ارغسان ولسوالۍ
ارغسان ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو وگړو شمېر ۲۸،۹۰۰ وگړو ته رسېږي.[۳]
د ارغسان ولسوالۍ انځور
| |
هيواد | افغانستان [۱] |
---|---|
کورډېناټونه: ۳۱°۳۱′۱۵″شمال ۶۶°۳۳′۱۵″ختیځ / 31.520833333333°شمال 66.554166666667°ختيځ [۱] [۲] | |
سيمه | کندهار ولايت [۱] |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1354 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 7053299 |
سمول | |
د ارغسان اولسوالۍ چې يوه لرغوني پښتون ميشته اولسوالي ده .د درانيو اصل ټاټوبی گنل کيږي او د تاريخ په اوږدو کي دغه اولسوالي پر څو برخو ويشل سوې ده لکه ارغسان، معروف ، د ډيورنډ هغه اړخ د کوږک لمن او اڅکزي توبه. د اوسني ارغسان اولسوالۍ پراختيا٤٣٠٢ کيلو متره ده او د ابو څخه ١٣٠٠ ميټره لوړوالي لري د کندهار ولايت په جنوب ختيځ کي پرته ده چي د کندهار ښار سره سل کلو مټره واټن لري.
په دې اولسوالۍ کي څلور غټ کامونه اوسيږي لکه:
بارکزي، پوپلزي، الکوزي او پنج پاى څه نا څه نور کامونه هم پکي سته لکه سيدان، قريش، بابړ، کاکړان، خو زياتره يې بارکزي او پوپلزي دي، د پنج پاى د قبيلې څخه ساکزي، عليزي، خوگیاڼي، څوپانزي، ماکيان هم شته.
د ارغسان اولسوالۍ ٣٣٥ لوی او کوچني کلي لري نفوس يې تقريباً ٧٠٠٠٠ تنه کيږي(۲۰۰۵ز)
څلور خواوي
په خيتځ کي د معرووف اولسوالي، په لوېديځ کي د دامان اولسوالي، په جنوب کي د پاکستان د منزکي سره په شمال او ختيځ کي د زابل ولايت د شينکۍ اولسوالۍ او د زابل ولايت د سيوري اولسوالۍ سره پوله لري په شمال لويديځ کي د ښار صفا اولسوالۍ سره پوله لري او په جنوب لويديځ کي د بولدک اولسوالۍ او تخته پل اولسوالۍ سره پوله لري او په جنوب ختيځ کي د معروف اولسوالۍ سره پوله لري
کښت:
د ارغسان اولسوالۍ په پراخه کچه د انارو باغوونه لري چي بين المللي مارکيت يې گټلي،باراني غنم، للمي غنم، انځر په پراخه کچه سره مرچ، تمباکو، خټکي، هندواڼي زيره په د لويو لاسته راوړنوڅخه دي د ارغسان اولسوالۍ دوه ډېر غټ او دوه ميانه رودونه لري چي يو د ارغستان رود دی چي سرچينه يې د زابل ولايت د شملزو اولسوالۍ او ډيورنډ هغه پلو د باديني څخه او بله سرچينه يې د زابل ولايت د اتغر اولسوالۍ څخه سرچينه اخلي. لوړه چي سرچينه يې د غزني ولايت آو بند او د زابل ولايت د شينکۍ اولسوالۍ څخه اخستل سوې ده.
د خلکو کار
د دې اولسوالۍ زياتره خلک په کښت او مالدارۍ اخته دي او لږ شمير يې په تجارت او کوچينو سوداگريو اخته دي.
مهم زيارتونه
حاکم نيکه. حاجي عالم. شيخ متون. شيخان شيخ حسن نيکه. ذلال نيکه شاه پسند نيکه محمد نيکه چي د محمد زي قوم اول نيکه دی چي د ١٦٣٠ ز کال په شاوخوا کي يې ژوند کاوه چي اولاده يې محمدزي دي، نوموړى د صدو نيکه همزولی چي د صدو نيکه اولاده صدو زي دي چي ميړنی احمد شاه بابا د دغه ټبره څخه و، صدو زوي په پوپلزيو کي يو ښاخ دی د محمد نيکه زيارت د ارغسان لوسوالۍ د تاجاو په کلي کي دی.
مهم غرونه
نارين غر، د شنه نري غر، د سنگار غر، د چغني غر، د هډۍ غر ،تور تاک ،شابيگ او د سامي غر.
د پوهني په برخه کي
په ١٣٩٠ ل کي د ښوونځيو د زده کونکو شمېر ٧٧٠ تنه ته ورسېدی، د کېملزو لمړی ښوونځی، د ننگ لمړی ښوونځى،او په بريزو کي دمنځنی ښوونځي پرانستل سوي.
دا هم وگورئ
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537218 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ http://www.mrrd-nabdp.org/Provincial%20Profiles/Kandahar%20PDP%20Provincial%20profile.pdf
|