اسمار ولسوالۍ

اسمار ولسوالۍ د کونړ ولایت له ولسوالیو څخه گڼل کېږي. نوموړې ولسوالي هم داسعداباد ختيځ ته پرته ده ، ۹۱۰ کيلومتره مربع مساحت لري او ۴۷ کلي لري،د وروستيو معلوماتو له مخې يې نفوس شاوخوا ۲۹۵۴۵ تنه اټکل شوى، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا هم ډيورنډ سره گډه پوله لري. د برېښناد سره تاق بند، چې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې سروې شوې وه، چې که جوړ شي، شاوخوا ۲۵۰۰ ميگاواټه برېښنا توليدولى شي، په همدې ولسوالۍ کې د کونړ ولایت پر لوی سيند پروت دى.