قرباغ ولسوالۍ

د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالي وپیژنئ! ايا دغزني دقره باغ په اړه مو معلومات درلودل؟ پوهيدئ چي ولي يې قره باغ بولي؟

قرباغ ولسوالۍ د غزني ولایت د ولسوالیو څخه ده چې د وګړو شمیریې 178’132 ته رسیږې د یادې ولسوالۍ کارې او دفترې ژبه پښتو ده.

قرباغ ولسوالۍ
قره‌باغ
قرباغ ولسوالۍ
Property parameter not provided.
اداري وېش
هیواد  افغانستان
ولايت غزني ولايت
مقر قرباغ
پراخوالی
 • ټولټال ۱,۸۰۰ کلوميټر٢ (۷۰۰ میله  مربع)
نفوس شمېرنه (2002)[۱]
 • ټولټال ۲۱۸,۰۰۰
وروستي مالومات

د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالي وپیژنئ! مهمي زېرمي، تاريخي ځايونه، شخصيتونه او دودونه، ددې هرڅه په اړه دا لیکنه وګورئ قرباغ دقره باغ کلمه د دوو برخوڅخه جوړه شوې ده : قره او باغ . داچي ولي یي قره باغ بولي اوقره څه معني لري، په دې اړه علامه عبد الشکور((رشاد)) په یوه مرکه کي وایي:"ما پخوا دا فکر کاوه چی قره کلمه ترکی او تاتاری ده چي د تور معنی ورکوي، خو وروسته مي په سانسکریت کي هم کره کلمه وموندله او دفردوسي په شاهنامه کي هم دبېژن او منیژه د حکایت یو قومندان دقره خان په نوم یاد شوی و، نوزما په اند داهم کیداى شي چي قره دکوم کس نوم وي اوداسیمه همدې کس ته منسوبه شوې وي" . قره باغ خورا تاريخي اهميت لري، چي دتاريخ په پخوانيو کتابونو کي يې هم يادونه شوې ده.دقره باغ ناى کلا له لرغونو کلاګانو څخه ده چي دسلطان محمود غزنوي زندان هم پاته شوى دى او په همدې زندان کي د دري ژبي پياوړى شاعر مسعود دغزنوي سلطان له لوري زنداني شوى و، همدا راز له قره باغ څخه کله ناکله دسوق الجيشي لاري په توګه هم کار اخستل شوى، دعزيزالدين وکيلي په وينا چي کله احمدشاه بابا هند ته دجګړې په موخه روان شو تر قره باغ پوري راغى او بيا له همدې ځايه مخ په هند ولاړ. همداشان اعظم سيستاني ليکي چي، کله امان الله خان له کابل څخه کندهار ته لاړ او هلته يې دجنوب له وګړو پوځ راټول کړ، نو دغزني تر قره باغه پوري راورسيد، دلته يې وليدل چي دغلجي وګړو دکشاف دراني شل تنه ملګري را ځوړند کړي او پرې ليکلي يې دي : دغلجيانو له لوري دشاه درانيانو ته ډالۍ، نو له همدې ځاى بيرته کندهار ته وګرځېد. دقره باغ په اسمان دتاريخ په اوږدو کي يو شمېر ستوري ځليدلي، چي دا ستوري دمدار او سيمي له قيده ازاد او تل يې دمسلمانانو او افغانانو خدمت ته ليڅي نغښتلي وي، نو ځکه يې ټول افغانان خپل او دخپل ځاى بولي او ډېر کم شمېر وګړي پوهيدل چي دوى دقره باغ پوري ارتباط لري. له دې جملې څخه سيدسلطان شاه اغا دقادريې طريقي پير او دقره باغ دساداتو پخوانى مشر، نائب سالار غازى شيرمحمدخان باباخيل چي داميرشيرعلي خان او اميرعبدالرحمن خان په مهال داعتماد وړ کسانو څخه ګڼل کيده او دقلات مشري ورسپارل شوې وه، شېرخان ناشر چي خورا دينداره او عالم شخص و، دسقاوي دزوى په وړاندي يې جګړو کي برخه درلوده چي د نادرخان داعتماد وړ وګرځيد، دقطغن مشري ورته وسپارل شوه او ظاهرشاه يې په درناوي دکندز بندر دده په نوم کړ، ناشر له ليکني او مطالعي سره هم ډېره علاقه درلوده چي ٧٥ ټوکه اثار يي ليکلي و، له هغې جملې څخه ٤٤ ناچاپ او ٣١ چاپ شوي دي. احمدعلى خان هزاره چي د درايت او پوهي څښتن و او څه موده دلوګر دوالي په حيث پاته شوى و، ظريف خان باباخيل دخپل وخت مشهور ميرزا، دمهروردار خليفه صاحب عبدالمالک، دبشيرخليفه صاحب (عبدالحکيم)، د قلياقل داهل تشيع روحاني مشرمحمدعلي، دمنډي ميا صاحب، داهل تشيع پخوانى روحاني مشر "ناصرعلي"، قومي مشر حاجي عبدالغفار مرجانخيل اندري او ... دي. دقره باغ له مشهورو زيارتونو څخه داغاصاحب زيارت، دتورناصر زيارت، خواجه شيربابا زيارت، منډي زيارت، دقبرغي زيارت، د مهرودار خليفه صاحب زيارت، دشيرخان زيارت او ... دقره باغ ولس سره له دې چي تېرو څلوېښت کلنو جګړو او نادودو دنورو هيوادوالو په څېر ځپلى، خو سره له دې يې هم زړونه ژوندي دي او بيلابيلي ملي او تفريحي لوبې رواني ساتلې، له دې لوبو څخه سانګه، فوټبال او واليبال يادولاى شو. جغرافيه قره باغ دغزني له لويو او تاريخي ولسواليو څخه ده چي له مرکز څخه په ٥٥ کيلومتري کي پرته ده. څلور خواوي : ختیځ ته یی اندړ او دواغظ څه برخه، شمال اوشمال ختيځ ته واغظ ناهور او جاغوري او شمال لویدیځ ته یی جاغور او مقر، جنوب او جنوب لويديځ ته مقر اوبند او ګيرو موقعیت لری، شمالی برخه یی غرونو پوښلی چی دناور اوجاغورو ولسوالي څخه یی بیلوی، جنوب ته یی دښته اوتروی ځمکی دی چی دګیرودجلګی پواسطه دګیرو څخه پرې قره باغ بېليږي. قره باغ شاوخو۴۱۹کلی لري، مسا حت يې ۱۸۱٠ کيلومتر مربع دى، نفوس یی دويکپیډیا انټرنیټی ویبپاڼی له مخی۱۳۲۰۰۰تنو ته رسیږی. دعلامه رشاد په یو کتاب جغرافیایی یاداښتونو کی راغلی چی ارتفاع یی۲۰۸۰متره ده. دقره باغ شاوخوا يو شمېر اسمان څک غرونه شته چي دکلا ددېوالونو په څېر يې قره باغ احاطه کړى او يو ډول طبيعي ښکلا يې ورته بښلې ده، له دې غرونو څخه دګلکو غر چي په ناور(ناهور) غره هم مشهور دى او زيات وخت پرې سپينه واوره پرته وي، دګلکو په وړاندي د دي بدي غر، سورغر يا دزرکشان غر، مدکو چي قره باغ له مقر او اوبند څخه بيلوي او دشير سرسبز او شين غر يادولاى شو . همداشان قره باغ يو شمېر درې لري چي مهمي يې دزرسنګ، قلياقل، خربلاق، ګلکو، اصغير، قلوچ، زردالو درې دي. بايد ياده کړو چي دزرسنګ شنه دره او زردالو دبندونو جوړولو لپاره خورا مساعد ځايونه دي چي کيدلاى شي د زرسنګ له بند څخه په ډېره اساني دبرېښنا دتوليد لپاره کار واخستل شي. دقره باغ ځمکنى موقعيت دکرني لپاره ډېر مناسب دى، چي بيلابيل کرهڼيز پيدوار لري، دبېلګي په توګه، کچالو، پياز،مڼې، الوبخارا، انګور، بادام او ... لري، چي ځيني محصولات يې دملي او بهرنيو سوداګرو له لوري ګاونډيو هيوادونو ته هم صادرېږي. معدني موادوزېرمي : قره باغ دغزني له هغو ولسواليو څخه ده چي په زياته پيمانه دمعدني موادو زېرمي لري، له هغې جملې څخه دزرکشان کان دى چي ديوې څېړني له مخي د ٣٠ مليارد ډالره په ارزښت سره زر او مس لري. همدا راز د ګلکو دغره په لمنو کي د ډبرو سکرو کان چي د ددې غره د زرسنګ په شنه دره کي موجود دى . دسروپو کان چي د سره غره دزردالو په دره کي خښ دى. دسره غره په لويديځ اړخ کي، دتمکي درې ته څېرمه دسرو زرو کان چي په پخوانيو زمانو کي هم ترې استفاده کيدله. دمدکو په غره کي دتور مرمر رنګيني ډبري دشير او ترناوي په منځ کي. دجيلم کاريز دتيلو چينه. قره باغ له دې امله هم اهميت لري چي دکابل – کندهار لويه لار يې په منځ کي تېره شوې، همدا شان ځينو ولسواليو ته هم له دې ولسواليو څخه لاري تللې دي. اخيستني : ١- دعلامه رشاد جغرافيايي ياداښتونه، ټولوونه : محمدمعصوم هوتک، رشاد اکاډمۍ . ٢- آئينه ى قره باغ، نوراحمد مصلح . ٣- غزنه وغزنويان، غلام جيلاني جلالي، بيهقي خپرندويه ټولنه. ٤- دلونګو درڅي وېبلاګ، له صديق الله بدر سره دعلامه رشاد مرکه د قرباغ وال دي لمړي د معلوماتو په هکله کمنټ وکړي او چي شیر مو هیر نه شي. راټولوونکي Hamidullah Elham حمیدالله الهام

اقتصاد سمول

تاریخ سمول

پوهنه سمول

رسنۍ سمول

دا هم وگورۍ سمول

د غزني ولایت ولسوالۍ سمول

  1. اندړ ولسوالۍ
  2. دهيک ولسوالۍ
  3. جغتو ولسوالۍ
  4. خوږياڼو ولسوالۍ
  5. دواغظ ولسوالۍ
  6. گيرو ولسوالۍ
  7. قرباغ ولسوالۍ
  8. مقر ولسوالۍ
  9. جاغوري ولسوالۍ
  10. آب بند ولسوالۍ
  11. اجرستان ولسوالۍ
  12. ناوی ولسوالۍ
  13. زنخان ولسوالۍ
  14. گيلان ولسوالۍ