دم کلی د افغانستان د کونړ ولايت د ... ولسوالۍ یو کلی دی چې ... تنه وگړي لري. ددې کلي اوسېدونکي په ... ژبه خبرې کوي.

پېښلیک سمول

لکه څرنګه چی افغانستان یو لرغونی هیواد دی او په دی هیواد کی په سلګونو قسمونه ولسونه اوسیږی او هر ولس په یو خاصه سیمه کی استوګنه کو چی هره سیمه بیا په تاریخی لحاظ یو ځانګړی نوم لری چی دغه سیمه پری نومول کیږی چی د هغی له جملی څخه یوهم دکونړ په ولایت کی د دمکلی په نوم یوه سیمه ده. داچی دمکلی ته ولی دمکلی وای په دی اړه دخلکو مختلف نظریات دی موجود چی په لاندی ډول دی: 1. ځینی خلک وای چی پخوا په دی سیمه کی یو سړی چی د ادم په نامه وو اوسیده چی دغه کلی د همدی سړی په نوم مشهور شو چی وروسته د ادم کلی په دمکلی بدل شو. 2. یو ډله نور خلک داسی نظر لری چی پخوا به په دی کلی کی دمګری اوسیدل چی د اطرافو څخه به خلک د دم لپاره دلته راتلل او ځانونه به یی په دغه دمګرو دمول چی دغه کلی بیا د دمکلی په نامه مشهور شو. 3. یو نظر داسی هم شته چی پخوا د اسمار په ولسوالۍ کی علاقه داری وه کله چی به دولتی خلک د شنبی په ورځ علاقه دارۍ ته راتلل نو په دغه سیمه کی به یی دمه کوله او کله چی به د پنج شنبی په ورځ کور ته تلل بیا به یی هم په دغه سیمه کی دمه کوله چی دغی سیمی د دمه کلی په ناهه شهرت وموند چی وروسته بیا په دمکلی بدل شو. داچی دمکلی ته ولی دمکلی وایی او اصل معنی یی څه ده دابه په لاندی کرښو کی وڅیړو: په اصل کی دغه سیمه د دمه کلی په نامه ده چی د وخت او زمان په تیریدو سره تری دمکلی جوړ شوی او دمه کلی ورته ځکه وایی چی پخوا د چغان پّ غونډۍ کی پاچاهی تیره شوی چی دلته به حکمرانان، عالمان، دولتی چارواکی او مخور خلک اوسیدل کله چی به د نورو سیمو څخه خلک راتلل نو په دمه کی یا دمکلی کی به یی دمه کوله خپل اسونه یا قچری او یا هم نور نقلیه وسایل به یی په همدی کلی کی پریښودل او هغوی به بیا پاچاهۍ ته تلل او کله چی به بیرته تلل بیا به یی هم په همدی کلی کی دمه کوله او بیا به تلل چی دغه کل د دمه کلی په نامه مشهور شو چی ورسته تری دمکلی جوړ شو چی او یی هم خلک په همدی نامه یادوی. داچی په دمکلی کی ډیر قومونه اوسږی چی ځينی یی اصلی او ځینی یی فعلی اوسیدونکی دی چی په لاندی ډول یی یادونه کوو. د دمکل اصلی اوسیدونکی: 1. راجاخیل 2. قاضی خیل 3. دورکاخیل 4. اخونزاد ګان 5. سالارزی 6. اوږره خیل 7. پاچایان / سیدان د دمکلی فعلی اوسیدونکی: 1. صافی 2. مشواڼی 3. نورستانی 4. شینواری 5. ګوجر 6. مومند 7. ساوجی 8. ماموند

دا هم وگورئ سمول

د خاص کونړ ولسوالۍ کلي سمول

تړلې لیکنې سمول

  1. مروره ولسوالي
  2. وټه پور ولسوالي
  3. دره پيچ ولسوالي
  4. نرنگ ولسوالي
  5. سرکاڼو ولسوالي
  6. دآنگام ولسوالي
  7. برکونړ ولسوالي
  8. شيگل ولسوالي
  9. چپه دره ولسوالي
  10. نورگل ولسوالي
  11. څوکي ولسوالي
  12. خاص کونړ ولسوالي
  13. ناړي ولسوالي
  14. غازي آباد ولسوالي
  15. اسمار ولسوالي
  • او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده

سرچینې سمول