پر کویټ د عراق یرغل

پر کویټ د عراق یرغل د ۱۹۹۰ کال د اګست په ۲ مه پیل سو او له همدې سره د خلیج جګړه هم رامنځ ته سول. د ۱۹۹۰ کال د اګسټ پر څلورمه نېټه د کویت دولت ته له ماتي ورکولو وروسته عراقي ځواکونو د راتلونکو اوو میاشتو لپاره دغه هیواد په نظامي توګه بشپړ لاندي کړ. [۱] د صدام حسین له لوري یاد برید په نړیواله کچه سخت وغندل سو، او د ملګرو ملتونو امنیت شورا (UNSC) یو شمیر پریکړه لیکونه تصویب کړل چي له مخي یې له عراق څخه د کویټ له خاورې څخه د وتلو غوښتنه وکړه، خو عراقي ځواکونو د کویټ اشغال ته دوام ورکړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول امرونه یې شاته وغورځول. دجګړې تر پای ته رسېدو وروسته د عراق له لوري په لمړي سر کي د کویت جمهوریت د یوه ګوډاګي دولت په توګه رامنځ ته او عراق د ۱۹۹۰ کال د اګست په ۲۸ نیټه ټول هیواد له خپلي خاوري سره ونښلاوه، چي په دې ترڅ کي شمالي کویت د صدامیات المتله ولسوالي وګرځېدل، او سویلي کویت د نوي کویټ په نوم جلا سیمه سوه. [۲] د 1990 کال د نومبر په میاشت کي د UNSC 678 پریکړه لیک تصویب په رسمي توګه عراق ته وخت وټاکه ورکړ، ترڅو د 1991 د جنوري تر 15 نیټې پوري پرته له کوم شرطه بیرته ووځي او که داسي ونکړي نړیوال به یې په زور وباسي. څرنګه چي د عراق له لوري د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ونه منل سو نو ځکه له دغه هیواد سره د جګړې په پر د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف د غونډي اجازه ورکړه.

پر کویټ د عراق یرغل
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲ اگسټ ۱۹۹۰ (۱۹۹۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۲ اگسټ ۱۹۹۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۴ اگسټ ۱۹۹۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

امریکایي ایتلاف هم په 17 جنوري 1991 کال کي د جګړې په پیل کولو باندي لاس پوري کړ او د بمبارۍ په ترسره کولو یې عراق شاتګ ته اړ ایستی. عراقي ځواکونو په دې اړو دوړ کي یوځل د اسراییلي ښارونو په ویشتلو سره هڅه وکړه چي نړیوال مسلمان ځواکونه د ځان ملګري کړي او جګړې ته مذهبي رنګ ورکړي خو دې هڅي کومه پایله ورنکړه او امریکایي ځواکونو د درنو تلفاتو په ور اړولو سره عراقي حکومت له کویټ څخه پر شا کړ. عراقي ځواکونو د وتلو پر وخت د خپلي دویمي هڅي په ترسره کولو باندي د کویټ د تېلو څه باندې 700 څاګانو ته اور واچاوه مګر دا ستراتیژي هم د ایتلاف د پرمختګ په مخنیوي کي ناکامه سوه او د 1991 د فبروري په 28 نېټه د عراق پوځ د لویو تلفاتو په ورکولو سره کویټ نور پرېښود.

د عراق او کویټ د جګړې په اړه تاریخ پوهان بېلابیل نظریات وړاندي کوي چي له هغوی څخه یو هم د کویټ 14 میلیارده ډالره پور وو، کوم چي عراقي حکومت ته د کویټ له لوري ورکول سوی وو او کله چي یې صدام د معافیت غوښتنه وکړه کویټي حکومت یې له معافیت څخه نټه وکړه او په پایله کي یې یاده جګړه رامنځ ته سول. د معاصرو سیاسي تاریخونو پر بنسټ کویټ هیواد 14 میلیارده ډالره پور هغه مهال عراق ته ورکړی وو کله چي دغه هیواد له ایران سره په جګړه ښکیل سو، خو کله چي یاده جګړه پای ته ورسېدل کویټ د نفتو د تجارت له کبله د تیلو د نړیوال قیمت په کښته ټاکلو کي صدام حسین د ځان دښمن کړ او پایله یې په یوه وېروونکي جګړې باندي پای ته ورسېدل. [۳]

  1. . 1 August 2020. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 29 August 1990. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. "OPEC pressures Kuwait to moderate quota demand", New Straits Times, 7 June 1989