نظریه

د اندونو د هغه فرضيو ټولګه چې د يو څيز د توضيح په اړه وړاندي کيږي

نظریه یا تیوري د یوې پدیدې په اړه د ازاد فکر یو منطقي ډول یا هم د فکر پایله ده. د فکري او منطقي سوچ پروسه ډېر وخت د مشاهدې پر اساس مطالعې یا څیړني په څیر پروسې سره تړاو لري. نظریه کیدای سي ساینسي وي، یاهم په غیر ساینسي اړخ پوري اړه ولري، او یا خو بیخي نظم ونه لري. د نظریې یاد اړخ په عمومي توګه په شرایطو پوري اړه لري. د بیلګي په توګه، دا کېدای سي په ځان کي عمومي توضیحات راونغاړي چي څنګه طبیعت کار کوي. د معلوماتو پر بنسټ د تیوري کلمه له لرغوني یونان سره ریښې لري، خو په عصري کاروني کي دا بېلابیلي ماناوي لري.

نظريه
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې

تیوري په عمومې ډول په ساینسي علومو کي د نظریو یا مفروضو او مشاهدو(ځيرکتني) په مانا کارېږي؛ خو ادبیات چي د ساینسي علومو په څېر جامد یا د یوې نظریې پر بنسټ نه دي ولاړ؛ نو ځکه یې په تعریف کي د مفروضو او نظریو تعریف یو څه بدل دی، یعني په ساینسي علومو کي نظریې او مفروضې دقیقي، علمي، عملي او پرځای ولاړي وي؛ خو په ادبياتو کي د ماهیت سپړني ګڼو او خوځنده نظریو او نظري مفروضو ته ادبي تیوري وايي، چي د ساینسي علومو په څېر پر دقیقو او ولاړو نظریو او مفروضو نه وي ولاړي.

په عصري ساینس کي د "تیوري" اصطلاح ساینسي تیوریو ته اشاره کوي.