مقر ولسوالۍ

مقر ولسوالۍ د غزني ولایت یوه ولسوالۍ ده چې د کابل کندهار پر لویه لاره پرته ده.

مُقُر
اداري وېش
هیواد  افغانستان
ولایت غزنی ولایت
پراخوالی
 • ټولټال ۸۱۵ کلوميټر٢ (۳۱۵ میله  مربع)
نفوس شمېرنه
 • ټولټال ۱۱۰٬۰۰۰population_as_of=۲٬۰۰۲
وروستي مالومات

مقر ولسوالۍ د۱۳۴۶ هجري لمریز کال راهیسې د افغانستان دغزني ولايت له لمړۍ درجو ولسوالیو څخه ده چي له غزني څخه 101 کیلومتره سویل لویدیځ خواته د کابل کندهار پر لویه لار د غزنې او زابل په منځ کي پرته ده.

د مقر ولسوالۍ شمال ته د جاغوري او قرباغ ولسوالۍ، جنوب ته یې ډیله او د کټواز وازې خوا او ختیځ ته یې هم د قرباغ او ګیرو ولسوالۍ پرتې دي

په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر په ۲۰۰۲ کال کې ۷۰۹۰۰ چي له همدې څخه يې ۱۹۵۳۸ ماشومان شمیرل کیږي چي عمر يي له ۱۲ کاله کم دی شتون لري. همدا ولسوالي په څلورو برخو وېشل شوی ده

  1. کوه بند د پښتنو سیمه ده
  2. خوځئي د پښتنو سیمه ده
  3. ګداخيل د پښتنو سیمه ده
  4. منجرخيل د پښتنو, هزاره او تاجک سيمه ده.

د کوه بند سیمه

کوه بند یوه پراخه سیمه ده چي ۳۳ کلي لري او همدا سیمه بیا په دوو وړوسیمو او نورو وړو او لویو کلیو وېشل شوې ده، چي په لاندي ډول دي

لومړۍ سیمه: دولنه چي اته(۸) کلي لري، له شبنم کلي نه پرته نور ټول کلي یې غرونو ته نژدې پراته دي ددې سیمې د ټولو کلیو نومونه په لاندي ډول دي:

۱ شبنم

۲ طایف خیل

۳ کاریزګی

۴ تنګی

۵ نانګه

۶ سنګر

۷ بنګول خیل

۸ ښالم خیل

۹ کارېزتو

د دولنې سیمه کي د شمشاد په نامه یو وړوکی بازار هم شتون لري چي یاد بازار د شبنم کلي په ښکتنۍ برخه هډه نومې ځای کي موقعیت لري

دویمه سیمه لرګه: ده چي د ځینو کلیو نومونه یې په لاندي ډول دي شبنم، شامحمود خېل، مقرب خېل او ملاخېل

د کوه بند لویه سیمه له دې دوو سیمو نه پرته نور لوی او کوچني کلي لري چي د ځینو نومونه په لاندي ډول دي:

نوروزی: دا کلی زیات نفوس لري او همدارنګه په دغه کلي کي یو وړوکی بازار هم شتون لري

چاکه

سیکیچه

نیلی

دیوالک

نئیک

هلال خېل

دوغه

جرس قلعه

سیګانسی


په سیګانسي کلي کي د کوه بند د سیمې لومړنی روغتیایې مرکز (BHC) هم شتون لري چي ددې لویې سیمې اوسیدونکو ته روغتیایې خدمتونه وړاندي کوي.

دا چې دا ولسوالي د کابل –کندهار په لویه لاره پرته ولسوالي ده. نو له دې امله يي یو ستراتیژیک موقعیت غوره کړی دی، خلک يي د همدې لار له برکته په سوداګري چارو هم بوخت وي. چې تر خوا يي لاسي صنایع هم په کې د ودې په حال کي دي. زیاتره کلیوالي سیمو کې د نجونو په ګوتو کار يي دستایني وړ دی، په دغې ولسوالی یو مهال سفالي لوښي هم جوړیدل. او همدارنګه څو کانونه هم پکي شتون.

مهم حاصلات يې غنم، جوار اوربشي دي. خلک يي په کرهڼه او مالداري بوخت دي

ددې سیمې خلک په علم او پوهه مین خلک دي.

دغازی امان الله خان قصر: سمول

تیرمهال چي به له کابله قافله روانه شوه پررباطونوبه یې شپې کولي یوه شپه به یې پرمقر باندي وه ، کله چي غازی امان الله خان واکمني ته ورسیدو له انګریزانویې خپلواکي واخستله دکابل ، کندهار پرلاربه په مقر کي تم کیدو مناسب ځای یې نه درلود ملکې ترینه غوښتنه وکړه چي په مقر کی قصر جوړکړي . دملکې غوښتنه ومنله شوه په لنډ مهال دغزني ولایت دمقر په ولسوالي کي یو ښکلي قصر جوړکړ شاوخوایې باغ کیناوو وني غټي شوې ،ښکلایې په زړ ه پوري شوه ، غازی امان الله خان چي له کابل څخه کندها ر یا بیرته راګرځيدو دمقر په قصر کي به څوورځي تم کیدو او دمه به یې نیوله ، دمقر دخلګوپه غوښتنه یې یو ښونځي هم جوړکړ . دخلګو ستونزي به یې اوریدلې اوله خلګوسره به یې په دې قصر کي لیدلنه کتنه کوله . وروسته داقصر دولتي هوټل شو چي لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو میلمه پالنه په کي کیدله ،دساتلو لپاره ورته ځانګړې پاملرنه کیدله.

مشهور کسان يي: سمول

  1. عبدالله مقری
  2. محمد هاشم ميوندوال

شهیدمحمد هاشم میوندوال، د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کې یوه علمي او نوموتې څیره. د ( زنده گي نامه محمد هاشم میوندوال) لیکوال ښاغلی الحاج عبدالشکور احمدزی دخپل دغه اثر په ۱۵ مخ کې داسې کاږي( محمد هاشم میوندوال چې په لومړیو وختونو کې یې تخلص پردیس و. د حاجی عبدالحلیم زوي په قوم دینارخیل د مقر ولسوالي اوسیدونکی دی. مقر د غزني او غلجايي کلات تر منځ سیمه ده. پلار يي د( عاشقانو او عارفانو دسه دکان) په سیمه کې امامت درلود. د جومات خواته يي کوچنی کوردرلود. چې د کور ټولو غړو پکې ژوند کاوه.) میوندوال د خپل ژوند په اوږدو کې په بیلابیلو دولتي ادارو کې کار کړی. دی د افغانستان د شاهی نظام نوموتی صدراعظم و. له دې مخکې يي د هرات اتفاق اسلام مدیر مسول و. د مطبوعاتو وزیراوبیا د افغاستان صدراعظم وټاکل شو. نوموړی د لوړو زده کړو درلودنکی و. زده کړې يي په مصر او امریکا کې کړي و. دی د مطبوعاتو وزیر، په مصر کې دافغانستان سفیر، په امریکا کې د افغانستان سفیر میوند وال یو فعال سیاست پوه و. دغه پوه اوعلمي شخصیت بیا د یوې توطیی ښکار او د داوود خان د واکمنۍ په مهال په شهادت ورسیده. محمد هاشم میوندوال د افغانستان د مترقي دیموکرات غورځنګ بنسټ ایښودونکی دی. او د مساوات په نوم جریده يي هم خپروله اوس په غزني ښار کې یو دارالمعلمین هم د یاد شهید په نوم نومول شوی دی.


  1. نور محمد ترکید یادولو ده چې په دې ولسوالۍ کې د کمونستي رژیم نامتو سیاستوال او لومړنی کمونستي هېوادمشر نور محمد ترکی هم زېږېدلی دی.

ځني کلي يي په لاندي ډول دي: سمول

۱ : اخترخيل ۲ : بهاوالدين ۳ : سيدوخيل ۴ : ناظرخيل ۵ : مومين خيل ۶ : چوريخيل ۶ : لاړيان ۸ : پيري چمبر ۹ : ايدل ۱۰ : ګدام قلعه ۱۱ : شمک خيل ۱۲ : کښته ګلاخيل ۱۳ : پورته ګلاخيل (غره ګلاخيل) ۱۴ : ګدوخيل ۱۵ : چهارده ۱۶ : فاميليان ۱۷ : خاندار ۱۸ : نو آباد ۱۹ : نوي خوني ۲۰ : سمند قلعه ۲۱ : بابو قلعه ۲۲ : قمردين قلعه ۲۳ : زړه قلعه ۲۴ : انعام خيل ۲۵ : لوی هستي ۲۶ : چمبران ۲۷ : عزت قلعه ۲۸ : طوطي چمبر ۲۹ : سابيخيل ۳۰ : احمدخيل ۳۱ : عالم خيل ۳۲ : خلیفه چمبر ۳۳ : برخانخیل ۳۴ : میرزاخیل ۳۵ : شمشخیل ۳۶ : بیرانه ۳۷ : لړمه ۳۸ : بزک ۳۹ :شبنم(د دولنې شبنم) ۴۰: طایف خېل(برکلی) ۴۱: کاریزګی ۴۲: تنګی ۴۳: نانګه ۴۴: سنګر ۴۵: ښالم خېل ۴۶: بنګول خېل ۴۷: کاریزتو ۴۸: سنګاسي ۴۹: سیکېچه ۵۰: نوروزی ۵۱: نیلی ۵۲: دیوالک ۵۳: نئیک ۵۴: چاکه ۵۵: شبنم(لرګه) ۵۶: مقرب خېل ۵۷: شامحمود خېل ۵۸: ملاخېل ۵۹: هلال خېل ۶۰: دوغه ۶۱: جرس قلعه ۶۲: اناخېل ۶۳: نوراخېل ۶۴: جمجمه ۶۵: رحماني قلعه ۶۶: ماڼک ۶۷: یاربیگ قلعه ۶۸: اخوند خيل ۶۹: ښکته اصغر خیل ۷۰: چورک ۷۱: خدایداد خان قلعه ۷۲: ستار خیل ۷۳: موسی جان قلعه ۷۴: اکبرخیل ۷۵: بهلول خان قلعه ۷۶: کوچنی هستي ۷۷: پورته اصغرخیل ۷۸ عباس قلعه ۷۹: محمود چمبر ۸۰ اټي خیل ۸۱: حاجي محمد عمرچمبر ۸۲: جلات چمبر ۸۳: ولي چمبر

سرچینې:

  • افغان سباوون ویبسایټ د اسدالله بلهار جلالزي مقاله 2020 د اپریل 15مه
  • د ځینو کلیو د نومونو سمونه وشوه او ځیني نور اضافه شول. م واصلی

دا هم وگورۍ سمول

د غزني ولایت ولسوالۍ سمول

  1. اندړ ولسوالۍ
  2. دهيک ولسوالۍ
  3. جغتو ولسوالۍ
  4. خوږياڼو ولسوالۍ
  5. دواغظ ولسوالۍ
  6. گيرو ولسوالۍ
  7. قرباغ ولسوالۍ
  8. مقر ولسوالۍ
  9. جاغوري ولسوالۍ
  10. آب بند ولسوالۍ
  11. اجرستان ولسوالۍ
  12. ناوی ولسوالۍ
  13. زنخان ولسوالۍ
  14. گيلان ولسوالۍ