د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د افغانستان په کابل ښار کې يو عمومي پوهنتون دی. په ۱۹۹۰ز کال کې دې پوهنتون د ادارې په توګه فعاليت درلود چې د ښوونکو د روزنې چارې يې مخته وړلې خو وروسته د یوه پوهنتون په توګه راڅرګند شو. [۲]

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۵۷″شمال ۶۹°۰۶′۴۶″ختیځ / 34.53237°شمال 69.11274°ختيځ / 34.53237; 69.11274 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

کله چې د ډاکټر نجيب الله حکومت له مېنځه لاړ په پايله کې د دولت ضد وسله والو په ځانګړي ډول د برهان الدین رباني ډله واک ته ورسېدل نو دغه پوهنتون يې په خپل نوم ونوماوه او وروسته يې همدا نوم د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاره چې ترڅو رسمي شي. [۳] بيا وروسته د حامد کرزي د حکومت له پيلېدو سره سم دغه پوهنتون د رباني پوهنتون په نوم رسميت پيدا کړ چې بيا د طالبانو له راتګ وروسته د پوهنتون نوم بېرته پخواني نوم يعنې د ښوونې او روزنې پوهنتون ته بدل شو [۲] د ښوونې او روزنې پوهنتون د افغانستان له غوره ښوونیزو موسسو څخه دی چې د ملي درجه بندۍ له مخې د پنځو غوره پوهنتونونو په ډله کې دی. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د افغانستان په ملي درجه بندۍ کې ځای لري، چې په څه کم شلو کلونو کې يې د پام وړ پرمختګ درلودلی دی.

څانګه

سمول

د پوهنتون ودانۍ د کابل په افشار ناحيې کې د شمعې څلورلارې سره پرته ده.

وړتيا

سمول

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون نسبتاً کوچنی دی، چې په اوسط ډول شاوخوا ۵۰۰۰ محصلین پکې تدریس کوي.

مدیریت

سمول

دا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت لخوا اداره کېږي. د ورځنیو چارو سمبالښت د سرپرست وزیر زیب الله اسدي پر غاړه دی. [۱] Archived 2021-09-26 at the Wayback Machine.

پوهنځي او ديپارټمنټونه

سمول

دا پوهنتون ۶ پوهنځي او ۲۱ ديپارټمنټونه لري چې پر لاندې ډول دي:

ورته ليکنې

سمول

سرچینې

سمول
  1. GRID ID: grid.440456.7.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ {{cite web}}: Empty citation (help)
  3. . 2011-09-20. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)