰۰۰۰ (له جګړې د مخه نفوس شاوخوا نیمایي) وو؛ د دې شمېرو صحت یقیني نه دی. د ارمنیانو د نسل وژنې په پرتله د سیفو په اړه لږ مطالعات او څېړنې تر سره شوې دي. د یوې نسل وژنې په توګه د دغې پېښې په رسمیت پېژندلو هڅې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې چې په رأس کې یې تبعید شوي اشوریان وو، پیل شوې. سره له دې چې یو شمېر هېوادونه تاییدوي چې په عثماني سترواکۍ کې اشوریان د نسل وژنې قربانیان وو، اما دا ادعا د ترکیې هېواد له لوري رد شوې ده.

اصطلاحات سمول

په انګلیسي ژبه کې د سوریُویُو یا سوریُوی (Suryoyo  یا  Suryoye) ځایي نامه لپاره په نړیواله کچه پېژندل شوې ژباړه شتون نه لري. د دې انتخاب چې ورته اشوري، سریاني، ارمني، او کلداني اصطلاح ګانې کله وکارول شي، کله کله د سیاسي خوځښتونو له مخې تعینېږي. سریاني اورتودوکس کلیسا په رسمې توګه له ۱۹۵۲ز کال را په دې خوا د اشوري کلیمې کارول رد کړي دي، که څه هم چې ټول اورتودوکس مسیحیان اشوري هویت نه ردوي.  څرنګه چې عثماني سترواکي د دین پر بنسټ راولاړه شوې وه، عثماني چارواکو ته د وګړو د نژاد پر ځای له یو ځانګړي دین سر د هغوی تړاو مرجع بلل کېده. له همدې کبله، د تاریخ پوه ډېویډ ګانټ په حواله، "د یوې 'اشوري نسل وژنې' په اړه خبرې کول بې ځایه دي". په نوې آرامي ژبه کې، هغه ژبه چې له تاریخي پلوه د اشوریانو له خوا ورباندې خبرې کېدې، نوموړې نسل وژنه زیاتره وخت د سَیفو یا سِیفو (ܣܝܦܐ، چې لفظي معنا یې 'توره' یا برچه ده) یاده شوې ده، کومې ته چې له لسمې زېږدیزې پېړۍ راهیسې د 'اعدام' او 'نشت کولو' معنا هم ورکړل شوې ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

مخینه سمول

هغه خلک چې اوس د اشوریانو، کلدانیانو، یا ارمنیانو په نامه پېژندل کېږي د علیا بین النهرین سره تړاو لري او په تاریخي لحاظ یې په ارامي ژبو خبرې کولې، او د هغوی اجداد په لومړۍ زېږدیزه پېړۍ کې عیسویت ته اوښتي وو. په سریاني عیسویت کې د لومړنۍ لویې څانګې د جلا کېدنې تاریخ ۴۱۰ز کال ته ، هغه وخت ته ورګرځي چې عیسویانو د ساساني سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې د ختیځ کلیسا رامنځته کړه تر څو د روم د سترواکۍ له دین څخه د خپلو ځانونو توپیر وکړي. [۹][۱۰]

لوېدیځه سریاني کلیسا (چې وروسته سریاني اورتودوکس کلیسا بلل کېده) د رومي واکمنانو له لوري د عقیدوي اختلافاتو له کبله له ځورېدو سره مخ وه خو بیا هم له ختیځې کلیسا څخه جلا پاتې شوه. د سریاني عیسویت تر منځ اختلافاتو ته د سترواکانو تر منځ د سیاسي وېشنو او د روحانیونو تر منځ د شخصي اختلافاتو پر بنسټ لمن وهل کېده. د منځني ختیځ کلیسا ګانې د صلیبي جنګونو او د مغلو د یرغلونو له کبله ورانې شوې. کلداني او سریاني کاتولیکې کلیسا ګانې د د شپاړسمې او اوولسمې زېږدیزې پېړۍ په بهیر کې په ترتیب سره  د ختیځ له کلیسا او د سریاني اورتودوکس کلیسا څخه بېلې شوې او له کاتولیک کلیسا سره پوره اتحاد ته ننوتې. له نوموړو څخه هرې یوې کلیسا نورې کلیساوې الحادي بللې.[۱۱]

اشوریان د عثماني خلافت په اوږدو کې سمول

عثماني خلافت د خپل ملتي (millet system) سېستم له مخې، د توکمیزو ډلو پر ځای دیني واحدونه په رسمیت پېژندل: لکه سریانیلر/یعقوبي لر (سریاني اورتودوکس وګړي یا یعقوبیان)، نستوریلر (د ختیځ د نستوریانو کلیسا)، او کلدانیلر (کلداني کاتولیکه کلیسا). تر نولسمې پېړۍ پورې دغه ډلې د ارمني ملت یوه برخه وې. د عثمانیانو په سترواکۍ کې اشوریانو په لرې پرتو غرنیو سیمو کې ژوند کاوه، چې هلته د دې لپاره مېشت شوي وو تر څو د حکومت له ادارې څخه بهر وي. سره له دې چې دغې لرې والي اشوریان له عسکري خدمت او له مالیې ورکولو څخه بچ کړي وو، اما د هغوی تر منځ یې خپل منځي اختلاف هم ځواکمن کړ او د ارمنيانو د ملي غورځنګ په څېر له یو جامع هویت له ظهور څخه یې مخنیوی وکړ. د ارمنیانو بالعکس، سریاني عیسویانو د عثمانیانو د سوداګرۍ یوه بې تناسبه برخه هم په لاس کې نه لرله او په نږدې دښمنو هېوادونو کې یې د پام وړ نفوس نه درلود. [۹][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د مخه د اشوریانو د نفوس په اړه دقیق اټکلونه نه وو، اما ګانټ له ۵۰۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰۰ ارقام وړاندې کوي. په دیاربکیر ولایت vilayet)) کې د مېدیات ښار د عثماني سترواکۍ په بهیر کې یواځینی ښار و چې اشوریان (سریاني اوتودوکس، کلدانیان، او پروتستانت) پکې اکثریت وو. سریاني اورتودوکس عیسویان د مېدیات په اطرافو کې په غونډۍ لرونکې کلیواله سیمه کې چې طور عبدین نومېده، متمرکز وو، چېرته چې هغوی په نږدې ۱۰۰ کلیو کې ژوند کاوه او په کرنه یا د لاسي صنایعو په جوړولو کې بوخت وو. سریاني اورتودوکس کلتور مېدیات ته (د طور عبدین لوېدیځ ته ) نږدې په دوو عبادت ځایونو مور ګابریل او دیر الزعفران کې متمرکز شوی و. د سریاني مېشتځایونو له مرکزي سیمې څخه بهر، د اروفا، هارپوت، او ادیامان په کلیو او ښارګوټو کې هم د پام وړ نفوس شتون درلود. د طور عبدین د سریاني نفوس بالعکس، له دغو سریانیانو څخه زیاتو یې په غیر ارامي ژبو باندې خبرې کولې. [۱۴][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ختیځ د کلیسا د قودشانس یا قوچانس رېښې لرونکي قبیلوي مشر تر مشرۍ لاندې اشوري قبیلو د طور عبدین په ختیځ کې د حکاري په غرونو باندې (چې د عثمانيانو او فارس تر منځ له پولې سره نښتي دي) کنترول درلود. حکاري تر ۴۰۰۰ مترو (۱۳۰۰۰ فټو) پورې د لوړو څوکو په درلودلو سره ډېر غرنی دی او د ځوړ لرونکو وادي ګانو په واسطه سره جلا شوی دی؛ زیات شمېر سیمو ته یې یوازې د غرونو په کنډوونو کې د پیاده تګ لپاره د توږل شوو لیکو په واسطه لاسرسی کېدای شو. اشوري قبیلو کله کله د خپلو کردي متحدینو په نیابت له یو بل سره جګړې کولې. د ختیځ د کلیسا مېشتېدنې په فارس کې د ارومیې د جهیل په لوېدیځ ساحل کې پیل شوې؛ یوه کلداني محصوره سیمه شمال ته متصله ، په سلماس کې وه. د بتلیس ولایت د سعرد ښار په اطرافو کې (د طور عبدین په شمال ختیځ او د حکاري په شمال لوېدیځ کې، چې د حکاري په پرتله لږ غرنۍ وه) یوه کلداني سیمه موجوده وه. اما زیاتره کلدانیان په لرې سوېل کې په اوسني عراق کې اوسېدل[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Gaunt et al. 2017، ص. 7.
  2. Talay 2017، صص. 132, 136.
  3. Gaunt 2015، ص. 86.
  4. Gaunt 2010، صص. 12–14.
  5. Murre-van den Berg 2018، ص. 777.
  6. Gaunt 2010، ص. 9, passim.
  7. Murre-van den Berg 2018، ص. 770.
  8. Wozniak 2012، ص. 73.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gaunt et al. 2017، صص. 18–19.
  10. Gaunt et al. 2017، ص. 18.
  11. Gaunt et al. 2017، ص. 17.
  12. Gaunt 2020، ص. 60.
  13. Tamcke 2009، صص. 203–204.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gaunt 2020، ص. 57.
  15. Gaunt 2013، ص. 318.
  16. Suny 2015، ص. 48.
  17. Gaunt et al. 2017، ص. 19.
  18. Üngör 2011، ص. 15.
  19. Üngör 2011، ص. 13.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Gaunt 2015، ص. 87.
  21. Gaunt 2020، ص. 59.
  22. Gaunt 2020، ص. 58.
  23. Gaunt 2015، صص. 86–87.