شاه ولي کوټ ولسوالۍ
شاه ولي کوټ ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ ده چي د35 درجو او 48 دقیقو ختیځ طول البلد او 31 درجو 47 دقیقو شمالي عرض البلد ترمنځ پرته ده . ددغه ولسوالۍ مساحت 2931 کیلومتره مربع دی اودسمندر له سطحي څخه 11 متره لوړوالی لري . د شاه ولى کوټ ولسوالۍ ختيځ خواته د زابل ولايت د جلدک ولسوالۍ ، لويديځ خواته يې د کندهار ولايت د خاکريز او ارغنداب ولسوالۍ ، شمال خواته يې د ارزگان ولايت او د کندهار ولايت د نيشن او ميانشين ولسوالۍ ، جنوب لور ته يې د کندهار ولايت د دامان او ارغنداب ولسوالى موقعيت لري .
هيواد | افغانستان |
---|---|
کورډېناټونه: ۳۲°۰۶′شمال ۶۶°۰۰′ختیځ / 32.1°شمال 66°ختيځ [۱] | |
سيمه | کندهار ولايت |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1516 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 7053179[۲] |
سمول | |
د شاه ولى کوټ ولسوالى په مربوطاتو کې لاندى کلي شامل دي :
رويان ، باغتو الکوزائى ، خپار، باغ ده سبز ، البک ، وري ولى ، کړوي ، زمتو ، زنگتيان ، گنبد ، ده بوجى ، شاه ولى کوټ ، زر کاله ، چنار تو ، سرخ بيد ، مقر ، کندلان بارک زائى ، سوزنى بابرى ، باغتو بره خانزائى ، پريان ، کندلان ، مانو، کجور ، باغتو شين غړى ، بوري ، تناجوي ، رادوبلاغ ، باغتو اچکزائى ، بند دهله ، المش ، خرتوت ، سرناوه ناغتو ، لجر ، فلنگ ، مرغان ، مرغان درازقون ، تکتو ، پرليز ، کربغو ، باغتو کته سنگ ، باغتوتخت ، باغتو وچ ، باغتواولى ، باغتو پوپلزائى ، باغتو نرخر ، سوزنى ، سرخ بيدو پرسنتر
دکندهار ولایت تر ټولو لوی د اوبو ډنډ چي دهله نومیږي په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کي موقیعیت لري اودغه ولسوالی ته یې ځانګړې ښکلا ورپه برخه کړې ده .
دا هم وگورۍ
سرچينې
|