د عراق بعث ګوند
د عراق بعث عربي سوسیالیستي ګوند په عربي ژبه حزب البعث العربی الءشتراکی) له ۱۹۶۸ تر ۲۰۰۳م کال پورې د عراق د رهبرې یواځینی سیاسي ګوند وو. د یاد حزب ریښې ۱۹۵۱ کال ته رسي، په هغه وخت کې په سوریه کې د میشل عفلق، صلاحالدین البطار، او ذکی ارسوزی لخوا تاسیس شو،د فواد الرکابی د رهبریت په دوره کې د یاد ګوند د مرکزی دفتر د موقیعت چې هغه وخت سوریه کې وو پر سر د شخړو پرمهال د ځینو اختلافونو له وجه په عراق کې په ۱۹۶۸م کال کې د عراق بعث عربی سوسیالیستی ګوند بنسټ کیښودل شو.
د بعث عربي سوسیالیستي ګوند | |
---|---|
حزب البعث العربی الاشتراکی | |
جوړښت | فبروري۱۹۶۸ |
مرکزي دفتر | بغداد، عراق (تر۲۰۰۳) |
ورځپاڼه | الثوره |
نظامي ډله | جیش الشعبی (۱۹۷۰–۱۹۹۱) د صدام فدائیان (۱۹۹۵–۲۰۰۳) |
نظريات | بعثیسم عراقي ملي ګرایي |
د گوند بيرغ | |