د جغتو ولسوالۍ د میدان وردگ ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۴۶،۶۶۷ وگړو ته رسېږي.[۲] جغتو د وردگو ولايت ولسوالي، په سويل لويديز كې پرته ده چې په همدغه ولايت پورې اړه لري، گرد چاپېره غرونو يې سرحدات تشكلوي، يواځي سويل ختيز لورته يې خواجه عمري، او سويل لوديز ته د رشيدانو ولسوالۍ چې دواړه په غزني ولايت پوري اړه لري پرتې دي. جغتو د تاريخې لحاظه د اهميت وړ دى، د اسلام نه مخكې د هفتالي دولت په پير(عصر) كې جغتو د جگدو په نامه سره ياديدلو، چې وروسته په جغتو آوښتى دي، په خپله غيږ كې تاريخي ښار برغولى، بند سلطان، او د هلاكو غر ته ځاى وركړي دي، د (هيون څانگ) نومې بودايي عالم له چين څخه تر هنده او له هند څخه تر چينه يونليك په چيني ژبه لكيلى دى، نوموړى اول د بودايي دين مركز افغانستان ته د لويو لويو معابدو د لېدلو لپاره راغلي، بيا لدې ځايه هند ته سفر كړى، د هند څخه بېرته افغانستان ته راغلى، لوى استاد علامه اكاډيميسن پوهاند عبد الشكور رشاد د (هيون څانگ) او يونليك داسې راپېژني:

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۵۱′۱۹″شمال ۶۸°۲۳′۴۲″ختیځ / 33.8554°شمال 68.3951°ختيځ / 33.8554; 68.3951  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ميدان وردګ ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2533 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053338  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

"هيون څانگ د بودايي دين ستر عالم په۶۰۳ ميلادي كال د چين Koushih نومي ښار كې زيږيدلى او په ۶۶۳ميلادي (۴۳هـ ق) د چين په Kaoching نومي ښار كې مړ دى، ده له هندي ژبې څخه ۷۳ بودايي متنه په چيني ژبه اړولي وو، نوموړى چې د هندوستان له سفره چين ته ورسيد، شل آسونه يې په كتابونو بار وو، په دغه كتابونو كې ۶۵۷ بودايي متنونه او شرحي وي، ده په دغه سفر كې له (۶۲۹ع)كال (۸ هـ ق) څخه تر (۶۴۴ع كال) (۲۴هـ ق) پورې پنځلس كاله تېر كړي، له هندوستانه څخه ، د ۶۴۴ع كال د جون په پنځلسمه فالانا ( اوسنى بنو) ته راغلى او د جون پر پنځوشتمه اپوكان (ابوگان ? افغان = پختيا ( اوسنى پكتيا) ته راغلى بيا له اپوگانه د جگدو (اوسنى جغتو) له لارې د ۶۴۴ع كال د جولاى په لومړۍ ورځ كاپيسا ته رسيدلى دى". لدې څخه را په ډاگه كېږي، چې د جغتو سيمه ډېر لرغونى تاريخ لري.

دسلطان بند

دا بند د جغتو په لمنه كې پروت دى، پداسې ځاى كې چې د جغتو د بيلا بيلو خوړونو لاري په همغه ځاى ورسپري دي، د ژمي د واورو او د پسرلي د بارانونو اوبه هملته غونډيږي، دغه بند د سلطان محمود غزنوي دولت پر مهال د همغه پير (عصر) په تخنيكي نورمونو اباد او د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال بيا جوړ شوی، له دغه بند څخه د وردگو يوازې دوه كلي گټه پورته كوي او نورې ټولې اوبه د خواجه عمري په شنه او ښكلې سيمه كې، چې د هزاره گانو سيمه ده بهيږي او دغزني ښار شا او خوا سيمې خړوبوي.

د هلاكو غر

دا غر د جغتو ولسوالۍ څخه د گرد چاپيره غرونو لوړه څوكه ده، چې د جغتو په سويلي لوري كې د بند سلطان په غاړه د برغولي په نامه د پرتي سيمې په څنگ كې غزيدلې، د هلاكو بابا د غره په نامه سره د سړي ذهن ته د هغه هلاكو او د هغه پلار چنگيزخان تاتاري زوي را ټوپ كړي ، چې د منگوليا په غرو كې يې خواره واره تاتاريان تر يو بيرغ لاندي را غونډ كړل، لومړى يې د چين هېواد تر پښولاندي كړ، بيا يې اسلامي نړۍ ته مخه كړه په منځني اسيا كې يې د اسلامي پياوړي خوارزم شاهې دولت ته پښې اړم كړې، خوارزم شاهي دولت په ډېره ميړانه له اسلامي خاورې دفاع وكړه، خو څرنگه چې د چنگيز لښكري خورا ډېرې او پياوړې وې اسلامي دولت د دغه بې رحمه لښكر په وړاندې كمزورى شو تاتاري لښكر اسلامي خاورې ته را ننوتل هر څه يې تالا والا كړل، مسلمانان يې شهيدان، ښارونه يې ړنگ، جوماتو او علمي مراكز يې له خاورو سره خاورې كړل، شني او سمسوري سيمي يې په سپيرو دښتو واړولي ان افغانستان ته راورسيدل او دجغتو سيمه كې يې لويې لويې هډي او لښكر ځايونه جوړ كړل، برغولى، كلمنار او هفتاله دا دهغه وخت آبادې سيمې وې، اصلي خبره داده چې دا بل هلاكو دى او د اسلام نه وړاندې په هفتالي دولت كې تېر شوى او دې غره يې تر ننه نوم ژوندى ساتلى دى.

د هفتالي دولت پر مهال پدې ځاى كې ښارونه آباد وو، لوى استاد علامه عبدالحي ليكي، چې هفتاله د هفتالي دولت مهم ځاى ړ او هفتالي دولت د اسلام نه وړاندې پدې سيمو كې واكمن دولت وو، د همغه پير (عصر) آثار او بېلگې كشف شوي دي.

برغولى

دا سيمه د هلاكو غره او بند سلطان ترمينځ پرته سيمه ده، داسي ښكاري، چې دا سيمه د ډېرو اباديو او بې شميره نسلونو كوربه وه، همدا اوس هم په خپله غيږه كې داسې يو ځاى لري، چې د هيواد او په ځانگړي توگه د غزني څخه هر كال بي شميره هندوان ورته راځي، زيارت يې كوي، خپل ديني مراسم تر سره كوي او ډېرې قربانۍ كوي، د برغولي په سيمه كې د تېر عصر آثار موندل كيږي، قيمتي ټوټې، تيږي او داسي نور څيزونه ترلاسه كيږي، كله چې باران وشي د سيمې هلكان دې سيمې په هسكو ټېټو كې د قيمتې او ارزښتناكو توكيو پلټنه كوي، د برغولي په سيمه كې دوې لوړې لوړې غونډى دي، چې پخوا پكې ژرندې آباد او د باد په مټ به چليدلې.

..................
...............................

دوهمه لیکنه. زموږدکلی مازدیگر...

څــومــره ښائستــه دى مازديــگرزمــوږدکلى*

ښاپيرى چه پکشى ناستى دا گودر زموږ دکلى*

هــره ورځ چــه شنــه منگى پکشى قطار شى*

جــوړدشنــوبنگړيــوشــو را و شــر نگهارشى*

سپينــه سپينــه هر طــر ف رڼــا ر ڼــا شى*

که شوټيک دســورسالــونه را بهر زموږ دکلى*

څومــره ښائستــه دى مازديگر زمــوږ د کلى*

بلبلى پــه سنــدرو کى تــا ستـائي*

ربابي دتــار په غږکى له تــا وائي*

دشپلى اواز له کومو غرونو راشى*

چه رايــادکړم چنــارونــه کوزاوبــرزموږدکلى*

څومــره ښــائستــه دى مازديــگرزموږدکلى*

ســورسالو که ســـرى لمبى پکشى بليــژي*

لکه ستــورى هــره پيــغله پکي ځليــژي*

د(شمال)پــه ز ړه و ږ مى پکى چليــژي*

هره پيغله اوځلمى ئي دزړه سرځموږدکلى*

داڅومره ښائستــه دىمازديـگر ځموږدکلى* ښاپيريانى چه پکى ناستى داگودر زموږ دکلى*

(شمال وردگ دسيدنى ښار)

دا هم وگورۍ

د غزني ولایت ولسوالۍ

  1. اندړ ولسوالۍ
  2. دهيک ولسوالۍ
  3. جغتو ولسوالۍ (غزني)
  4. خوږياڼو ولسوالۍ
  5. دواغظ ولسوالۍ
  6. گيرو ولسوالۍ
  7. قرباغ ولسوالۍ
  8. مقر ولسوالۍ
  9. جاغوري ولسوالۍ
  10. آب بند ولسوالۍ
  11. اجرستان ولسوالۍ
  12. ناوی ولسوالۍ
  13. زنخان ولسوالۍ
  14. گيلان ولسوالۍ

سرچينې