کينډۍ:Infobox ethnic groupکردان د عربو او پارسیانو ترمنځ سیمو کې مېشت توکم (قوم) دی چې په عراق، ترکي، سوریې او ایران، ازرباییجان او ځینو نورو هېوادونو کې کې مېشت دي، ددوي ټول شمیر په ترکیه کې څوارلس نیم ملیونه، په ایران کې اته نیم ملیونه، په عراق کې پنځه نیم ملیونه اوپه سوریه کې درې نیم ملیونه آتکل سوي دي. همداراز یو شمیر کردان په ډیرو اروپا یي هیوادونو اویو شمیر یې هم دمنځنۍ آسیا په هیوادونو لکه ترکمنستان، آذربایجان، فزاقستان او ارمنستان کې استوګنه لري .کردان زیاتره سني مذهبه دي، خو لږ شمیر شیعه مذهبه هم پکې سته، پاتې یې اهل حق اوایزدیان دي. په پخوانیو وختونو کې دوی کو چیان وو او دپسونو اووزو( بزو) رمې به یې درلودلې. اوس یې هم ډیر شمیر خلک دڅارویو په روزنه بوخت دي. دکردانو ژبه په څو لهجو ویشلې شوې ده چې کرمانجي، سوراني او کرمانشاهي یې بولي. د Mokryan سیمه د Piranshahr او Bijar دوه ښارونه شامل دي.

سياست سمول

نامتو اسلامي مبارز سلطان صلاح الدین ایوبی هم چې دبیت المقدس فاتح او سوبمن یې بولي په ۱۱۸۷ زیږدیز کال کې په صلیبي جګړو کې دیورپ متحده پوځ ته تاریخي ماتې ورکړې وه په اصل کې کردی و. کردان دتاریخ په اوږدو کې دایران، ترکیی، سوریې او عراق په هیوادونو کې ټکول سوي دي، نو خکه یې تل ددغو هیوادونو پر خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړی دی. ددوی سیاسي مشران ملا مصطفی بارزاني، جلال طالباني، مسعود بارزاني او عبدالله اوجالان د ي. دوي ډیر سیاسي ګوندونه درودل او لري یې لکه دایران دکردستان ګوند ، دکردستان هیوادپاله یووالی ګوند، کومله، دکردستان دخپلواکۍ دیووالي ګوند، ددموکراتیک یووالی ګوند او ځیني نور سیاسي ګوندونه. دعراق دکردانو پوځ چې ( پشمرګه) نومیږي او شمیریې دوه لکه او پنځه اویازرو ته رسیږي اوپه سپکو او درنو وسلو سمبال دي دایران او عراق په اته کلنې جګړې، په عراق کې د صدام حسین په راپرزولوکې او هم دداعش په وړاندې جګړه کې د پشمرګه ځواکونو مهم رول لوبولی دی چې تر اوولسو زرو نه یې زیاتې نجونې او ځوانې ښځې دداعشیانو سره دتودې جګړې په سنګرونو کې له ځانه اتلولي ښودلې ده. همدا اوس کردان دامریکي، اسرائیلو او نورو اروپایی هیوادنو دپیاوړي ملاتړ نه برخمن دي یو علت یې دادی چې دعراق کردستان دتیلو شتمنې زیرمې لري او لویدیزوال هم په همدې سبب ورسره مینه ښیی.

هم ولولئ سمول

د افغانستان کردان

سرچینې سمول