رودات ولسوالۍ
رودات ولسوالۍ د افغانستان د ننگرهار ولايت یوه مرکزي ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ د جلال اباد څخه ۲۵ کیلو متره واټن لري. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۶۳،۳۵۷ وگړو ته رسېږي. روداتوال ۱۰۰% مسلمانان دي او ژبه یی پښتو ده. رودات د تاریخ په اوږدو کي یو د پر امنه ولسوالۍ ده.