صدام حسین
صدام حسین عبدالمجید التکریتي د ۱۹۳۷ ز کال د اپرېل میاشتې په ۲۸ مه زېږېدلی او د ۲۰۰۶ ز کال د دسمبر په ۳۰ مه وفات شوی دی. یو عراقي سیاستوال و چې د ۱۹۷۹ز کال د جولای له ۱۶ مې څخه د ۲۰۰۳ ز کال د اپرېل تر نهمې نېټې پورې يې د عراق د پنځم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د عرب سوسیالست بعث انقلابي ګوند یو مخکښ غړی و او وروسته په بغداد کې د مېشت بعث ګوند- چې د عرب نشنلیزم(ملت پالنې) او عرب سوسیالیزم ترکیب و، ملاتړ کاوه. صدام د ۱۹۶۸ ز کال په کودتا (چې وروسته د جنوري د ۱۷ مې نېټې د انقلاب په نامه یاد شو) کې د پام وړ رول ولوباوه. هغه په عراق کې یاد ګوند واک ته ورساوه. [۱][۲] صدام د ناروغ جنرال احمد حسن البکر د ولسمشرۍ پرمهال، د مرستیال ولسمشر په توګه، په داسې حال کې چې ډېرو ډلو د دولت د نسکورولو توان درلود، امنیتي ځواکونه رامنځته کړل، چې له لارې يې د دولت او وسله والو ځواکونو تر منځ نښتې په کلکه کنترول کړې. د ۱۹۷۰ز لسیزې په لومړیو کې، صدام د عراق د تېلو شرکت او خپلواک بانکونه ملي کړل او په پایله کې بانکي سیستم د انفلاسیون او ناسمو پورونو له امله مفلس پاتې شو. د ۱۹۷۰ لسیزې په بهیر کې، صدام د حکومت په جوړښت کې خپل واک ټینګ کړ، داسې چې د تېلو پیسو د عراق د اقتصاد په وده کې مرسته وکړه. د واک درېځونه، تر ډېره سني عربو ډک کړي وو، یو اقلیت چې د ټول نفوس یوازې پنځه سلنه برخه یې جوړوله. [۳][۴] صدام په رسمي ډول په ۱۹۷۹ ز کال کې واک تر لاسه کړ، که څه هم تر دې مخکې، هغه د څو کلونو لپاره په عملي توګه د عراق مشر و. هغه د دولت تر نسکورولو وروسته، په ترتیب سره د دولت د نسکورولو په هڅه کې يا د خپلواکۍ په لټه کې څو غورځنګونه په ځانګړي ډول کوردي او شیعه غورځنګونه وځپل، هغه د عراق - ایران جګړې او د خلیج جګړې په بهیر کې واک وساته. هغه یوه ظالمانه دیکتاتوري چلوله چې په سخت ډول د انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله بدنام و. د نسل وژنې او بېلابېلو پاکولو له لارې د هغه د دولت د پولیسو له خوا د ټول وژل شویو عراقیانو شمېر په محافظه کار ډول ۲۵۰۰۰۰ کسان اټکل کېږي. پر کویټ او ايران د هغه بریدونو، سلګونه زره نور کسان ووژل. [۵][۶][۷][۸] په ۲۰۰۳ ز کال کې د متحده ایالاتو په مشرۍ یو ائتلاف د صدام د نسکورولو لپاره پر عراق برید وکړ. د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش (George W. Bush) او د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بېلر (Tony Blair) په تېروتنې سره عراق د ټول وژنې د وسلو د لرلو او له القاعده شبکې سره د اړیکو په لرلو تورن کړ. د صدام د بعث ګوند منحل شو او په هېواد کې لومړۍ ديموکراتیکې ټاکنې ترسره شوې. د ۲۰۰۳ ز کال د ډېسمبر په ۱۳ مه د هغه تر نیولو وروسته، د عراق په لنډمهاله دولت کې د صدام حسین محکمه دایره شوه. د ۲۰۰۶ ز کال د نومبر په پنځمه، صدام د محکمې له خوا په ۱۹۸۲ ز کال کې د ۱۴۸عراقي شیعه وګړو په قتل او د بشریت ضد جنایاتو په تور مجرم وبلل شو او په اعدام محکوم شو. هغه د ۲۰۰۶ ز کال د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه اعدام شو. [۹] لومړنی ژوندسمولد صدام پلار او ورور د هغه له زېږېدلو څخه مخکې، د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي وو. دغو مړینو د صدام مور سبحا طلفه المسلات داسې خپه کړه، چې غوښتل یې د امیندوارۍ په سقط(لرې کولو) او ځان وژنې لاس پورې کړي. کله چې د هغې زوی نړۍ ته راغی ،سبحا له هغه سره څه کار نه درلود او صدام د خپل تره له خوا کور ته راوړل شو. [۱۰] د هغه مور بیاځلي واده وکړ او له دغه واده څخه صدام درې ناسکه وروڼه ترلاسه کړل. د هغه ناسکه پلار ابراهیم الحسن، د هغه تر راګرځېدو وروسته له صدام سره تند چلند وکړ او د سي ای اې /CIA ( د مرکزي استخباراتو اداره) له خوا د رامنځته شویو ارواپوهنیزو ځانګړنو پر بنسټ ځینې وختونه، هغه د ويښولو پر مهال په منظم ډول له وهلو ټکولو سره مخامخ و. شاوخوا په لس کلنۍ کې صدام له کور څخه وتښتېده او په بغداد کې خپل تره خیرالله طلفاح ته چې د صدام په پلرني شخصیت بدل شو، وروګرځېده. د صدام د راتلونکې مېرمنې پلار طلفاح یو سني مذهبی مسلمان او په ۱۹۴۱ ز کال کې د عراقي ملي پالانو او انګلیس تر منځ د انګلو-عراقي جګړې یو تجربه کار ديپلومات و، چې په سیمه کې د یوه لوی استعماري ځواک په توګه پاتې شو. طلفاح وروسته د صدام د واکمنۍ پر مهال د بغداد ښاروال شو، تر هغه چې د نوموړي بدنام فساد صدام مجبور کړ چې له خپل موقف څخه يې لرې کړي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] د هغه د ژوند په وروستیو کې، د هغه له ټاټوبي تېکرېت څخه، د هغه خپلوان د هغه نږدې سلاکاران او ملاتړي شول. هغه د خپل تره له لارښوونې سره سم د ملي پالانو په عالي لېسه کې په بغداد کې زدهکړې وکړې. صدام تر ثانویه ښوونځي وروسته په یوه عراقي حقوقي ښوونځي کې د درېیو کلونو لپاره زدهکړې وکړې، په ۱۹۵۷ز کال کې یې، د شل کلنۍ په عمر زدهکړې پرېښوې او له پان عرب بعث انقلابي ګوند سره چې تره یې ملاتړی و، یو ځای شو. د دې وخت په بهیر کې، صدام ظاهراً له خپل ځان څخه د ثانویه ښوونځي د ښوونکي په توګه ملاتړ وکړ. د بعث اېډیالوژۍ له سوریې څخه سرچینه اخیستې وه او هغه مهال يې په سوریه کې ګڼ شمېر پلویان لرل، خو په ۱۹۵۵ز کال کې په عراق کې د بعث ګوند غړي له ۳۰۰ کسانو څخه لږ وو او باور دا و، چې په عراق کې د مېشتو نورو مليپاله ګوندونو پر خلاف له دې ګوند سره د صدام د یو ځای کېدلو اصلي لامل، د هغه د تره له خوا د احمد حسن البکر او نورو بعثي مشرانو سره د هغه کورنۍ اړیکه وه. [۱۵] انقلابي جذبه د منځني ختيځ او عراق په دوران کې یوه ځانګړنه وه. په عراق کې پرمختګپالو او سوسیالیستانو پر دودیزو سیاسي اشرافو (د استعمار د دورې بیروکراتان او د ځمکې خاوندان، شتمن سوداګر او قومي مشران او سلطنت غوښتونکي) برید وکړ. پر دې سربېره، په مصر کې د جمال ناصر د پان عرب ملتپالنې د صدام په څېر پر بعثي ځوانانو اغېزه وکړه. د ناصر راپورته کېدلو په ټول منځي ختیځ کې د انقلابونو څپه خوره کړه، چې د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې ز لسیزې تر منځ یې، د عراق، مصر او لیبیا پاچهۍ نسکورې کړې. ناصر په ۱۹۵۶ ز کال کې د سوئز کړکېچ په بهر کې له بریتانیې او فرانسې سره د جګړې له لارې د مصر په مدرن کولو او له سیاسي پلوه د عربي نړۍ له یووالي سره په ټول منځني ختيځ کې د ملت پالو الهام بښونکی شو. ویل کېږي چې، د هغه خسر خیرالله طلفاح د عراق د ۱۹۴۱ ز کال په کودتا کې له لویې بریتانیا سره په جګړه کې او د عراق او انګلیس په جګړه کې ،د هغه د رول له امله پنځه کاله په زندان کې تېر کړي او په غالب ګمان یې، د خپلو کارونو په اړه ځوان حسین ته ځینې کیسې او لاښوونې کولې. [۱۶][۱۷] له بعث ګوند سره د صدام تر یو ځای کېدلو یو کال وروسته، په ۱۹۵۸ ز کال کې د جنرال عبدالکریم قاسم په مشرۍ د پوځ افسرانو د جولای د ۱۴مې په انقلاب کې د عراق دویم فیصل نسکور کړ.
|
- ↑ "Hussein". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ "Online NewsHour Update: Coalition Says Iraqi Regime Has Lost Control of Baghdad — 9 April 2003". Pbs.org. 9 April 2003. خوندي شوی له the original on 1 December 2010. بياځلي په 13 March 2011.
- ↑ "Banking in Iraq – A tricky operation". The Economist. 24 June 2004.
- ↑ Karsh, Efraim; Rautsi, Inari (2002). Saddam Hussein: A Political Biography. Grove Press. p. 38. ISBN 978-0-8021-3978-8.
- ↑ "U.S. Relations With Anti-Saddam Groups" (PDF). Congressional Research Service. بياځلي په 15 April 2012.
- ↑ Blaydes, Lisa (2018). State of Repression : Iraq under Saddam Hussein. Princeton University Press. ISBN 978-1-4008-9032-3. OCLC 1104855351.
- ↑ "War in Iraq: Not a Humanitarian Intervention". Human Rights Watch. 25 January 2004. بياځلي په 31 May 2017.
Having devoted extensive time and effort to documenting [Saddam's] atrocities, we estimate that in the last twenty-five years of Ba'ath Party rule the Iraqi government murdered or 'disappeared' some quarter of a million Iraqis, if not more.
- ↑ Burns, John F. (2003-01-26). "How Many People Has Hussein Killed?". The New York Times. بياځلي په 2022-02-20.
The largest number of deaths attributable to Mr. Hussein's regime resulted from the war between Iraq and Iran between 1980 and 1988, which was launched by Mr. Hussein. Iraq says its own toll was 500,000, and Iran's reckoning ranges upward of 300,000. Then there are the casualties in the wake of Iraq's 1990 occupation of Kuwait. Iraq's official toll from American bombing in that war is 100,000—surely a gross exaggeration—but nobody contests that thousands of Iraqi soldiers and civilians were killed in the American campaign to oust Mr. Hussein's forces from Kuwait. In addition, 1,000 Kuwaitis died during the fighting and occupation in their country. Casualties from Iraq's gulag are harder to estimate. Accounts collected by Western human rights groups from Iraqi émigrés and defectors have suggested that the number of those who have 'disappeared' into the hands of the secret police, never to be heard from again, could be 200,000.
- ↑ "Saddam Hussein executed in Iraq". BBC News. 30 December 2006.
- ↑ Bumiller, Elisabeth (15 May 2004). "Was a Tyrant Prefigured by Baby Saddam?". The New York Times. ISSN 1553-8095. OCLC 1645522. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 September 2016. بياځلي په 21 November 2018.
- ↑ Jack, Anderson. "Saddam's Roots an Abusive Childhood". Washington Post. بياځلي په 8 November 2021.
- ↑ Post, Jerrold. "Saddam is Iraq: Iraq is Saddam" (PDF). Maxwell Airforce Base. بياځلي په 20 November 2021.
- ↑ Karsh, Efraim; Rautsi, Inari (2002). Saddam Hussein: A Political Biography. Grove Press. pp. 13–15. ISBN 978-0-8021-3978-8.
- ↑ Eric Davis, Memories of State: Politics, History, and Collective Identity in Modern Iraq, University of California Press, 2005.
- ↑ Batatu, Hanna (1979). The Old Social Classes & The Revolutionary Movement in Iraq. Princeton University Press. ISBN 0-691-05241-7.
- ↑ R. Stephen Humphreys, Between Memory and Desire: The Middle East in a Troubled Age, University of California Press, 1999, p. 68.
- ↑ Humphreys, 68
- ↑ Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. pp. 24–25. ISBN 0-06-050543-5.
- ↑ Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. pp. 25–26. ISBN 0-06-050543-5.
- ↑ Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. p. 26. ISBN 0-06-050543-5.
- ↑ Coughlin, Con (2005). Saddam: His Rise and Fall. Harper Perennial. p. 27. ISBN 0-06-050543-5.
- ↑ Osgood, Kenneth (2009). "Eisenhower and regime change in Iraq: the United States and the Iraqi Revolution of 1958". America and Iraq: Policy-making, Intervention and Regional Politics. Routledge. p. 22. ISBN 9781134036721.