ساو د افغانستان د کونړ ولایت د ناړی ولسوالی د یو کلی نوم دی چی د نفوسو شمیر یی تقریباً ۶۰۰۰-۷۰۰۰ تنو ته رسیږی او خلک یی په ساوجی ژبه خبری کوو نوموړی ژبی ویوونکی نه یوازی په نوموړی کلی دی بلکی د پاکستان د چترال اشریت په سیمه کوز بی وړ او بر بی وړ او همدارنګه سوات دیر کوهستان او سنده کی او په هندوستان کی هم په یوه قریه کی ویوونکی لری نوموړی ژبه په کتابونه د ساوی په نوم باندی یاده شوی ده ددی ژبی په اړه لمړنی کتاب په ۱۹۵۵ م کال کی جرمنی پروفیسور بیډروس لیکلی دی او بیا وروسته هنریک چی سویډنی دی یو اندازه لیکل کړیدی په ۱۹۹۹ کال کښي بیا په ۲۰۱۵ کال کښی د همدی کلی یو تن کلاب شاه په نوم باندی یو ګرایمر او یو د لغاتونو کتاب چاپ کړی دی او اوس پری د افغانستان د علومو اکاډمی علمي غړی عبدالقیوم مشواڼی یو هر اړخیز کتاب شروع کړی دی چه همکار ورسره زه پخبله یم ( انجنیر فخرالدین ساوجی ) عبدالقیوم مشواڼی په ۱۹۹۶ کلنو کښی هم یو مجله کښی چی د پیشور نه نشریدله یو اندازه لند معلومات ورکړی وو ددی ژبی په اړه. د نوموړی کلی خلک زیاتره په کرونده بوخت دی او اوس یو لویه اندازه یي ځوانان جوړوی چی د تعلیم کچه د ځوانانو په هڅه او هاند زیاته شوی ده که امکان ولرو نو مونږ به تاسو سره د ساو د کلی ټول معلومات شریک کړو لکه په دقیقه توګه نفوس د تعلیم کچه د کلی کلتور لاس ته راوړنی کروندی او داسی نور معلومات. د ساو کلی زیاتره خلک په کروندو بوخت دی په ساو کلی کښي غنم، جوار، شولی ګنې، اوداسی نو د سبزیانی پکښي ټولی کیږی، میوه هم پکښي ټوله کیږی ځکه دا منطیقه داسی یو اقلیم او خاوره لری چی هر سه پکښي کیږی.

پېښلیک سمول

دا هم وگورئ سمول

د خاص کونړ ولسوالۍ کلي سمول

تړلې لیکنې سمول

  1. مروره ولسوالي
  2. وټه پور ولسوالي
  3. دره پيچ ولسوالي
  4. نرنگ ولسوالي
  5. سرکاڼو ولسوالي
  6. دآنگام ولسوالي
  7. برکونړ ولسوالي
  8. شيگل ولسوالي
  9. چپه دره ولسوالي
  10. نورگل ولسوالي
  11. څوکي ولسوالي
  12. خاص کونړ ولسوالي
  13. ناړي ولسوالي
  14. غازي آباد ولسوالي
  15. اسمار ولسوالي
  • او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده

سرچینې سمول